تاند- د افغانستان حکومت په وروستیو ورځو کې ومنله چې یوازې د کورنیو چارو په وزارت او د دغه وزارت په اړوندو ځواکونو لکه ملي پولیسو او سرحدي پولیسو کې ۱۸۲ جنرالان لري.

د دې معنا دا ده چې هرو یو لک پرسونلو ته ۱۴۹ جنرالان رسېږي.

د ستراتیجي پېج خپرونې د راپور پر اساس د افغانستان د ملي اردو د جنرالانو شمېر د امریکا د پوځ د جنرالانو د شمېر دوه برابره دی.

د افغانستان ملي اردو د خپلو جنرالانو شمېر نه ښيي خو داسي ښکاري چې د اردو د جنرالانو شمېر به د پولیسو تر جنرالانو هم زیات وي.

په نوي یمه لسیزه کې د نجیب الله د حکومت له پرزېدو وروسته د مجاهدینو حکومت هر جهادي قومندان ته په تېره بیا چې د جمعیت ګوند غړیتوب به یې درلود، د جنرالۍ رتبه ورکړه حال دا چې اکثرو یې د حربي ښوونځي مخ هم نه و لیدلی.

جنرال عطا محمد نور، جنرال، حضرت علي، جنرال ظاهر عظیمي، جنرال سالنګي، جنرال ګل اغا شېرزی، جنرال جمعه خان همدرد، جنرال داوود، جنرال قطره، جنرال بسم الله خان محمدي، جنرال قره بېګ، جنرال سید حسین انوري، جنرال اندرابي….  او بې شمېره نور هغه قومندانان دي چې په سیاسي انګېزه د جنرالۍ رتبې ورکړای شوي دي.

ستراتیجي پېج وايي، داسي ښکاري چې د افغانستان د اردو د جنرالانو شمېر به پر هرو یو لک سرتېرو د ګاونډي پاکستان د پوځي جنرالانو د شمېر دوه برابره وي.

د خپرونې په باور د هرو یو لک سرتېرو پر سر د جنرالانو د شمېر زیاتوالی د فساد نښه ګڼل کېږي، خو په ځینو هیوادونو کې له دې کبله چې وړ او لایق جنرالان په ګرانه موندل کېږي، زیاتو کسانو ته د جنرالۍ رتبه ورکړل کېږي. هغه هیوادونه چې پوځي افسرانو ته مناسب معاش نه ورکوي زیاتو کسانو ته ترفیع ورکوي.

د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال د امریکا په متحدو ایالتونو کې لیدل کېده. هرو یوولس پوځیانو یو افسر درلود خو اوس د ۵ اعشاریه ۵ سرتېرو لپاره یو افسر شته.

په امریکا کې د هرو یولک پوځیانو لپاره د جنرالانو شمېر د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال ۱۷ تنه وو خو اوس هرو یولک پوځیانو ته نژدې ۷۰ جنرالان رسېږي.

په امریکا کې، چې په څو جګړو کې ښکېله ده، زیاتې ترفېع ګانې د دې لپاره ورکول شوي چې د پوځیانو روحیه ښه شي خو په افغانستان کې د دې لپاره د جنرالۍ رتبې ورکړای شوي چې خپلو سیاسي ملاتړو ته امتیاز ورکړي. د ستراتیجي پېج په باور په افغانستان کې ځیني رتبې د پیسو په مقابل کې هم ورکړای شوي دي.

2 thoughts on “د افغانستان د جنرالانو شمېر د ځواکونو په تناسب د امریکا د جنرالانو دوه برابره دی”
  1. ،ستراتیجي پېج هم عجيبه خبره كوى كه داجنرالان نه وايي نو امنيت راتلاي شو دقاچاقو، دانسانانوتشتونه اودمخدره موادو مخه چانيوله دا خلك خبرنه دى چه دجنرالان داسانانو دوينو په قيمت افغانستان ته تمام شوى كه دا جنرالان نه واى افغانستان غربيانو اشغالوى شو نه دا خداى دنر حًامن

  2. وروره معلومه خبره ده چی ټول د فساد نښی دی په الله قسم چی د حربی پوهنځی او حربی پوهنتون مخه یی لیدلی وی بس د قوماندانی له وجی جنرالی رتبه دوی ته ورکړ شویدی لکه زرور جان د حاجی زمان معاون ځانته تورن جنرال لیکی، مصطفی قوماندان ځانته ډګرجنرال لیکی، حاجی صیب ظاهر ځانته جنرالی رتبه ورکړیدی، حلیم شاه ته جنرالی ورکړ شوی وو او داسی نورو ټولو ته ورکړ شویدی چی دا ډیر د افسوس او خپګان ځای دی خو زمونږ ورور د ګل پنوم تبصره لیکلی دی چی که همدوی نه وای دا هیواد به داسی شی وای او هغسی شوی وای خو دی ته فکر نه کوی چی دا یو لوی خیانت دی یو څوک چی نظامی پوهه او تجربه ونه لری فساد ته لاره جوړیږی، چی ډیر ژوندی مثالونه یی دادی چی دغه ذکر شوی کسان او نور چی زما ذهن ته نه راځی په الله قسم ماته معلومات شته چی د بیګناه خلکو ځمکی غصب کړیدی، د تیلو تانکونه یی په دولتی یا غیر دولتی په غیر قانونی ډول جوړ کړیدی، زما یادیږی چی کله دوی په ۱۳۷۲ کال کی نوی هیواد ته داخل شول دولتی جیپونه یی چور کړل کورونوکی ودرولی وو او ویل چی دا غنیمت دی، ټانکونه یی اره کول ویل یی چی غنیمت دی طیاری یی اره کول د غنیمت په نوم دولتی ځمکی یی غصبول د غنیمت په نوم، د مظلوم او بیچاره وو ځمکی او کورونه نیول چی دوی کافران او کمونستان دی، د خلکو لورګانی د کمونست او کافر پنوم په زوره تری یوړل او سل نور فجایع چی ټول تری خبر دی او سترګی تری نه شی پټولی نو زه دی ګل په نوم کو یو چی تبصره لیکلی ورته وایم چی ستا په آند دوی ته هرڅه روا دی ځکه چی جهاد یی کړیدی؟؟؟؟ او یوازینی مستحقین ددی هیواد همدوی دی؟؟؟ ډیر افسوس په داسی خلکو او نظام باندی

ځواب ورکول هلال احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *