ارشیف

تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان د حکومت او طالبانو له لومړنیو مخامخ خبرواترو یوه ورځ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دواړو خواوو د استازو یو ورځینۍ خبرې پای ته رسېدلي خو دواړو خواوو موافقه کړې د روژې له مبارکې میاشتې وروسته به خبرو ته دوام ورکوي.

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت نن په یوه اعلامیه کې وویل، پرون د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو اسلام اباد ته نژدې په مري کې خبرې وکړې.

مري د پاکستان یوه تفریحي او نسبتاً سړه سیمه ده.

د دغه وزارت په وینا د خبرو په ترڅ کې په دې موافقه وشوه چې «په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره به هر لوری په صداقت او پوره ژمنتیا دې پروسې ته دوام ورکوي.»

په همدې حال کې د پاکستان تلویزیون له ناروې څخه د دغه هیواد د صدراعظم نوازشریف ثبت شوی پیغام خپور کړ چې په هغه کې یې د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې یو لوی انکشاف بللی دی.

نوازشریف په درې ورځني سفر اوسلو ته تللی دی.

ده د دواړو خواوو د خبرو لحن مثبت پرمختګ وګاڼه، ویې ویل:«هیله لرم چې مثبته نتیجه به ورڅخه ترلاسه شي او دا به یقیناً په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ډېره هیله بخښونکې وي.»

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت هم د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو هرکلی کړی او په دې برخه کې یې د پاکستان رول ستایلی دی. (نور)

3 thoughts on “د افغانستان د حکومت او طالبانو استازو موافقه وکړه چې خبرو ته به دوام ورکوي”
  1. په ډول خیرو راته باور کول لږ مشکل شوی دی. مونږ هم ملامت نه یو ډیر په دا ډول خیرو غولیدلی یو.

  2. پاکستان وخت ضایع کوی یعنی وخت اخلی تر څو په بلوچستان کی هم عملیات وکړی او بلوڅان وټکوی او کمزوری کړی تاسی ګوری چه پاکستان ناڅاپی دا لیده کاته ترتیب کړل او بیا ی صدراعظم هم ورباندی تبصره کوی دادی لپاره چه دا اهمیت پیدا کړی او دنیا وال وغولوی چه مونژ همکاری کو په اصل کی دوخت ضایع کیدا نه نور څه نه و

ځواب ورکول Shir khan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *