تاند- د افغانستان د دفاع وزارت پر نوې ودانۍ، چې په کوچني پینتاګون مشهوره ده،۱۶۰ ملیون ډالره لګول شوي دي.

په دې پنځه منزله ودانۍ کې، چې ګومبته یې ۳۴ متره لوړه ده، ۲۵۰۰ کارکوونکي ځاییږي.

دا ودانۍ، چې له سپینو مرمرو جوړه شوې، د دې تر څنګ چې خپله برېښنا لري، درې د ډوډۍ خوړلو سالونونه، چې په یو وخت زر تنه پکې ډوډۍ خوړلی شي، او یو ادیتوریم، چې ۹۰۰ تنه پکې ځاییږي، هم لري.

د دفاع وزارت له دې نوې ودانۍ سره د سپورت لپاره جمنازیم، کلینیکونه او د پوځیانو بارکونه هم شامل دي.

د دې ودانۍ، چې په ۳۸ زره ۵۰۰ متر مربع ساحه کې جوړه شوې، نقشه د افغانستان د مهندسۍ د څانګې د محصلانو له ګڼو وړاندې شویو نقشو څخه غوره شوې ده.

د ودانۍ پر کمپیوټرونو او تخنیکي وسایلو ۳۳ ملیونه او ۳ لکه ډالر لګېدلي او یوازې پر معلوماتي تکنالوژۍ یې ۱۲ ملیون ډالره مصرف شوي دي.

امریکايي جګړن ټاد سیمونایټ، چې د ودانۍ د جوړولو او انتقال چارې څاري، دا د افغانستان د دفاع وزارت لپاره یو نوی پیل بولي، وايي:«موږ اوس دا توان لرو چې له دې ځایه پرمختګونه او د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا ووینو.»

One thought on “د افغانستان د دفاع وزارت لپاره په ۱۶۰ ملیون ډالره نوې ودانۍ جوړه شوې”
  1. یو ملک چې له نورو ډیرو مشکلا تو سره سره هوایي ځواک نه لري ددو مره قمتي دفا ع وزارت د و دا نۍ څه اړ تیا؟؟؟؟؟؟؟

ځواب ورکول shahed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *