زعفران

تاند- د انترنشنل بیزنس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په روان ۲۰۱۶ م کال کې به د افغانستان د زعفرانو حاصل ۴ ټنو ته ورسېږي.

د ورځپاڼې له مخې، افغان چارواکي وايي چې کروندګر به ۴ زره کیلو زعفران تولید کړي او د کوکنارو ځای به پرې ونیسي.

دوی هیله لري زعفران، چې اوس یې کښت په افغانستان کې مخ پر زیاتېدو دی، په ټول هیواد کې دود شي.

د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز وايي، د زعفرانو د حاصل زیاتېدو اټکل د تېر کال تولید ته په پام کوي.

انترنشنل بیزنس ټایمز د متخصصانو په قول وايي چې د زعفرانو د تولید زیاتېدا به نه یوازې افغان کروندګر وهڅوي چې د کوکنارو له کرلو لاس واخلي بلکې له افغانستان سره به هم مرسته وکړي چې په ځان د بسیا کېدو لور ته نژدې شي. دغه راز به د افغانستان صادرات ډېر کړي.

د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز وايي، د زعفرانو کښت ته د کروندګرو د لېوالتیا له مخې د زعفرانو د تولید ډېرېدو ته خوشبیني زیاته شوې ده.

سره له دې چې په افغانستان کې د زعفرانو د دقیق حاصل په اړه څه ویل به ګرانه وي خو په و

روستیو کلونو کې د نړۍ هیوادونو ته د افغانستان د زعفرانو صادرات زیات شوي دي.

2 thoughts on “د افغانستان د زعفرانو حاصل به سږ کال ۴ ټنو ته زیات شي”
  1. Afghanistan is going to become a saffron giant and will rule the world. Dollars will flow in the dry riverbeds and their will be abundance of every commodity thereafter. We will be in a position to use our saffron strength to bring down Pakistan on it’s knees. Afghans will have to wait for such an era of abundance for just a few years.

  2. کچیرې آفغان بزکر حلال کښت ته مراحعه وکړې ، که کښت او کروندې سره زحمت وباسي ، او په حلالو قناعت وکړي ، ډیر زر به دا هیواد د پرمختګ لوړو ځوکو ته ورسیږي ، او همدارنګه باید نړیواله ټولنه هم په دغه برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي

ځواب ورکول احمد فرید قیومی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *