ارشیف

تاند- د پاکستان ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې نن لیکلي چې د دغه هیواد یوه امنیتي چارواکي ورته ویلي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو دوهم پړاو به هم په دغه هیواد کې وي.

دغه پاکستاني چارواکي، چې د ایکسپریس تریبیون په وینا نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، دې ورځپاڼې ته ویلي :«د افغانستان د سولې د خبرو دوهم پړاو به نه په چین او نه هم قطر کې بلکې په پاکستان کې وشي.»

دا په داسي حال کې ده چې افغان چارواکو ویلي چې د سولې بل پړاو خبرې به په چین کې وشي.

د افغانستان حکومت او په ځانګړي ډول طالبان غوره بولي چې د سولې بل پړاو خبرې له پاکستانه پرته په یوه بل هیواد کې وشي.

د پاکستان امنیتي چارواکي ویلي چې د خبرو دوهم پړاو به د راتلونکې جمعې /جولای ۳۱/ په ورځ پیل شي.

ورځپاڼه زیاتوي، د طالبانو د مشرتابه شورا یوه غړي ورته ویلي چې د دوی مشران اوس په دې سلا مشوره بوخت دي چې دا ځل خبرو ته د خپلې شورا مهم غړي ولېږي.

ده همداراز وویل:«تفاهم په دې راغلی چې پروسه (د خبرو) باید دلته دوام وکړي. لومړنۍ غونډه د کنګلونو د ماتولو لپاره وه خو دا ځل  په خبرو کې د پرمختګ توقع ده.»

کله چې له دغه پاکستاني امنیتي چارواکي وپوښتل شول چې د څه ډول پرمختګ تمه کېږي، ده پوښتنې ته مستقیم ځواب ونه وایه خو ویې ویل:«هرڅوک پوهېږي چې دا یوه سخته پروسه ده. ستونزې او چلینجونه به وي. مګر هیلې هم شته.»

له بلې خوا د طالبانو یوه پخواني وزیر او د کوټې د شورا غړي ایکسپریس تریبیون ته ویلي چې طالبان په دې په ژورو سلا مشورو بوخت دي چې د خبرو دوهم پړاو ته خپل جګپوړي مشران معرفي کړي.

ده وویل:«د افغانستان اسلامي امارت غواړي د خبرو د راتلونکي پړاو لپاره خپل پلاوی پراخ کړي او کېدای شي چې لا مهم مشران یې په خبرو کې ګډون وکړي.»

د جولای په اوومه د مري په خبرو کې د طالبانو له لوري ملا عباس اخوند، عبدالطیف منصور او حاجي ابراهیم حقاني برخه لرله.

د طالبانو پخواني وزیر او د کوټې شورا غړي ایکسپریس تریبیون ورځپاڼې ته ویلي چې د قطر سیاسي دفتر د مشرتابه شورا له لوري د تایید شوې پروسه مخالفت نه شي کولی.

ویل شوي چې د طالبانو د واکمنۍ د مهال د بهرنیو چارو وزیر ملا جلیل او د کندهار پخوانی والي ملا حسن سعودي عربستان ته تللي ول او بېرته راګرځېدلي دي.

ځینو سرچینو دا هم ویلي چې د افغان مرکچي پلاوي مشر حاجي دین محمد هم سعودي عربستان ته تللی او هلته یې له مولا حسن او ملا جلیل سره کتلي دي.

ملا حسن د چین په ارومچي کې هم د افغانستان د حکومت له استازو سره په غیررسمي خبرو کې ګډون کړی و.

خو د افغانستان د مرکچي پلاوي یوه غړي محمد ناطقي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دوی په مرکچیانو کې به تغییر رانه شي.

3 thoughts on “د افغانستان د سولې بل پړاو خبرې به د جمعې په ورځ په پاکستان کې وشي”
  1. عزتمندو ! کوم کسان چی په پورتنی لیکنه کی دطالبانو داستازو په حیث په راتلونکی غونډه کی دګډون دپاره ښودل شویدی دطالبانو دمخکنی اواوسنی دوری منل شوی ، مشهورمشران ، معتدل او اکثرا دفهم اوپوهی لرونکی علمی شخصیتونه دی امید دی چی دسولی راتلونکی خبری په انشا الله په ښه ډول پرمخ ولاړی شی اودافغانستان دبی دفاع مسلمانانو خلکو سولی ته د راتلو هیلی به بیا را ژوندی شی . ښه به داوی چی دغونډی ځای دطالبا نو په خوښه وی . ومن الله توفیق .

  2. خدای دې دوی وشرموي چې دا ۱۴ کاله یې افغانان د پنجابیانو په خوله ووژل او نن د پنجابیانو د سپیو په څېر د هغوی هرې خبرې ته لبیک وایي ځکه چې د دوی په معامله کې د پاکستان خوندي کیږي.‌

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *