تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ډیویډ ایچ یونګ په قلم په یوه تحلیلي لیکنه کې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو پر متبادلو لارو لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې، چې سرلیک یې دی«د افغانستان د سولې د خبرو متبادل»، لیکوال لومړی د سولې د خبرو په لار کې پر خنډونو ږغېدلی او ویلي یې دي چې ښايي ډېر کلونه وخت ته اړتیا وي چې ښکېلې خواوې حتي خبرو ته سره کښېني.

وروسته یې د اساسي قانون، د ښځو د حقونو او ځینو نورو مسایلو پرسر د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د جنجالي مسلو یادونه کړې چې د لیکوال په نظر دواړه خواوې به هیڅکله هم پرې جوړ را نه شي.

د نیویارک ټایمز د مقالې لیکوال د هند او پاکستان د سیالۍ یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې پاکستان غواړي چې د افغانستان جنوب د طالبانو په لاس کې وي څو د هند له شره خلاص وي.

لیکوال وايي چې یوه بله لار هم شته چې که عملي شي نو طالبان یې ممکن ومني او هغه دا ده چې د افغانستان یوه برخه ډلې ته پرېښودل شي. یعني طالبانو ته اجازه ورکړای شي چې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې په خپل سبک شرعي نظام نافذ کړي.

د یونګ په نظر د افغانستان اوسنی سیستم د نړیۍ د حکومتونو تر ټولو زیات متمرکز سیستم دی، په ولایتونو او ولسوالیو کې داسي کومه اداره نشته چې خپل قوانین ولري او دې مسلې د ډېرو افغانانو په منځ کې خوابدي رامنځته کړې ده.

د نیویارک ټایمز د مقالې لیکوال باور لري چې د غیرمتمرکز نظام رامنځته تګ به طالبانو او نورو افغانانو ته لاره اواره کړي چې په هغو سیمو کې چې دوی پکې نفوذ لري هر هغه څه وکړي چې دوی یې غواړي.

لیکوال وايي:« ګڼ افغان او بهرني کارپوهان په دې باور دي چې که طالبانو ته د افغانستان یوه برخه وسپارل شي نو د هغوی لاس به خلاص پرېښودل شي چې بله ورځ پر کابل او نورو سیمو برید وکړي، القاعده ته بیا اجازه ورکړي چې په دغو سیمو کې ځالې جوړي کړي. خو زه وایم هسي هم له ۲۰۱۴ وروسته طالبان د جنوب ډېرې سیمې لاندې کوي، اوس یې هم د جنوب په ډېرو سیمو کې خپل قوانین او زاړه دودونه پر خلکو تحمیل کړي خو که دوی ته دا امتیاز ورکړای شي نو ډېر احتمال شته چې نورې سیمې په کرار پاتې شي.»

لیکوال وايي چې په داسي یوه سیستم کې به هره سیمه ځان ته بېل قوانین، جلا تعلیمي نصاب او د خپلې خپلې سیمې والیان او ولسوالان ولري.

یونګ وايي چې که په خبرو کې په داسي یو نامتمرکز سیستم جوړه ونه شوه ممکن ښکېلې خواوې د دې لپاره چې د ګډ حکومت په جوړولو کې په خپل منځ کې اعتماد رامنځته کړي ممکن پر یوه موقت ايتلافي حکومت غور وکړي او یا هم د قدرت پر دایمي وېش جوړ راشي چې هم طالبان او هم په دغه حکومت کې نورې شاملې خواوې په کابل کې د مهمو پرېکړو د وېټو حق ولري.

بل انتخاب دا دی چې د پارلمان یا وزارتونو یو شمېر چوکۍ  طالبانو ته ځانګړې شي. هماغسي چې ویل شوي و چې کرزي طالبانو ته د سترې محکمې ریاست او د عدلیې وزارت وړاندیز کړي دي.

خو که طالبان دا وړاندیز  ونه مني، ګرانه ده چې غیرپښتانه قومونه دې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ورکولو ته تیار شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکوال تاکید کوي چې باید د افغانستان په هرراز روغه کې د پاکستان ګټې خوندي وي ځکه چې حتي که طالبان له جګړې هم ستړي او بېزاره شي ګومان نه کېږي چې پاکستان دې ستومانه او بېزاره شي. په دې اوس ټول پوهېږي چې د پاکستان پوځ بې ثباته او ناکرار افغانستان، حتي که په دې کې د پاکستان د بې ثباتۍ خطر هم وي، د دې لپاره غوره ګڼي چې هند د افغانستان له خاورې د پاکستان د تهدیدولو او محاصره کولو استفاده ونه کړي.

د لیکوال په نظر حتي که طالبان له پاکستانه ځانونه خلاص هم کړي د دغه هیواد استخبارات د طالبانو پر ځای له بلې ډلې یا نورو کسانو سره مرسته کولی شي چې د کابل پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.

خو اسلام اباد په هغه صورت کې په کابل کې د یوه ايتلافي حکومت ملاتړ کوي چې طالبان پکې د هند د نفوذ د مخنیوي لپاره کافي واک ولري، په تېره بیا د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې.

خو که طالبانو ته د پوهنې، لوړو زده کړو او عدلیې په شان عادي وزارتونه وړاندیز شي د پاکستان استخبارات به یې ونه مني او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه به وغواړي چې دا به د واک وېش ګرانه کړي.

له همدې کبله د حل لار ښايي په دې کې وي چې د افغانستان نظام غیرمتمرکز شي چې په نتیجه کې یې په جنوب او ختیځ کې، چې طالبان پکې نفوذ لري، طالبان واکمن شي.

لیکوال په عین حال کې پوښتنه کوي چې که د افغانستان د جنوب پښتني سیمې په حایله سیمه (بفرزون) بدلې شي نو ایا پاکستان به په دې قناعت وکړي. ځکه چې دوی په نوي یمه لسیزه کې په جنوب او ختیځ بسنه ونه کړه.

ډیوید ایج یونګ په پای کې د حل لارې موندل ګران بللي خو اټکل کوي چې په افغانستان کې به ډېر لوی بدلون راشي، غالباً به د دې بدلون نتیجه خرابی وي، د امریکا متحد ایالتونه به په یوه داسي موقف کې وي چې یوازې مرسته کولی شي خو خپل افغان متحدان به ژغورلی نه شي.

————————–

ډوید ایچ یونګ د بحرانونو د حل لارو کارپوه دی. ده پخوا د افغانستان په ختیځ کې له ناټو ځواکونو سره د امریکایانو په امنیتي پروژه کې د همکار په توګه کار کاوه.

17 thoughts on “د افغانستان د سولې د خبرو لپاره یوه متبادله لار/ نیویارک ټایمز”
  1. تاندوالو ډېره مننه. جالبه لیکنه مو ژباړلې. پکار ده چې داسي پټې دسیسې افشا شي او خلک پرې وپوهېږي.
    افغانان باید په هغو خبرو خبر کړای شي چې له دوی په پټه ترسره کیږي.
    په افغانستان کې د یوه غیر متمرکز نظام مسله د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د عبد الله عبدالله له لوري مطرح شوه. د ولسي جرګې یو شمېر غړیو هم په رسمي او غیررسمي غونډو کې ویلي چې که د جنوب خلک طالباني نظام غواړي هغوی دې پرېښودل شي چې طالباني نظام پرې واکمن شي خو د افغانستان نورې سیمې دې هم اجازه ولري چې په خپله خوښه دیموکراسي یا بل سیستم ولري.
    په وروستیو کې ولسمشر کرزي او یو شمېر نورو چارواکو د قطر دفتر د افغانستان د وېشلو، فدرالي کېدو او ملوک الطوایفۍ لپاره دسیسه وباله. خو داسي ښکاري چې په دې طرحه یا دسیسه کې یو شمېژر افغاني کړۍ هم لاس او رول ولري.
    زما په نظر له پاکستان سره د شمال ايتلاف د پخوانیو ډلو د اړیکو نژدې والی، د غیرمتمرکز یا فدرالي نظام په باره کې د عبدالله، عطا نور خبرې، محقق او دوستم څرګندونې د یوې پټې دسیسې نښې دي چې که اوس عملي نه شوه د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو نه وروسته به حتماً عملي شي ځکه چې دا ځل به قدرت د همدغو ډلو په لاس کې وي. پښتانه په انتخاباتو کې شرکت نه شي کولی، رای ورکوونکي او رای اخیستونکي ټول دوی دي.
    پښتانه دې بیا د ازادو قبایلو ژوند اختیار کړي، په دې فرق چې د طالب سوټي ته دې هم ځان ټینګ کړي.

  2. خبره د دسیسو نه ده. زه یو کټر پښتون یم خو زه چې ګورم نو غیرپښتانه زمونږ د سپیو له لاسه په اور ناست دي، ژوند یې زمونږ د عملونو له لاسه در په در او خاورې په سر دی. مونږ طالبان یو، مونږ د آی ایس آی مزدوران یو، مونږ مکتبونه ورانوو، مونږ انسانان حلالوو، مونږ د خلکو غوږونه د ږیرې په خاطر غوڅ کړل، مونږ د خپلو ښځو کالي واغوستل او ځانمرګي بریدونه مو وکړل، مونږ په پګړۍ کې بمونه وکارول ……………… او دا ټول او ټول دا چې مونږ د پاکستان مزدوري کوو. کله چې خبره داسې ده نو غیرپښتانه حق لري چې ځانونو ته د انسانانو په څېر حکومتونه جوړ کړي، تعلیم وکړي، له نړۍ سره سیاسي، اقتصادي، صحي، تحصیلي….. روابط ولري، دا مه هېروئ چې مونږ د پنجابیانو د جوماتونو چڼي وو او تر قیامته به یې همداسې چڼي یو. دا احمدشاه بابا او میرویس خان شعارونه هسې سولېدلې سکې دي چې نن هېڅ اهمیت هم نه لري او سبا خو یې یادول یوازې د خلکو د خندا خبره ده..

  3. مراده وروره، د طالبانو په اړه ستاسو خبرې ټیک دي چې دوی د پنجاب چڼیان دي او د هر ډول بدو الفاظو وړ دی. خو د پښتنو په اړه د یوه ملت پتوګه، ستاسو قضاوت په ولسي جرګه کې د انور سادات په نوم د یوه وکیل خبرو ته ورته پاتیږي چې دې وروستیو کې يي ټول پښتانه په همداسې الفاظو لکه چې تا کارولي، یاد کړي چې نه یوازې د تایید وړ نه دی بلکې د هر راز غندنې وړ دی! ټول پښتون ملت ته د پنجاب چڼیان ویل، پښتنو سره د کومې مهربانۍ له مخې ویل کیدای شي؟ ایا تاسو خپله په داسې بیان سره چې ښايي ووايۍ پښتنو سره مو د خواخوږي له مخې ورکړی دی، خپله پښتانه نه په نښه کوۍ؟ هیله ده زما په ستغه لیکنه خپه نه شۍ، خو موږ باید د احساساتو په وخت هم خپل کنترول له لاسه ورنکړو او د نورو د تبر لاستی ونه ګرځو. په درنښت

  4. دا د افغانستان د صلحی حل وو که د افغانستان ویش په افغانستان کی صلحه هم د امریکا په لاس کی ده او جنګ هم د امریکا په لاس کی ده طالبان هم د امریکا فوځیان دی او پاکستان هم د امریکا په اشارو کار کوي دا ټولي عبث خبري دی چي په افغانستان صلحی ته نوري نوري لاري لټول کیږی
    که جنوبي ولایتونه د امریکا او پاکستان غلامانو طالبانو ته ورکړل شی نو سر له همدی ورځی افغانستان تجزیه شو او تر څو پوري چي د افغانستان خاوره په کوم بل هیواد کی مدغم نه شی صلحه نه شی راتللی په افغانانو به نړیوال ریکارډ جوړ کړي چي خلکو اوسنی ازاد شوی هیوادونه وساتل او نوی هیوادونه یی په خپلو هڅو او طاقت منځ ته راوړل او افغانستان چي له ۵۰۰۰ کلن تاریخ نه زیات لرغونی هیواد ده اوس تجزیه کیږي او په ګاونډیو هیوادونو ویشل کیږي
    که پښتون په ریښتیا پښتون وی او د خپلي مور شیدی رودلي وي نو سر له نن نه باید خپل ځان ووژنی له دی ژوند نه خو نور مرګ ورته سل ځله بهتر ده
    ډوید ایچ یونګ د بحرانونو د حل لارو کارپوه پاتی شوه چا چی دا لیکنه کړی او دا نظر یی ورکړی
    دا بیچاره هسی لګیا ده والله که د هیڅ نه هم خبر وی
    خو باید پام وشی وایی ګه دوښمن دی ګیدړ هم وی نو تابیه به ورته د زمری نیسی

  5. پاچا صاحب مراد ورور چي د پشتنو په هکله څه لیکلی دا پوره حقیقت ده باید په حقیقت سترګی پټي نه کړو خو زه پوره باور لرم چي دا خبری یی هم د زړه له سوخته کړیدی د ډیر قهر او غضب له رویه یی کړیدی په دی هم پوهیږي چی دا خبری یی زیاتی کړی خو ته باید په دی پوهه شی چی یو پښتون خپل پښتون پسی داسی خبري کوی ددی څه مطلب وی زه هم چي کله د پښتنو د جاهلتوب او بي پروایی نه تنګ راشم نو بیا نه په ځان یم او نه په جهان یی چي څه می خولی او ذهن ته راځی نو وایم یی نو ته باید د مراد ورور نه خفه نه شی دده دا څرګندونی هم د پښتنو سره د ډیري مینی او مهربانی ترجمانی کوی
    هیله لرم چی له ما هم خفه نه شی

  6. مراد او سعدالله دیدن، دواړو وروڼو ته سلامونه او درناوۍ! نه غواړم چې زیاتې او بیا بیا خبرې وکړم او تبصرې ولیکم خو دا څو کرښې لیکل بیا هم اړین بولم. دا د پوهیدو وړ ده چې تاسو دواړه به پښتنو سره د زیاتې مینې له کبله او د دوی د خبرتیا او پوهاوي لپاره کله ناکله سپوره ستغه لیکۍ او په زړه کې به مو هسې نه وي.خو د زړه خبره په زړه کې وي او کله چې ولیکل شي بیا خلک په لیکلې خبره قضاوت کوي ، نه ستاسو او زما د زړه په دننه . په ولسې جرګه کې وکیل انور سادات، ځکه د افغانانو لخوا د غندنې وړ ګڼل کیږي چې هغه په پښتنو کې طالبان، حقاني، ملاعمر، ګلبدین، سیاف او نور غله او لنډه غر نه دی یاد کړي بلکې پښتون ملت يي سپک او توهین کړی، نو نن ځکه د هغه پر ضد نه یوازې د پښتنو بلکې د ټولو افغانانو لاریونونه کیږي او لويي څارنوالۍ ممنوع الخروج اعلان کړی او د سختو مجازاتو غوښتنه يي کیږي. ما چې په تیره لیکنه کې یادونه کړې چې نه ښايي د پښتنو دوښمنانو او حریفانو ته پلمه او یا د هغو تبرګي ته لاستی په واک کې ورکړو چې بیرته يي د پښتنو په وړاندې وکاروي ، موخه مې همدا وه. که اوس انور سادات ووايي چې مراد صیب هم د پښتنو په وړاندې عیني خبرې لیکلي، ولې مراد نه محاکمه کیږي، موږ به ورته کوم دلیل وړاندې کړای شو؟ که ووایو د مراد صیب په زړه کې داسې نه وو، ښايي څوک ووايی د انور سادات هم په زړه کې داسې نه وو. په دې خاطر په تبصرو ، لیکنو او د احساساتو په څرګندونه کې ډېر پام پکار دی. که داسې نه وي خلک ویلای شي چې پښتانه په دې برخه کې هم د هغه نورو برخو پشان دي چې مراد ورور لیکلي دي. زه له مراد ورور څخه ډېره ډېره مننه کوم چې زما نیوکه يي ومنله. زه باور لرم چې مراد یو سپیڅلی شخصیت دی او لیکنه يي د زړه له درده کړې. دواړو وروڼو ته اوږد عمر او بریالیتوبونه غواړم. په درنښت

  7. پښتنو ورونو او په خاصه توګه مراد خان ورور ته
    وروره تر کومه چه د طالب چنګړئ مولا او جهادۍ سوال دۍ دوئي ټول چټل او موردار خلق دۍ او هر هغه ځوک چه د وهابيانو او پاکستانيانو غلامئ کوۍ د معافئ او دفاع وړ نه دۍ زما په اند اکسريت پښتانه د طالب د لاسه په تنګ دۍ مګر وسه نه لرۍ او د طالبانو يرغمال ساتلئ مګر دا هم يو حقيقت دۍ چه ځينئ پښتانه چه د پاکستان په کمپونو لکه شمشتو او جلوزئ کښۍ د پنجابئ غلامئ شپئ ورځئ تيروئي او غيرت نه لرۍ چه په خپل هيواد په جوار سابه باندۍ ګزاره وکړۍ دهغه هغه تبقه ده چه وائي وطن د وران شۍ او په هيواد کښۍ په جنګ بوخت دۍ او يو شمير هغه د پښتنئ سيمئ خلق دۍ چه ظمير يئ مړ دۍ مګر مجموع کښۍ اکسريت کښۍ پښتانه د طالب نه بيزاره دۍ مونږ د هيواد په اکسره سيمو کښۍ د طالبانو پر ضد د پاځونونو شايدان يو نو پښتانه د يو دريم ملئ قدرت په انتظار دۍ چه د دهغو چټلو خلقو نه خلاص شۍ دا يو حقيقت دۍ چه غير پښتانه قومونه نه غواړۍ چه نور د جهالت د قانون او د طالب جاهله تر لاس لاندۍ ژوند وکړۍ او دا د دوئي حق دۍ مګر که سبا دا وطن د دهغه علته تجزيه کيږۍ نو دا به د هغو پښتنو د لاسه وئي چه د طالب پلوئي دۍ د تجزئي په صورت کښۍ به دا نور قامونه به ارامه او سوکاله ژوند اخطيار کړۍ لکه د تاجکستان ترکمنستان وغيره په شان مګر پښتون قام به بيا د پنجابئ عبدئ غلامئ کوۍ او همدهغه سۍ به دربدر وئي ځکه چه مونږ د ملا عمر او ګلبدين چه هيځ ظمير نه لرۍ طرفداره يو او بزرګان يئ ګړو.نو پښتنو ته په کار ده چه د مجبورۍ ځلونئ ماتئ کړۍ او د طالب پسئ ډانګ راوخلئ او په پنجاب او سعودۍ د وسپارئ او عربانو او پنجابيانو ته دۍ ووائي چه درواخله دا طوفه دۍ.
    او په ټول هيواد په سطح بايد چه اسلام او سياست سره جدا شۍ ځکه چه دا يو دايمئ سر ښوګئ دۍ او افغانان ترينه خلاصيدونکئ نه دۍ د سوکاله متحده او خوشحاله افغانستان په هيله

  8. پښتنو ته خپله ميړانه او غيرت بلا سويده.
    که پښتنو د ډاکټر نجيب په وخت کي د روسانو سره سياسي ژبه پيدا کړېوای نه به تباه کيدای، که د امريکايانو سره په خپل وخت پوه سوي وای هم به دا محشر نه وای ،خو اوس هم ناوخته نه دی.
    پښتانه چي ضعيفه سي افغانستان ضعفه دی،پدې اساس زموږ دخاوري دوښمنان په پښتنو کي وحشت او بيره اچوي تر څو پښتانه د نړيوالو او خپلو پښتنو په ذهن کي د بشريت دوښمنان معرفي کړي او ورسته په همدې پلمه تجزيې ته لاره هواره کړي.
    پښتانه د نورو خلګو سره هيڅ توپير نلري بيله خوشباوري ،صداقت ، ميړاني او وطنپرستي څخه ،ځکه نو زموږ د خاوري او کلتور دوښمنان داسي خلګو ته دسيسې او پلمې جوړوي تر څو دا زړه ور افغانان په فزيکي او رواني ډول له مخي ليري کړي !!!
    ډير پځوا وختو کي انګريزانو ويل چي پښتانه د انګريزي امپراتورۍ(برتانوي هند ) ساتونکي دي ،پښتنو تل د تزاري روس د لښکرو په مخکي ځانونه سپر کړي وه او روسانو ته يې د امو سيند څخه د تيريدو مخه نيولې وه، چي وروسته يې په همدې علت افغانستان د حايل(بوفر زون) په حيث وباله.
    ۱۳۵۷دثور د پاڅون وروسته افغانستان نور حايل (بوفر زون) نه وه ! ځکه نو نړېوال سرمايداري بلاک چي په سر کي يې د انګريز او امريکا استخباراتي انستيتوتونه او پوهنتونونه وه ،په سوچ او فکر کي سوه ،چي پښتنو دوه سوه پنځوس کاله د روسي لښکرو مخه نېولې وه چي غوښتل يې د هند سمندر ته ځان ورسوي،خو د خلق ډيموکرتيک ګوند پواسطه د شوروي اتحاد دولت او د وارسا تړون سره دوستي کول دپښتنولپاره د سر په بيه پای ته ورسيده،او دا دی درېنيمو لسيزو ته د پښتنو جنوسايد ورسيد.
    دا ټولي بابولالي مي ځکه وليکلې چي د پښتنو نصيب په وينو لړلی دی!
    پرون د ناټو په طرفداري مړه کيدو،محوه کيدو اوسې پر ضد د مځکي د مخه په په ډير بې رحمانه شکل ورکيږو.
    چي ايران او پاکستان غوندي بې رحمه او مضر ګاونډيان او دهغوۍ تالۍ څټي ولرو ، تاريکي ورځي مولآ په مخکي دي.
    خو که پښتانه پر يوه منور مرکزيت سره راټول سي ،نور اتنيکي ګروپونه هم پر دوۍ را ټوليږي د خارجيانو دسيسې کم تاثيره کيږي او د خپلواک ، واحد او سمسور افغانستان هيلي را ژوندۍ کيږي.

    صابرارمان

  9. ګرانه مراد جانه .
    افرین شه او په تا شه خکه چی باید خپلی غلطی ته څه نا څه متوجه شو همدا ټولی نیمګرتیاوی په پښتانه بیچاره ګانو کی شته الله دنور دوی لدی بدبختیو وژغوری اوستا دا تبصره د ورته دوا وګرځوی امین

  10. زما په فکر دادی سیاستوال د خبرو لنډ ځواب دادی چه امریکا باید دتور او سپین نسل لپاره دوه ځایه وویشل شی او یا په ایالتونو تقسیم کړی شی ترڅوهرنسل یا هر ایالت ته خپل خق وراسیږی او یو ځان ته د خپلی خوښی دولتونه جوړ کړی او بل پاکستان باید څلور ځایه تقسیم کړی شی ترڅو بالوڅیانو ته خپل خق پښتانوته خپل خق سندیانو ته خپل او پنجابیانو ته خپل خق ورکړی شی دوی باید افغانستان ته دومره زړه اونه خوری افغانان په خپلوکی ښه سزه پوهیږی ډیر زر سره یو کیدای شی

  11. همدا اوس په واشنګټن کې د طالبانو او امریکا ترمنځ پټې خبرې روانې دي، چې د همدا ډول وېش بوی ترې راځي.
    زه د یو شمېر طالبانو پر وطندوستي شک نه لرم، خو پاکستان به کوښښ وکړي، چې ددوی د یو شمېر مشرانو په تطمیع سره افغانستان له ورته یوه حالت سره مخامخ کړي. د امریکا ډپلوماسي او سیاست ددغه هېواد له رسنیو اعلانیږي، نو د امریکايي رسنیو دا ډول تحلیلونه باید بابیزه ونه ګڼل شي.
    طالبان او نورې ډلې باید دې ته هوښیارې وي، چې امریکا نه ددوی خیر غواړي او نه د افغانستان د حکومت. هغوی افغانستان ته شوم پلانونه لري، خدای مه کړه دوی تاسې تېرباسي، چې افغانستان پرې تجزیه شي
    دې کې شک نشته، چې طالبان وطنپالي دي، خو په دې کې هم شک نشته، چې په سیاست او ډپلوماسي نه پوهیږي. د نړۍ د سترو قدرتونو په جال کې راښکیل دي او دوی باید دې مسالې ته حساس او متوجه وي

  12. ګرانه مراد او سعد الله زه پوهیږم چی تا دا خبری د زړه له درده کړی دی مګر ستا خبری په ټولو پښتنو نه تطبق کیږی ګرانه اول خو دا چی د طالبانو په جنګ کی پښتانه دیر زوریږی او د مینځه ځی نه نور قومونه او بله دا چی پښتانه ټول هغسی چی تاسی یاد کړی نه دی په پښتنو کی همدا اوس ډیر د ویاړ څیری او سوله غوښتونکی خلک شته چی اکثریت د پښتنو همدا خلک جوړوي مننه

  13. تاندوالو او ټولو درنو لوستونکو ته سلامونه او ښې پیرزوینې ——– لمړی تر هرڅه غواړم ووایم چې د افغانستان د تجزیه کیدو ارمان که د پاکستان او یا طالیبانو وي چې د پرونې تور مخې پنجاب په غلامۍ خوشالیږي (که داسې وي) او که دامریکا او یا شمال ټلوالې وي چې دایران په مزدورۍ کې خپل راتلونکی ژوند په خوشالۍ تیر کړي او یا که ددوۍ نه غیر دکوم بل چا وي دروژې د مبارکې میاشتې په برکت دې دا ارمان ګور ته یوسي او شرمنده او مخ تور دې شي آمین ثم آمین ۰ دلته یادونه شوې چې نور قومونه غواړۍ په آرامۍ ژوند وکړي او خپلې زده کړې او نور اونور ۰۰۰خو زما پوښتنه دا ده چې دا اوس دغه قومونه څه کوي؟ ایا همدا اوس هم خپلو مزو چړچو ندې لګیا ؟ په افغانستان کې دننه که یې وګورې زده کړې دوۍ کوي عصري او پر مخ تللی ژوند دوۍ لري په بهرني بورسونو کې دوۍ کاندیدان وي هند ، ترکیه ، روسیه او اروپایي هیوادونه ټول په هزاره او تاجکو ډک دی او دا لا څه چې دمهاجر په نوم هم بهر ته ولاړ شي ددوۍ امتیاز ډیر دی ځکه هلته بیا په مرکو کې پښتانه ټول واکداران کړي او ځانونه هغه لږکی قوم کړي چې دپښتنو دلاس لاندې او په بدبختو د ظلمونو پسې ظلمونه دي خو بلا ورپسې دلته خبره د پښتنو ده یو خو دې طالیبان هم خیر یوسي داسې ټاپه یې پې لګولې ده چې پښتانه دسره ښځه په انسانانو کې نه حسابوي چې زه د یوې پښتنې په صفت دا بیخې ردوم ښځې ته حقوق داسلام دمقدس دین د راتګ سره ورکړل شو تاسې وګورۍ چې کله په پیغمبر اکرم (ص) باندې په لمړي ځل وحې نازل شوه دهغه حضرت دپاره الله تعالی ښځه (بي بي خدیجه (رض) د ډاډ او ملګرتوب د پاره مقرره کړې وه چې لمړنی نفر ؤ چې ایمان یې هم راوړ بي بي عایشه (رض) يې بله بیلګه چې تر ټولو زیات نبوي احادیث د غې نه رانقل شویدي ۰ دا خو دې دښځو حقوق شاعر وايي : دپښتو فطرت مې دومره اسلامي دی ٭٭٭ که اسلام نوی نو ی نو هم به مسلمان وم ۰۰۰ که د افغانستان تاریخ ته وګورو نو احمد شاه بابا او میرویس نیکه د خپلو میندو زرغونې انا او نازو انا د دعاګانو سره دهغوۍ مشورې هم اخیستلې څوک وایي چې پښتانه ښځو له حق نه ورکوي او څوک وایي چې پښتانه ناپوهه دي ایا عبدل احد مومند پښتون نه ؤ چې فضا ته جګ شو او پښتو ژبه یې د هغه شپږو فضایي ژبو په ګروپ کې راوسته چې د فضا نه پې خبرې شویدي او داسې ډیر لیاقتونه نن هم پښتانه لري خو د پښتو او پښتنو دښمنان دومره ډیر دي چې یو خوا ته غلي شي بل خوا ته راپیدا شي او د له منځه وړلو دپاره یې ډول ډول پیلانونه جوړ شوي دي چې الله تعالی دې بریالیتوب ته ونه رسوي ۰د پښتنو ټوله کمزوري بې اتفاقي ده او پردو تل ددغه کمزورۍ نه ګټه اخیستلې ده خو نن ټولو پښتنو له پکار دي چې دقلم پواسطه پاکه او سپیڅلې مبارزه وکړي د خپل لوی قوم ،ژبې او ګران افغانستان د ژغورنې په خاطر سره لاسونه او اندونه یو کړي او یوازې او یوازې ملې یووالی خپله موخه وګرځوي تر څو دد وطن ددښمنانو ټولې شومې دسیسې شنډې کړي نن د ټوپک پواسطه هیڅ هم لاس ته نه راځي یوازې قلم او کاغذ باید وکارول شي په لوی او ښایسته افغانستان کې د سولې او امن په هیله

  14. طالبان امریکا یواځی او یواځی په ټول کی د پښتنو د ځپلو وژلو بي کوره کولو ، د تعلیم نه د لری کولو ، د بدنامولو، او په پښتنی سیمو کی د بدبختی پیدا کولو لپاره جوړ کړیدی او هم هغسی پلانونه لګیا دی تطبیقیږي
    زه نه پوهیږم چي ددوی ولي په دي خبره سر نه خلاصیږی همدا پښتانه وو چي د ۹۵٪ افغانستان خاوندان یی کړل او خپل دولت یی ددوی په مټ جوړ کړ او اوس هم هغه پښتانه نه پریږدی تر څو پوري چي دغه قشر د پښتنو له منځه لري نه شی ټول عمر به پښنانه همداسی کړیږی دا خبره تاریخ ثابته کړی ده

  15. مراده که د غېر پښتنو نه ستا مطلب تاجک، ازبک او هزاره وی ؟ نو هغو ته مه خفه کیږه ځکه چه هغوی په مزو او چړچو کې دی تباه کیږی پښتون او هغه ځکه چه پښتون د چا غلامی نه منلی او نه ېی منی.که چېرې ېو نیم غلام لکه کرزی په کې پېدا کیږې هغه خامخا حرامی وی او د پښتنو دښمنان چه هغه هم ټولو ته معلوم دی له داسې حرامېانو د پښتنو په ضد کار اخلی. اوس چه په لوی لاس د پښتون قوم ټول وژنه پیل شوی ده، ته هغه نه وینې او دا وینې چه پښتانه غلامان دی. ته خو ما ته پښتون نه ښکارې او که چېرې پښتون هم ېی نو د کرزی په شان به وې.

    پښتنو ته په درناوی

  16. ډېرې قدرمنې خورې زوېا هیلا: الله د دعا قبوله کړه. زه به دعا کوم چه الله د ستا عمر زیات کړې چه ستا پښتانه ستا په خبرو سره ېو شی .

    په پښتنه مینه

ځواب ورکول afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *