تاند- د افغانستان د فوټبال ملي ټیم به د جنوبي آسیا د فوټبال د اوولسمې دورې د طلايي کپ د سیالیو په دوهمه مسابقه کې نن له سریلانکا سره مخامخ شي.

د جنوبي آسیا د فوټبال په لومړۍ سیالي کې بوتان ته درې پر صفر ماتې ورکړې وه خو ګومان کېږي چې له سریلانکا سره به یې نننۍ مسابقه یو څه سخته وي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې روزونکی یا کوچ وايي چې د سریلانکا په وړاندې به افغان لوبغاړي له نوي تاکتیک سره میدان ته ووځي.

 ښاغلي کارګر وویل چې نن به د سریلانکا په وړاندې په لوبه کې، چې د افغانستان په وخت د مازدیګر په څلورنیمو بجو پیلېږي، ځینې افغان لوبغاړي چې په تېره لوبه کې موجود نه وو په لوبه کې شامل شي.

ښاغلي کارګر د سریلانکا په وړاندې په لوبه کې به بیک منصورفقیریار او دوه فاروردان بلال ارزو او سنجر احمدي شامل وي چې په تېره مسابقه کې نه ول.
د جنوبي آسیا په فوټبال سیالیو کې چې دا ځل د نیپال په کوربه توب پیل شوي افغان ټیم په بي ګروپ کې له بوتان ، سریلانکا او مالدیف سره جوړه شوی.

د افغانستان ټیم په اوس وخت کې په خپل ګروپ کې د بوتان په وړاندې د درې پر صفر بریا په نتیجه کې دویم مقام لري ځکه چې د بي ګروپ لومړی ځاي د مالدیف او سریلانکا له لوبې وروسته چې په لسو ګولونو مالدیف ګټلې مالدیف ته ځانګړی شوی.

د جنوبي اسیا د فوټبال له تېر دور څخه افغانستان دویم مقام ګټلی و.

One thought on “د افغانستان د فوټبال ملي ټیم له سریلانکا سره مخامخ کېږي”
  1. په تېره لوبه کي چي له بوتان سره وه فکر کوم چي دغه دواړه کسان(بلال ارزو او سنجر احمدي) ګډون درلود ها سنجر احمدي خو مي ډیر ښه په یاد دی چي د لوبې په دوهم پړاوو کي دلوبي میدان ته را ولاړ سو.

ځواب ورکول نعمت الله حساس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *