تاند- د افغانستان او پاکستان د فوټبال ټیمونه به د روانې فبرورۍ په شپږمه / راتلونکې جمعه/ په لاهور کې مخامخ شي.

پاکستاني رسنۍ وايي افغان ټیم برلاسی ښکاري ځکه چې د افغانمستان لوبډله ړ نړیوالې درجه بندۍ په لیست کې تر پاکستان ۴۶ وړاندې ده.

پاکستان په دغه فهرست کې په نړۍ کې ۱۸۸ ځای لري. خو افغانستان ۱۴۲ دی.

تر دې مخکې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په کابل کې پاکستان ته درې پر صفر ماتې ورکړې وه.

خو دا ځل د افغانستان د فوټبال ټیم په داسي حال کې له پاکستان سره مخامخ کېږي چې د افغانستان د ټیم کوچ یا روزونکی په هند کې بستر دی او کیپتان یې هم په مسابقه کې ګډون نه شي کولی.

افغانستان د کرکټ په وروستۍ دوستانه مسابقه کې، چې د دواړو هیوادونو د الف ټیمونو ترمنځ په پاکستان کې د دوو هیوادونو د مشرانو په حضور کې وشوه، پاکستان ته ماتې ورکړه.

«حمید یوسفزی»، «بلال آرزو»، «کاوش حیدرۍ»، «محبوب الله»، «احمد فرشاد»، «فرزاد عطایی»، «محمد افشار»، «مجتبی فیض»، «سید نوید»، «مسعود هاشم»، «آرش حنیف»، «رامز نورزی»، «فردین حکیمی»، «فیصل شایسته»، «معروف محمدی»، «محمد احمدی»، «رفیع بارکزی»، «محمد انور»، «مصطفی ځاځی»، »سید علی ناصر»، «امرالدین شریفی»، «محمد رضا رضایی»، «زین الدین شریفی»، «پرویز»، «مصطفی افشار»، «جلال الدین شریعت‌یار» و «محمد هاشم» د افغان ټیم لوبغاړي دي چې پاکستان ته تللي دي..

One thought on “د افغانستان د فوټبال ټیم پاکستان ته لاړ”

ځواب ورکول wahidullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *