تاند- د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د جنوبي اسیا د فوڼبال په لومړۍ نیمه پایلوبه کې کوربه هیواد نیپال ته یو پر صفر ماتې ورکړه او پایلوبې ته بریالی شو.

نیپالیانو ډېره هیله لرله چې په خپله خاوره کې به افغانستان ته ماتې ورکړي خو افغان لوبغاړي سنجر احمدي د لوبې په لسمه دقیقه د نیپالیانو هیلې مړاوې کړې.

افغانستان به د هند او مالدیپ ترمنځ د دوهمې نیمه پایلوبې له ګټونکې ټیم سره په پایلوبه کې مخامخ شي. د هند او مالدیپ مسابقه د چهارشنبې په ورځ کېږي.

افغان لوبغاړو د ګول له وهلو وروسته دفاعي لوبې ته مخه کړه او نیپال ته د ګڼو حملو موقع په لاس ورغله خو افغان ګولکیپر او دفاعي لیکې اجازه ورنه کړه چې نیپالیان لوبه مساوي کړي.

افغان ګولکیپر په اته اتیایمه دقیقه د پنالټي شوټ راوګرځاوه.

افغان روزونکي خوشالي کوي
افغان روزونکي خوشالي کوي

سعودي حکم د افغانستان د ګولکیپر د توپ نیونه فول وګڼله او د افغانستان پرضد یې پنتالټي ورکړه. ګولکیپر توپ ونیوه خو سعودي حکم د توپ نیونه ونه منله او یوځل بیا یې نیپال ته د پنالټي ویشتلو چانس ورکړ خو دوهم شوت هم افغان ګولکیپر ونیوه.

د لوبې د نوي یمې دقیقې په پای کې حکم د اوو دقیقو اضافي وخت پرېکړه وکړه، په دغو اوو دقیقو کې د افغانستان ټیم تر زیات فشار لاندې و خو افغان لوبغاړو مقاومت وکړ او سره له دې چې د ګول وهلو یو چانس یې له لاسه ورکړ خو لوبه یې یو پر صفر د ځان په ګټه پای ته ورسوله.

افغانستان د دغو لوبو په لومړي پړاو کې د نیپال او سریلانکا ټیمونو ته ماتې ورکړې وه.

په مسابقه کې د افغانستان د یوه بیک فرزاد غلام عطايي سر ژوبل شو، له ژوبلېدو سره سم بې سده شو او روغتون ته ولېږل شو.

افغانستان په ۲۰۱۱ میلادي کال هم په نیمه پایلوبه کې نیپال ته یو پر صفر ماتې ورکړې وه.

3 thoughts on “د افغانستان د فوټبال لوبډله پایلوبې ته بریالۍ شوه”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د افغان ولس ته د دغه لوی بري مبارک وايم او په راتلونکې لوبه کې د بري تمه ورته کوم. تر چلتار لاندې په صفر کې ضرب شوي او د پينګوين په جامو آراسته سعودی ريفري ليا په فوټبال کې هم له افغان ولس سره تربګني کوي، خو الله دغه مړ سترګي وشرموي! افغان ولس ته بيا د بري مبارکي وايم.

    معه سلاموکم الاهلول صابرين
    ملا ميوند آخوند

  2. ټولو افغانانو ته د زړه له کومی ددی بریا مبارکی وایم الله دی افغانان تل سرلوړی لره او د تعلیم په درشل کی هم بریالی لری

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *