ښاغلی ارینزی

لیکنه: احسان الله آرینزی

څو ورځې مخكې د افغانستان فوټبال ملي ټيم، په نيپال كې د جنوبي آسيا په فاينل لوبو كې، د هندوستان ملي ټيم ته ماتې وركړه او په دې توګه يې، د لومړي ځل له پاره د دې سيمه ييزه لوبو اتلولي وګټله.

افغانستان، پاكستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانكا، مالديو، نيپال او بوتان د جنوبي آسيا هېوادونه د سارك SARRK غړي دي. سارك د دې هېوادونو د سياسي- اقتصادي همغږۍ ستره ټولنه ده چې په خپل څنګ كې اقتصادي، فرهنګي، هنري او ورزشي څانګې هم لري.

cricketد فوټبال كومه سيالي چې دوه اونۍ مخكې په نيپال كې پاى ته ورسېده او افغانستان پكې اتلولي وګټله، د همدې فعاليتونو يوه ښه بېلګه بلله كېږي.

په هغه شپه چې افغانستان هند ته ماتې وركړه ، د هېواد وضع ناڅاپه بدله شوه. په لسګونو زره خلك واټونو ته ووتل او په ډېره هېواد پاله روحيه يې د خپلو ځوانو ورزش كارانو حماسه وستايله! د ژوندي دې وي افغانستان غږونه واورېدل شول او ځوانانو په زرګونو ملي بيرغونه ورپول.

كه څه هم  چې په هغه نه هېرېدونكې شپه كې ځينو نامسووله كسانو ډزې وكړي او ښاريان يې مشوشه كړل؛ خو داسې ښكارېده چې دې بري زموږ د جګړه ځپلو او ستومانه خلكو په ژوند كې يوه نوې سا پوه كړه، رژيدلي او مړاوي اميدونه بيا ژوندي شول، په ځان باندې د باور روحيه پياوړې شوه او د ملي يووالي چيغې اوچتې شوې.

دا دى په داسې حال كې چې په جنوبي اسيا كې د افغانستان د فوټبال د ملي تيم د اتلولي خوشالي لا روانه ده، په افغانانو بل زيرى وشو.

دا ځلې د افغانستان د كركټ ملي ټيم په شارجه كې كينيا ته ماتې وركړه او د لومړي ځل له پاره يې په هغه نړيوالو لوبو كې د ګډون چانس تر لاسه كړ چې په 2015  كې په استراليا او نوي زيلند كې كېدونكې دي.

په افغانستان كې يوه لوبه شته چې خلك (توپ ډنډه) ورته وايي. كېداى شي چې همدا توپ ډنډه د اوسني كركټ لومړنۍ بڼه وبلل شي. وېل كېږي چې د نولسمې پيړۍ په دوهمه نيمايي كې چې انګليسانو په افغانستان دوهم ځلې (1880-1878) يرغل كړى و، په كابل كې د افغاني ځوانانو او انګليسي سرتېرو تر منځ داسې لوبه كېده چې احتمالاً نن (كركټ) بلل كېږي.

په هر صورت كه كركټ له توب ډنډې څخه پيل شوې وي، كه نه، اوس يوه نړيواله لوبه ده چې په كامنولټ هېوادونو كې ډېر پلويان او ليدونكي لري.

په افغانستان كې دېرش كاله مخكې چا كركټ نه پېژاند؛ خو پاكستان ته د لكونو افغانانو مهاجرت او د رسنيو او اړيكو پراختيا او پياوړتيا، كركټ په افغانستان كې په داسې يوه لوبه بدله كړه چې اوس ډېر مينه وال لري.

په هغه مازديګر چې د افغانستان كركټ ملي ټيم د عربي متحده اماراتو په شارجه كې، د كينيا پياوړي ټيم ته ماتې وركړه، د هېواد وضع يو ځلې بيا بدله غوندې شوه، په لسګونو زره خلك په كابل، كندهار، ننګرهار، خوست او ډېرو نورو ښارونو او كليواله سيمو كې له ډولونو سره واټونو ته راووتل او يو ځلې بيا يې په ډېره هېوادپاله روحيه، د خپلو بچيانو حماسه وستايله، د ژوندي دې وي افغانستان غږونه واورېدل شول، ځوانانو ځانونه په اتڼونو ستړي كړل او ملي بيرغونه ورپول شول!

ولسمشر حامدكرزي د كركټ اتلانو ته د بري مباركي وويله او هيله يې ښكاره كړه چې افغانان نور ستر بري هم ترلاسه كړي.

د كركټ ملي ټيم دا ستر برى يوازې يو سپورتي برى نه؛ بلكې د يوه سرلوړي خو ځپل شوي ولس د پاځېدو او په پښو ودرېدو زيرى دى. داسې وزرشي برياوې روانې، ټولنيزې، سيالي او فرهنګي اغېزې لري، كومه ملي روحيه چې د افغانستان د فوټبال او كركټ د ملي ټيمونو د بريو په ورځو كې، د افغانستان سپين ږېرو او ځوانانو، ښځو او نارينه وو، لوستو او نالوستو، پوځيانو او ملكيانو او لنډه دا چې ټولو خلكو نندارې ته كېښوده، د هېواد په اوسني تاريخ كې سارى نه لري. د بريو په دې تاريخي ورځو كې زموږ خلكو له ولسمشره تر وروستي هېوادواله پورې، خپل ستروالى وښود او دا يې ثابته كړه چې له ډېرو ستونزو، كړاوونو او ناخوالو سره_ سره د ملي يووالي د ساتلو او پياوړتيا هېلې، وس، اراده او ژمنه شته.

په شارجه كې د افغانستان د كركټ ملي ټيم بري، دا ځلې د نړۍ په نامتو ورځپاڼو، برېښنايي پاڼو او خبرونو  كې وړ ځاى وموند، د الجزيرې او سكاى سپورتس ټلويزيونونو دا خبر په تفصيل خپور كړ او تبصرې پرې وشوې او د كركټ نړېوالې شورى، د افغانستان كركټ فدراسيون ته يو مليون ډالر جايزه وركړه.

د افغاستان كركټ ملي ټيم به له دې بريا وروسته د پاكستان، هندوستان، انګلستان او نورو سترو هېوادونو له ټېمونو سره لوبې كوي.

دې بري او بېساري هركلي  وښوده چې د افغانستان خلك او په تېره بيا ځوان نسل، د يو شمېر مافيايي كړيو، ټوپكيانو، د پرديو د مزدورانو او د افغانستان د ملي هويت د دښمانانو د هڅو سره سره مخ په وړاندې روان دي او نوې برياوې تر لاسه كوي.

سمدلاسه دې د كركټ ملي ټيم بريا د افغانستان ټولو خلكو، د كركټ او د ورزش ټولو فدراسيونونو، د كركټ ټيم ځوانو لوبغاړو او د دوى كورنيو ته مبارك وي. هيله ده چې دا برياوې بيا بيا تكرار او د خلكو په شونډو د خوشالي او بري موسكاوې تلپاتې شي!

2 thoughts on “د افغانستان د كركټ ملي ټيم بريا دې هم مباركه وي”
  1. محترم اریاینزی صاحب ته له هر څه د مخه خپل دمینی او محبت څخه ډک سلامونه وایم
    محترم اریاینزی صاحب واقیعا چی دیر شه لیکنه یی کړی ده الله د صحتمنده لری او خدای پاک د مونږ ته توفیق راکړی ترڅو د اریاینزی صاحب لار تعقیب کړو

  2. دروند او د قدر وړ آرینزۍ صاحب مننه دښکلې لیکنې نه مو . کورنۍ ته مو سلامونه . د ناروې نه ستاسو خیرخواه

    وطنیار ج

ځواب ورکول رحمت الله رحمانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *