تاند- د افغانستان د ملي امنیت رييس محمد معصوم ستانکزي پرون /دوشنبه/ په دوحه کې د قطر له صدراعظم شیخ عبدالله بن ناصر بن خلیفه الثاني سره وکتل.

ښاغلی الثاني د قطر د کورنیو چارو وزیر هم دی.

د ګلف ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې ښاغلي ستانکزي او ورسره ملګري پلاوي د قطر له صدراعظم او کورنیو چارو وزیر سره پر بېلابېلو مسلو خبرې وکړې.

دې قطري سرچینې د دواړو خواوو د خبرو نور جزییات نه دي څرګند کړي.

خو په نورو راپورونو کې ویل شوي چې د افغانستان د ملي امنیت ريیس محمد معصوم ستانکزي له قطري چارواکي سره، چې هیواد یې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، د افغانستان د سولې د پروسې او په دې برخه کې د قطر د رول په اړه خبرې وکړې.

قطر نه یوازې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی بلکې د ګوانتنامو له زندانه د یو شمېر پخوانیو او تازه خوشي شویو طالبانو کوربه هم دی.

د قطر له صدراعظم سره د افغانستان د ملي امنیت ريیس په داسي حال کې ولیدل چې وسله والو طالبانو په کابل کې د اردو او پولیسو په شمول شاوخوا ۳۰ تنه په دوو انتحاري حملو کې ووژل او تر ۹۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.

له دوو انتحاري حملو څو ساعته وروسته د دوشنبې د ورځې په پای کې طالبانو پر یوه مېلمستون برید وکړ.

One thought on “د افغانستان د ملي امنیت ريیس د قطر له صدراعظم سره د سولې پر بهیر خبرې وکړې”
  1. اعتبار چی په عرب کوی نادان دی
    د عربو شیطنت څومره عیان دی
    خپله بروت د کافرانو په لمن کی
    مونږ ته وایی چی کافر کله انسان دی
    دوی امید د خلافت په ټول جهان کړي
    خو عسکر یی د دی خاوری خوار افغان دی
    تر هغو چی يی چلتار تړلی نه وی
    د عربو مخکی کله مسلمان دی
    له عربه چی څوک تمه کړي احمق دی
    لاس ددوی دی چی مو دغسی ګذران دی
    د عربو ذکاتونو ملک راوران کړ
    لاس ددوی دی چی بادار مو پاکستان دی
    زه زخمی د کابلی رستم غلام یم
    کابلی رستم زمو نږه قهرمان دی

ځواب ورکول babrak ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *