تاند- د افغانستان د ملي امنیت شورا د ولسمشر غني د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب د استعفا اوازې رد کړې.
پرون په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګنې ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار له دندې ګوښه کړی او غواړي چې ژر د سولې د عالي شورا د دارالانشا رييس عمر داودزی د هغه پر ځای وګوماري.
خو د ملي امنیت شورا نن /چهارشنبه/ وویل چې محب خپلې دندې ته دوام ورکوي او په دې اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه فېسبوکي اوازې دي.
وروسته له دې چې محب تېره اوونۍ په واشنګټن کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایسرای وباله او هغه یې تورن کړ چې د ځان د واک ته رسولو هڅه کوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت عکس العمل وښود، ویې ویل چې پر زلمي خلیلزاد اعتراض د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت اعتراض دی.
پرون رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو په قول وویل چې امریکا له ښاغلي محب سره هر راز تماسونه پرې کړي دي.
د ښاغلی محيب خبره ډیره غټه خبره نه وه خو امریکایانو تری غټه خبره جوړه کړه۰
بیا هغه امریکا چه وایی مونږ په نړی کی تر ټولو ښه د بیان ازادی لرو.
خبره بله ده خو په محیب ورواښته.