د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز
څو ورځې وړاندې روسي الوتکو په بدخشان شمالي ولايت کې د افغانستان هوايي حريم مات کړ. د دې ترڅنګ د هېواد بېلابېلو رسنیو د یو شمېر لوړپوړو چارواکو له خولې داسې رپوټونه هم خپاره کړل، چې د شمال په یو شمېر ولایتونو کې ناپېژاندې الوتکې ناستې دي او ناپېژاندو وسلهوالو ته یې وسلې ورکړې دي. خو افغانستان د نړيوالې ټولنې له ميلياردونو ډالرو مرستو سره سره، د هوايي حريم د ساتنې په برخه کې له پراخو ستونزو سره مخ دی.
د افغانستان د هوايي حریم ساتنه؛ هغه هم داسې مهال یوه ستره ننګونه بللی شو، چې د هېواد په زړه کابل کې او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې خونړۍ چاودنې کېږي. د کابل (زنبق څلورلارې او وزير اکبرخان مېنې ترمنځ) ديپلوماتيکه سيمه کې د تېرې اوونۍ خونړۍ چاودنه یې وروستۍ بېلګه ده، چې له ۸۰ زياتو بېګناه ملکي وګړو خپل ژوند پکې له لاسه ورکړ او شاوخوا ۳۵۰ نور ټپيان شول.
دا چې په افغانستان کې د هوايي حریم ساتنه د چا دنده ده، په افغانستان کې د هوا ساتنه څرنګه کېږي، آیا زموږ هوايي حریم خوندي دی؛ او په دې لړ کې له کومو ستونزو سره مخ یو؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو دلته ځواب کړې دي.
په افغانستان کې د هوا ساتنه
د افغانستان د هوا ساتنه په دوو برخو کې کېږي؛ لومړی د افغانستان ملکي هوايي چلند او دویم نظامي هوايي چلند دی. په هېواد کې دريو لسیزو جګړو او ناامنیو دغه دوې برخې ډېرې اغېزمنې کړې.
له ۲۰۰۱ کال وروسته، امريکايي او ناټو ځواکونو د نورو ډګرونو په څېر د افغانستان د هوايي حریم کنټرول هم په خپل لاس کې واخیست او دوی بیا د هوايي حریم مدیریت اړوند چارې د یوه تړون له مخې، یوې نړیوالې کمپنۍ ته وسپارلې. د دې ترڅنګ نظامي هوايي چلند هم د دوی په لاس کې و.
افغان پارلمان، «د افغانستان د ملي هوايي چلند قانون» د ۱۳۹۱ کال د سنبلې په ۲۸مه تصویب او بیا پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۱۳۹۱ کال د لړم په ۸مه نېټه توشیح کړ. د همدغه قانون له مخې په هېواد کې د ملکي هوايي چلند اداره رامنځته شوه. په بل اړخ کې په رسمي توګه د هوايي حریم خونديوالی د افغانستان د ملي دفاع وزارت دنده ده.
د اهميت له پلوه، د افغانستان پر هوايي حريم د تېري او ماتولو د مخنيوي ترڅنګ، د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان پر هوايي حريم هره ورځ کابو ۴۰۰ پروازونه تېرېږي او افغانستان پر هر پرواز ۵۰۰ ډالر حق العبور اخلي، چې د کال تر ۵۰ مليون ډالره زيات عايد کېږي.
د افغانستان ملکي او نظامي هوايي چلند
د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وروسته له هغه رامنځته شوه، چې کله له ۲۰۰۹ کال وروسته د امریکا او افغان حکومت د تګلارو له مخې، په تدریجي توګه په یو شمېر برخو کې ډېری مسؤولیت له بهرنیانو څخه افغان لوري ته سپارل کېده او له مخې یې باید د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغانستان ته د فضايي حریم د تنظیم مهارتونه او کنټرول هم انتقال شوي وی. خو د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د سرمفتش اداره (سیګار) او د اداري فساد پرضد د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې او ګډې کمېټې د راپورونو له مخې، له ۲۰۰۲ کال راهیسې د ۲۰۱۴ کال تر پایه امریکايي بنسټونو په ټولیز ډول تقریباً ۵۶۲.۲ میلیون ډالره په افغانستان کې د ملکي هوايي چلند پر اړوندو فعالیتونو لګولي؛ مګر بیا هم امریکا ونه شو کړای چې له ژمنې سره سم د افغانستان د ملکي هوايي چلند پرسونل، په تېره بیا د هوايي ترافیک کنټرولوونکي د ۲۰۱۴ کال تر پایه وروزي. دلچسپه دا ده، چې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې هم د سیګار دغه راپور ومانه.
په بل اړخ کې، په نظامي توګه د هېواد د هوايي چلند نظام تر ډېره د امریکایانو په لاس کې دی. له همدې ځایه ده، چې د مشرانو جرګې یو شمېر غړو هم تېره اوونۍ وویل، د افغانستان هوايي حریم د امریکا په واک کې دی. دغه راز په هوايي چارو کې د افغانستان د لوی درستیز مرستيال هم یو کال وړاندې د فضايي حریم د کنټرول په برخه کې وویل چې تراوسه هېڅ عملي اقدام نه دی شوی او افغان حکومت یوازې د پروازونو ښکته او پورته کېدل اداره کوي.
آیا زموږ هوايي حریم خوندي دی؟
که څه هم افغان حکومت په ۱۳۹۲ کال کې ویلي وو، چې په دوو کلونو کې به د هوايي حریم کنټرول په بشپړه توګه په خپل واک کې واخلي؛ خو لا تر اوسه افغان حکومت په دې نه دی توانېدلی. د ملي یووالي حکومت پرمهال هم د اشرف غني تر مشرۍ لاندې په ملي امنیت شورا کې د فضايي حریم د کنټرول په تړاو بحثونه وشول او په دې تړاو د یوه کمیسیون د جوړېدو غوښتنه هم وشوه.
د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزیر د معلوماتو له مخې، تر ۱۳۹۴ لمريز کال پورې، په هېواد کې د فضايي حریم د کنټرول په موخه ۷۰ متخصصینو ته اړتیا وه، خو هغه مهال افغانستان یوازې ۷ داسې متخصصین لرل او افغان حکومت د یوه بهرني شرکت له مرستې پرته کدري او تخنیکي ظرفیت نه لري، چې فضايي حریم کنټرول او اداره کړي. د افغان وزیر په اند، دوی به شاید له ۳ څخه تر ۵ کلونو پورې وخت ته اړتیا ولري، چې له یوه بهرني شرکت پرته د افغانستان ملکي هوايي حریم کنټرول کړای شي.
که څه هم په ۱۳۹۴ کال کې د هېواد د هوايي حريم د کنټرول چارې رسما د ملکي هوايي چلند ادارې ته وسپارل شوې؛ خو هغوی بيا هم د بهرنيانو له همکارۍ پرته د دې چارې جوګه نه وو. همدا لامل دی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې افغانستان د هوايي حریم د ساتنې په برخه کې له ډېرو ننګونو سره مخ دی. دغه ننګونې تخنیکي، د وسایلو کمښت، له نورو ارګانونو سره کمه همغږي او اداري فساد دي.
له کدري ظرفیت وراخوا، په هېواد کې ځینې تخنیکي او د وسایلو نه شتون هم هغه لامل دی، چې د هوايي حریم خوندیتوب یې نه دی تضمین کړی. په نظامي توګه د هوايي حریم د تضمین په تړاو اساسي کار د بهرنیو او ناپېژاندو الوتکو پېژندل او بیا د دغو الوتکو د تګ راتګ مخنیوی دی. د پېژندلو په برخه کې، هېواد پرمختللي راډار سیستم ته اړتیا لري. په همدې موخه د افغانستان د هوايي چلند د خپلواکې ادارې مسؤولينو تېره میاشت په هېواد کې د راډار سیستم د فعالولو په تړاو جرمني ته سفر وکړ.
د افغانستان د هوايي ځواک پخوانی مشر جنرال عبدالوهاب وردګ هم په دې اند دی، چې د ۱۶ کلونو له تېرېدو سره، هېواد لاهم هوايي دفاعي سیستم نه لري (که څه هم د ده په اند، پالیسي جوړه شوې؛ خو لا تراوسه عملي شوې نه ده). د افغانستان د لوی درستیز مرستيال جنرال مراد علي مراد هم دغه ستونزه درک کوي، او وايي، د افغانستان د فضايي کنټرول په برخه کې ستونزې لري او په دې برخه کې خپل ډېری معلومات د قاطع ملاتړ له ماموريت (ناټو) څخه لاس ته راوړي.
د هوايي حریم د کنټرول یا تضمین په برخه کې دویم ګام د ناپېژاندو/پېژاندو الوتکو مخنیوی دی. دا بیا تر ډېره پر هوايي ځواک او له «ځمکې-څخه-هوا-ویشتونکو» مېزایيلو متکي دی. افغانستان په دواړو برخو کې خورا وروستهپاتې دی. همدا لامل دی، چې د ولسمشر اشرف غني غوښتنه هم له د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه همدا ده، چې د افغانستان هوايي ځواک پیاوړی کړي.
خو له دې وراخوا، پوښتنه دلته زیږي، چې افغانستان د امریکا له متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لري؛ امریکا د نړۍ په کچه د هوايي حریم د ساتنې په برخه کې تر ټولو پياوړی سیستم لري او زموږ په هېواد کې افغان حکومت ته په دې برخه کې معلومات هم ورکوي، نو ولې بیا هم افغان حکومت په دې برخه کې وروسته پاتې دی؟ ولې لا تر اوسه امریکا افغان حکومت سره په دې برخه کې همکاري نه ده کړې؟ او آیا نه غواړي، چې د هوايي حریم د کنټرول تضمین د افغان دولت په غاړه شي؟
د هوايي حریم د کنټرول تضمین ځکه هم ډېر مهم دی، چې له تېرو څو کلونو راهیسې وخت ناوخت داسې راپورونه خپرېږي، چې په هېواد کې د ناپېژاندو الوتکو لهخوا له یو شمېر وسلهوالو مخالفینو سره پوځي مرستې کېږي. که چېرې داسې ونه شي، نو دا به روانه جګړه د افغان حکومت لپاره نوره هم پېچلې کړي.
کور موودان په دې برخه کې باید ژر تر ژره اقدام وشی ځکه زموږ هیواد اوس (دیګ بی سرپوش دی) او په داسې دیګ کې هر څه لویدای شی – مادیوه پخوانی افسر نه چې په نظامی برخه کې ډیر معلومات لري دتيرې چارشنبې د چاودنې به هکله وپوښتل هغه څو دلایلو ته ګوته ونیوله اوددې احتمال یې رد نه کړ چې هغه چاودنه به مزایل یا هوایی بم نه وی