مطبوعاتي اعلامیه

د ۱۳۹۴ لمریز کال ، د سنبلی څلورمه ، کابل ، افغانستان

       داچې په هیواد کې د فقر، بیوزلي او وزګارتیا کچه په لوړیدو ده ، وزګارتیا او بیکاري دیوې لوی ستونزې په توګه د دولت په وړاندې پرته ده.د افغانستان د والیانو ټولنه (اګا)يې په اړه اندېښنه ښیي. دا ټولنه فقر، بی وزلي، او وزګارتیا د افغانستان د امنیت او د افغانانو د ژوند لپاره یو له لویو ګواښونو څخه بولي.

         (اګا) باورلري چی که د هیوادوالو تر منځ وزګارتیا او بیکاري په همدې ډول دوام وکړي له یوې خوا به ځوانان ددولت مخالفینو ته مخه کوي او د دښمن په لیکو کې ځای نیسي او تر څنګ یې جنایي پېښو کچه هم لوړیږي. او له بلې خوا د هیواد نه د باندې په غېر قانوني توګه تللو ته مجبوره کیږي. چې دانساني قاچاقبرو لاس ته لویږي او ژوند یې د خطر سره مخ کیږي.

         د افغانستان د والیانو ټولنه حکومت ته وړاندیز کوي چې په هیواد دننه د کاري فرصتونو او زمینی د برابرولو تر څنګ د هیواد د باندی په هغه هیوادونو کی چی کاری ځواک ته اړتیا ولري د خپلو دیپلوماتیکو نمایندګیو او سفارتونو له لارې افغان کارګرانو ته د کاري فرصتونو او زمینې برابرولو لپاره هڅې تر سره کړي.

د افغانستان د والیانو ټولنې مطبوعاتي دفتر

د افغانستان د والیانو ټولنه

2 thoughts on “د افغانستان د والیانو ټولنې اعلامیه”
  1. محترمو والیان صاحبانو! د طرحه مو هغه وخت چه تاسو والیان واست ولې نه وړاندې کوله او عملي کوله. ملامت نه یاست شاید هغه وخت مو د غریبانو او بې واسطې خلکو پرسرونو پښې ایښي او خپل اولادونه مو په بهر کې د عیش او عشرت ترڅنګ په تعلیم سمبال کړي وي- اوس یې نو د وظیفې غم هم درسره دی ترڅو ددې لارې وکولای شی په دولت کې د نیمه پاتې واسطې په زور په بهر کې ورته دندې هم پیدا کړی. دې ته په ساده پښتو کې وایې چه:په مړه خیټه پاړسي

  2. په پاړسۍ کې یو متل دی چې ( باد از…زدن چارزانو شیشتن)، له څومره کلو وروسته زمونږ د والیانوغریبو ته پام شو.تاسو صاحبانوغوښتل چې ملت په تیره ځوانان غریب وي ، اوس غواړئ چې په دې بانه خپل اوخپلوان بهر ته واستوئ. دبهرنیو چارووزارت خودماوئستانو دکلونو را پدې خوا په ټیکه اخیستئ۰

ځواب ورکول خالده خالد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *