افغانستان په وچه كې راګير هيواد دى، چې د وګړيو (نفوسو) د شمير د زياتوالي كچه په كې 3.88% ( ) ده. اقتصاد يې عمدتاً پر كرنه او مالدارۍ ولاړ دى خو د كرل كيدونكې ځمكې اندازه په هيڅ صورت د خلكو مصارفو لپاره كافي نه ده. د مالكيت د دوديز (عنعنوي) سيستم له مخې ځمكه په كورنۍ (چې په افغانستان كې اجتماعي واحد دى) پورې اړه لري او يوه كورنۍ چې د نفوسو د زياتيدو د چټكتيا له امله پراخيږي او په څو كورنيو بدليږي ځمكه هم پرې ويشل كيږي دې مسئلې د هر وګړي په سر د زراعتي محصولاتو د عايد كچه ټيټه كړې او په دې توګه هر وګړي ته په كال كې د يوې مياشتې خواړه او د ژوند توكي برابرولاى شي. د يوې وروستۍ احصايې له مخې د هيواد له ټول مساحت څخه چې 65222.5 زره هكتاره دى، 39610 زره هكتاره يا 60.7 فيصده يې د كرنې وړتيا لري يعنې (Agricultural Area) ده خو له دې څخه يوازې ۱۲.1 فيصده كرل كيږي. ( )

نو په دې حساب د هيواد د نفوسو لويه برخه وزګاره پاتې كيږي. په دې كې نور فعال عايداتي سكتورونه لكه صنعت، كاني توليدات، سوداګري- اداري چارې- توريزم او نور ډير كمزوري دي او نه شي كولاى د لوى شمير وزګاره بشري ځواك لپاره د جذب ساحه شي. پوښتنه رامنځ ته كيږي چې آيا افغانستان د خپل وګړيو لپاره د كار او ښه ژوند د تاْمين امكانات لري كه نه؟ دلته خوشبيني ډيره ده ځكه له نيكه مرغه افغانستان ګڼ شمير امكانات لري، بډايې طبيعي

زيرمې، مناسب ستراتيژيك- اقتصادي موقعيت، د انرژۍ د توليد لپاره مناسب طبيعي امكانات او د سوداګرۍ لپاره د نړيوال وصل د حلقې حيثيت.

خو دا چې ولې له دې امكاناتو څخه ګټه نه اخيستل كيږي عوامل يې دا دي:

  1. څه كم ديرش كاله تاوتريخوالي، جګړې او مهاجرتونه.
  2. د سواد ټيټه كچه.
  3. پراخې بهرنۍ لاسوهنې.
  4. او تر څو كالو وړاندې پورې د يو ځواكمن قانوني او مشروع حاكميت نه موجوديت.

دلته يوشمير كولتوري- اجتماعي ستونزې هم شته. اوږدې جګړې له افغانستان څخه د كار كولتور واخيست او د ټوپك كولتور يې په ميراث پريښود. ځوانان له كارخانو- مځكو، پوهنتونونو او ښوونځيو څخه سنګرونو ته ولاړل او د قلم- بيل، څټك او كمپيوټر پر ځاى يې ټوپك او مرمۍ د ځآن ګاڼه كړل.

د رالوييدونكي نسل لپاره قهرمان ايډيال جنګيالي- وژونكي ولوټماران شول، ځكه خو دا ګومان په ټولنيزه سطحه پياوړى شو چې د ژوند- بقا او ښه ښكاريدو لپاره بايد متشدد او ځواكمن شو.

بله كولتوري ستونزه د سيال سيستم او قبيلوي سيالۍ موضوع ده. ترڅو كلونو پخوا پورې (او حتى په كليو او بانډو كې اوس هم) كار كول كسر شان ګڼل كيږي او هغه څوك چې په ټيټه سطح كار كوي سيال نه ګڼل كيږي، دلته د غربي ټولنې پر خلاف هر كار محترم نه دى او د شخصيت ارزښت د هغه په پوهه- توانايي او توليد كې نه بلكې د هغه د موقف او ثروت په اندازه كې ده.

هغه څوك چې په يوه عربي هيواد كې د تيلو په څاګانو كې كار كوي كه خپل كلي ته راشي نو سړو او تودو اوبو ته لاس نه وروړي او حتى نه غواړي خلك وپوهيږي چې دى په بهر كې څه كار كوي، حال دا چې كار كار دى او هر مشروع او قانوني كار خپل ارزښت لري.

دا هرڅه دې ته لار هواروي چې يوشمير افغانان د كار موندلو لپاره له افغانستان څخه بهر وتلو ته اړ شي. كه موضوع راغونډه كړو او لنډه يې ووايو لانديني عوامل شته چې افغانان د كار موندلو لپاره مهاجرتونو ته اړ كيږي:

  1. د موجود بشري ځواك په تناسب، په هيواد كې د موجودو كاري امكاناتو څو چنده كموالى.
  2. له كولتوري پلوه له سيالانو څخه لرې كار ته د ځوانانو رواني چمتووالى.
  3. د خارجي هيوادونو هغه جاذبه چې د امكاناتو او آزاديو په اړه يې افسانوي كيسې كيږي.

4.د جګړو پر مهال د ګڼو افغانانو مهاجرتونه او په بهر كې د هغو د ميشتيدو له امله د كاروبار تداوم.

  1. څرنګه چې افغانان تر ټولو ارزانه بشري ځواك ګڼل كيږي په كار كې صادق او پياوړي دي ځكه خو بهرني هيوادونه ورته اړتيا لري.

6.په هيواد او مهاجرت كې د زده كړې د شرايطو نه موجوديت او د مسلكې سكتورونو عدم فعاليت يوازې فزيكي كار ته ګڼ شمير افغانان اړ كړي دي ځكه خو دوى د فزيكي كار يوازينۍ قوه ده.

آيا دا مجاز ده چې افغانان د كار موندلو لپاره بهر ته ولاړ شي؟

تر هغو پورې چې په افغانستان كې د ټول بشري ځواك د جذب ظرفيت پيدا شي لازمه ده چې يوشمير افغانان د كار موندلو لپاره بهر ته ولاړ شي خو لانديني شرطونه ښايي په پام كې وي:

  1. د كار موندلو لپاره بهر ته مهاجرت قطعاً بايد سياسي ستونزې پيښې نه كړي، له افغانستان سره د كوربه هيوادونو پر اړيكو بده اغيزه ونه كړي او د نړيوالو په عامه ذهنيت كې د افغانستان تصوير ته تاوان وانه ړوي يعنې داسې انګيزه ښايي ايجاد نه شي چې ګواكې افغانستان د ژوند لپاره مناسب هيواد نه دى.

2.د مهاجرو كارګرانو ټول انساني- كاري او مدني حقونه حفظ وي. يعنې دوى د قانوني كارګرانو حيثيت ولري نه د غلامانو يا كاري ابزارو حيثيت.

  1. هيواد ته په مناسبو فرصتونو كې د دوى د بيرته راستنيدو ضمانت دې رامنځ ته شي ترڅو په يو مناسب وخت كې افغانستان د دوى له پوهې، مسلكې ��ړتيا، بشري ځواك او تجربو څخه ګټه واخيستلاى شي.
  2. د مهاجرو كارګرانو تلل او بيرته راستنيدل دې داسې تنظيم شي چې په هيواد كې دننه د كاري ظرفيتونو د لوړيدو كچه، له منابعو څخه د ګټې اخيستې سطحه او د هيواد د ملي پرمختيا په بهير كې دغه بشري ځواك ته د اړتيا څرنګوالى په پام كې ونيول شي.

5.د افغانستان حكومت- كارګري اتحاديې او اړوند ارګانونه د ILO په ګډون بايد داسې نظارتي او حقوقي اصول ولري چې د كار په ماركيټ كې د افغاني كارګرانو ونډه، حقوق او ګټې تضمين كړي.

په دې صورت كې به د مهاجرو كارګرانو ګټې دوى او د دوى هيواد (افغانستان) ته څه وي؟

تر هرڅه وړاندې ښايي په پام كې ولرو چې هر كارګر نه يوازې د خپل ځان، بلكې د خپلې كورنۍ د ژوند د تاْمين مسئوليت هم لري. (دا خصوصاً په افغانستان كې د پام وړ ده) نو په دې صورت كې هماغه شمير افغانان چې په بهر كې مشروع او قانوني كار او عايد لري په همدې شمير كورنۍ په افغانستان كې د مناسب ژوند امكانات درلودلاى شي. او دا مسئله د اوس لپاره (يوازې د اوس لپاره) يو ارزښت دى.

كه يوشمير افغانان د قانوني انتظام له مخې بهر ته د كار موندلو په غرض ولاړ شي او هلته مشروع كار ولري د بيكارۍ له امله زياتيدونكي فشار به پر افغان حكومت تر يوه بريده كم شي.

د افغانستان په پرمختيايي بهير كې، د راتلونكي لپاره، او تر راستنيدو وروسته، دغه مهاجرين د مسلكي، تجربه لرونكي او له كار سره عادي بشري ځواك په حيث ښه رول ادا كولاى شي.

مهاجر كارګران له بهر څخه يوشمير مثبت اقتصادي- اجتماعي او كولتوري ارزښتونه افغانستان ته راوړلاى شي او دلته يې په دودولو كې ونډه اخيستلاى شي. دوى له خپلو كوربه هيوادونو سره د افغانستان په دوديزو مناسباتو كې ښه والى راولي او په حقيقت كې د سولې سفيران يې ګڼلى شو.

دغه برخه افغانان كولاى شي په افغانستان كې د كار كولو، مشروع كار ته د احترام كولو- او زيار ايستلو دود او كلتور عامولاى شي او پر عامه ذهنيت اغيز درلودلاى شي لږ تر لږه دوى يوشمير خلك پر دې پوهولاى شي چې د ټوپك او پاټك پر ځاى كار كول مشروع، ډيره او تل پاتې كيدونكې ګټه لري.

داسې ليدل شوي دي چې يوشمير افغانان د عادي كارګرانو په څېر بهر ته تللي خو د وخت په تيريدو سره په كوربه هيوادونو كې د كارخانو، پانګو، سوداګري دفترونو، توليدي كارځايونو او حتى لويو فابريكو خاوندان شوي دي. له دوى څخه يوشمير يې له دې سره علاقه لري چې له خپلو شتمنيو سره هيواد ته راستانه شي او دلته په خپل كاروبار پيل وكړي او حتى د ګوتو په شمير كسانو دا كار كړى هم دى چې دا هيواد ته يوه لويه ګټه ده.

مګر تر ټولو مهمه ګټه چې كاري مهاجرتونه يې لري هغه د حرفوي- مسلكي او كاري ظرفيتونو ايجاد دى. ټول مهاجر كارګران د حرفوي ظرفيتونو له زده كړې وروسته د عادي كارګرو له كتاره وځي او نور يوازې د بشري ځواك په توګه نه پيژندل كيږي بلكې د مسلكي افرادو حيثيت لري چې ښايي د كار په ماركيټ كې د لوړ معاش، ښو امكاناتو او ډيرو حقوقو خاوندان وګڼل شي. د دوى ددغو حقونو د تاْمين لپاره د افغانستان حكومت او نړيوالې ټولنې كولاى شي د افغان كارګرانو د اتحاديو او صنفي ټولنو د جوړولو له طريقه له هغوى سره مرسته وكړي. څرنګه چې ليدل شوي دي د كار په ماركيټونو او كوربه هيوادونو كې داسې اتحاديې او ټولنې د كارګرانو په ګټه تماميږي. د صنفي ټولنو موجوديت د افغانستان له چارواكو سره مرسته كوي چې وپوهيږي په كومو سكتوري برخو كې ريزرف (ذخيروي) بشري ځواك لري. په راتلونكي كې، هغه مهال چې افغانستان د خپل پرمختيايي بهير په جريان كې بيلابيل اقتصادي سكتورونه ايجادوی، دغه ريزرف مسلكي او حرفوي ځواك وړيا امكان دى چې په راغوښتلو سره يې لږ تر لږه چمتو ظرفيتونه ګڼلى شو چې هم سر له واره په كار پيل كوي او هم د نويو ظرفيتونو په روزنه كې فعاله ونډه ترسره كولاى شي.

اوس مهال په: پاكستان- ايران- عربي هيوادونو (په تيره بيا اماراتو- سعودي عربستان- قطر او كويت)، اروپا- امريكا- هند او روسيه كې افغان مهاجر كارګران اوسيږي تر هرڅه مخكې دوى ښايي له سياسي پناه اخيستونكو څخه بيل وګڼل شي او د اقتصادي او كاري ارزښت له مخې ثبت شي.

د مهاجرو كارګرو په هكله د فكر كولو پر مهال تر ټولو مهم بحث له خپل هيواد سره د هغوى د اړيكو څرنګوالى دى. د افغانستان لپاره دا مهمه ده چې افغان مهاجر كارګر د خپل هيواد په اقتصادي وده كې څومره مهم رول لوبولى شي؟

نوربيا…

بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۱) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۰\ ۱۳۹۴

One thought on “د افغانستان د پرمختيا لپاره امكانات او خوځښتونه/ څېړندوی عبدالغفور لېوال”
  1. افغان ولس همدې ډول فرهنګ ته ضرورت لري چې پر پښو ودريږي او له يو شمير هغو بد ماشانو څخه نجات ومومي چې دغه هېواد ېې د بر باديو، تباهيو، بې ثبتايو او له نه مننوکو ناوړو کړ کېچونو سره مخامخ کړ که افغانا په رښتيا سره وغواړي او ناپوهو سياليو نه لاس واخلي او د بهرنيو لاسوهنې د پوهې له لارې، دسولې له لاري، د يوې ملي ارادې له لاري لنډې کړي خامخا به دغه پروسه د هېواد دابادي او پيا وړ تيا سبب ګرځي. که په افغانستان ټو کارونه د اهليت ، لياقت، پوهې او تجربې په وسيله هغو مسلکي خلکو ته ورکړل شي چې د بشپړ ايمان او مسلک خاوند وي د هېواد نور تکليفونه هم دتش او مزدور سياست له کچې وځي اود مساوات، عدالت، انصاف ژوند رامينځ ته کيږي د سياست اورلوبه په خلکو کې کميږي وژنې، بې انصافي، کرکې او يولړ هسې د خود خواهيو ټغر هم له ټولنې ټوليږي او په ټولنه کې دعلم اوعرفان څراغ بليږي چې په رښتيا سره به دغه ډول پرمختږ لکه المان په ډير کم وخت کې په سرو ګلانو بدل شي
    هغه کسان چې په هر نوم د تلويژن له لارې ډير ماشومانه تبليغات کوى او هغه داړه مارانو چې په څلورو لسيزو کې ېې هېواد د تورو تيارو خواته کشولي دي او اوس له دې کنج اوله هغه کنج د” نخبګانو” په دروغجنه بڼه کې د هېواد په عمراني کيدلو اوابادي باندې خپلې شپې سباکوي دغه تو پان ډير ژر پاى ته رسيدونکي دې او ټولنه به انشا الله خپله لاره وموندي او د سياسي مسابقو کار به هسې پاى ته ورسيږي
    تاسې ډيرښا يسته او په زړه پورې ټکوته ته ګوته نيولې ستا ليکنه د هېواد لپاره يوه ستره نسخه ده زموږ ناروغان ور باندې جوړيږي او هيله ده چې د سمې او غلطې توپير نور وکړاي شي اوټول خلک د خپلوي، زړه سوي، بشپړه وروري د عدل او انصاف لاره غوره کړي او د يوويشتمې پېړۍ سره سم خپل دريځ د برياليتوبونو په لاره وخوځوى وايي چې :
    بني ادم ديو او بل غړي دى
    چې په پيدايښت کې له يوه ګوهره دى
    کله چې روزګار يوغړي په درد راولي
    نور غړي غلي نشي پاتې کيداي
    ته چې د نورو له غمه بې غمه ېې
    ښايي نه چې ستا نوم ادم کيږدي
    ذموږ فرهنګ د ټولنې ستره غناده،او د ټولنې په هره برخه کې دپلي کيدو ځاى لري خو په دى شرط چې زموږ عمل او وينا نور د سياست له لوبو راووځي او د يوې پوره جهان بيني، هدفمن لوري د هېواد د ابدي په ټولو برخو کې ځان ته غوره کړي نو ستونزې به بيا د کرزي تش په نوم کلمه کې چې هر سهار او ماز دىګر د عالم اسباب ناري وکړي خو په ډيره بې کفايتي کې پښتون ولس له توپانونو سره مخامخ کړ او بيا هم په کورونو سم دي کله هندوانو ته منډي وهي کله چين او کله روسانو ته ازمايلى شوى بيا ازمايل خطا کار دى !

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *