تاند، شنبه، د قوس ۳۰مه: د افغانستان د ښځو د حقونو لومړنۍ فعاله ثریا پرلیکا په سویس کې د ۷۵ کلونو په عمر د سرطان له کبله مړه شوه.

اغلې پرلیکا د خلق دیموکراتیګ ګوند د واکمنۍ پر مهال د ښځو د جمهوري حقونو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوله او د افغانستان د ښځو د دیموکراتیک سازمان مشري یې پر غاړه وه.

نوموړې د حمل او باداردارۍ په ورځو کې د ښځو د حقونو خوندیتوب او همدا راز په دولتي ادارو کې د وړکتونونو لپاره مبارزه کوله چې بالاخره د ۷۰ کلونوپه وروستیو وختونو کې د ښاري ازادیو د مبارزې له کبله زندان ته واستول شوه.

ثریا پرلیکه په ۱۹۴۴ کال په بګرام کې زېږېدلې او پر ژوند یې د افغان فلم له لوري یو مستند هم جوړ شوی دی چې دغه فلم په ۲۰۱۸ کال د ډاکې نړیوال فلمي فسټیوال کې د غوره مستند فلم جایزه وګټله.

One thought on “د افغانستان د ښځو د حقونو لومړنۍ فعاله ثریا پرلیکا سرطان ووژله”
  1. مېرمن ثریا پرلیکا په 1944 میلادي کال کې د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ په کمریو کې زېږېدلې وه ، د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي فارغه او ماستري یې له اوکرایین نه اخیستې وه.
    له 1983 تر 1992 کال پورې د افغاني سرې میاشتې رئیسه وه . د نوي اساسي قانون لپاره د لویې جرګې غړې هم وه .

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *