نولس کلنه لوبډله له بشپړ چمتووالي سره نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته درومي

نن د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې چې په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود، اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد، د کرکټ بورډ کارکونکو، ملي نولس کلنې لوبډلې لوبغاړو او هیئت او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله، وییل چې ملي نولس کلنه لوبډله له بشپړ چمتووالي سره د نړیوال جام سیالیو په لور درومي.

په قبایلي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر او د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رئیس شهزاده مسعود د ملي نولس کلنې لوبډلې لپاره د اوږدمهاله تمریناتي کمپ په لاره اچول یو ګټور ګام وباله. نوموړي زیاته کړه چې ملي نولس کلنه لوبډله به د نړیوال جام سیالیو کې ښه لوبه وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ملي نولس کلنې لوبډلې له اوسنیو لاسته راوړنو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دوی به د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې غوره لوبه ترسره کړي.

د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو کې ټولې ۱۶ لوبډلې ونده لري چې په څلورو ګروپونو ویشل شوې دي او د هیواد ملي نولس کلنه لوبډله د سیالیو په ب ګروپ کې قرار لري او د روان زیږدیز کال فیبروري په پنځلسمه به د بنګله دیش، اولسمه اسټرلیا او نولسمه د نمیبیا پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.

په پای کې ملي نولس کلنه لوبډله د خیر او برکت او بریالیتوب له دعا سره د کابل هوایي ډګر په لوري روانه شوه.

One thought on “د افغانستان د کرکټ تنکي لوبغاړي د نړیوال جام په لور وخوځېدل”
  1. د هېواد نوي ځوانان ، نوې هیلې، او نوي استعدادونه نړیوال جام ته سخت تږي ښکاري. مونږ یې هم تر شا ولاړ یو او په هر بال کې ځانونه ورسره شریک بولو. له لوی خدای « ج » څخه ورته پدې سپیڅلي ارمان کې بریالیتوب غواړو
    !!!مخ په وړاندې د کریکټ د نولس کلنو لوبغاړو د نړیوال جام د ګټلو په لور

ځواب ورکول د . ا . عثمان . ر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *