تاند- د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شلو اوریزو نړیوال جام ته د غوراوي د سیالیو په لړ کې نن پر له پسې پنځمه مسابقه وګټله.
د افغانستان او نیپال ټیمونه نن د باران د اورېدذو له کبله د شلو اورونو پر ځای اووه – اووه اورونه لوبه وکړه. پچه افغانستان ګټلې وه خو بیټنګ یا توپ وهنې ته یې نیپال راوباله.
نیپال په اوو اورونو کې د درو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ښه لوبه وکړه. ۱۷۲ منډې یې جوړې کړې چې لوړ هدف و خو افغان لوبغاړو د نیپالي لوبغاړو د ښو منډو په وړاندې تېزه لوبه پیل کړه. او دا لوبه یې په نهو ویکټونو وګټله.
په دې لوبه کې محمد شهزاد په ۲۱ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې. له ده سره نوروز منګل ښه همکاري وکړه منګل په ۲۱ توپونو ۲۲ منډې وکړې. او محمد نبي په ۵ توپونو ۸ منډې جوړې کړې.
افغانستان اوس په حپل (بي) ګروپ کې لومړی مقام لري. ورپسې هالنډ دی.
افغانستان په ۶ لوبو کې ۵ ګټلي، هالنډ په ۶ مسابقو کې ۴ او کینیا په ۵ مسابقو کې ۳ ګټلي دي.
د دوی په مقابل کې په اې ګروپ کې آیرلنډ په شپږو سیالیو کې ۵ ګټلي او یوه مساوي یا ډرا کړې ده. ورپسې هانګ کانګ دی. هانګ کانګ په شپږو کې ۵ ګټلي او یوه بایللې ده. متحده عربي اماراتو په اې ګروپ کې په پنځو سیالیو کې ۴ ګټلي دي.
الله رب العزت جل جلاله دی دافغانستان مسلمان ملت ته په هر دگر کی کامیابی په نصیب کی افغانان بیله دخلگو او مسلمانانو دعا بله وسیله نلری دعا وی کوی
١٧٢ او که صرف ٧٢ او که ٧٣ ؟؟؟؟ ړوند يي او که ٧٢ ليکي نشي ؟؟؟؟؟؟؟ اول ښه وګوره چي څو منډي يي کړي بيايي وليکه. ړوندا لاخو