تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د ۲۰۱۶ کال د شلو اورونو د نړیوال جام د غوراوي په سیالیو کې نن له هانګ کانګ مسابقه لري.

دا سیالي د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره زیاته مهمه ده ځکه چې دوې لوبې یې مساوي شوي او یوه یې بایللې چې په نتیجه کې یې د جدول له سره ټیټ شوی دی.

د افغانستان ملي لوبډلې تراوسه هالنډ، متحده عربي اماراتو او سکاټلنډ ته ماتې ورکړې، له کینیا او کاناډا سره یې د باران د اورېدو له کبله مسابقې مساوي کړي خو پر عمان یې بایللې ده.

د آیرلنډ او سکاټلنډ ټیمونه، چې د خپلو ګروپونو په سر کې دي، د ۲۰۱۶ نړیوال جام ته وتلي دي.

د کرکټ په نړیوال شل اوریز جام کې ۱۶ هیوادونه ګډون کوي چې شپږ یې د روانو مسابقو د برخوالو ټیمونو له منځه غوره کېږي.

نننۍ مسابقه به څرګنده کړي چې د افغانستان ټیم د ۲۰۱۶ کال نړیوال شل اوریزو سیالیو ته رسېږي او که ناکام هیواد ته راستنېږي

One thought on “د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن برخلیک ټاکوونکې مسابقه لري”

ځواب ورکول zahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *