د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کیپتان رسماً استعفا وکړه

تاند – د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان محمد نبي عیسي خېل نن په یوه خبري غونډه کې له کیپتانۍ د استعفا د اعلانولو په ترڅ کې وویل چې د لوبغاړي په توګه به له ټیم سره پاتې شي.

ده د حپلې استعفا دعلت په اړه وویل چې د کیپتانۍ په مهال یې ځان تر سخت فشار لاندې احساساوه او دې فشار د ده د لوبې پر کیفیت منفي اغېز کاوه.

عیسي خېل له دوو کلونو راهیسي د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان و. تر ده مخکې نوروز منګل د افغانستان د ملي لوبډلې کیپتاني کوله.

عیسي خېل، چې تر مشرۍ لاندې یې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د کرکټ د ۲۰۱۵ په نړیوال یو ورځیني جام کې برخه واخیسته، د کرکټ بورد له ادارې مننه وکړه، ویې ویل دې ادارې په هر ډګر کې د ده ملاتړ کړی او تل یې هڅولی دی.

عیسي خېل وویل چې د ده د کیپتانۍ په موده کې د افغانستان ټیم زیمبابوې ته په خپل هیواد کې ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې په یو ورځیني نړیوال جام کې د ګډون ویاړ ترلاسه کړ.

د کرکټ بورډ عمومي رييس نسیم الله دانش د عیسي خېل د هڅو د ستاینې په ترڅ کې وویل چې نوموړی نه یوازې یو ښه کیپتان دی بلکې یو تکړه لوبغاړی هم دی.

1دانش د عیسي خېل د استعفا په اړه وویل چې نوموړي په خپله خوښه استعفا کړې، د بورډ له لوري پرې کوم فشار نه و.

دانش دا هم وویل چې د عیسي خېل د کیپتانۍ په موده کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې شپږ نړیوالې سیالۍ ګټلي دي.

ده ونه ویل چې څوک به د عیسي خېل پر ځای د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کیپتان شي.

One thought on “د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کیپتان رسماً استعفا وکړه”
  1. السلام علیکم و رحمته الله و برکاه
    زه داسی فکر کوم چی نبی ډیر ښه کار وکړ څکه دی په کپتانی کی ډیر تر فشار لاندی وو خو که دی د کپتانی نه لری شی نو د ده په کرکټر به ډیر ښه تاثیر وکړی نو یو ښه خبر دی .
    زما په آند حمید حسن یو ښه کپتان کیدلی شی
    مننه ډیره زیاته

ځواب ورکول Ahmad Waleed Saidaly ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *