تاند- د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو لوبډله سبا /پنجشنبه/ په نړیوالو اتلولیو کې په لومړۍ مسابقه کې له پاکستان سره مخامخ کېږي.

دا مسابقه، چې د بنګله دېش په سلهیت لوبغالي کې کېږي، د افغانستان په وخت د سهار په اووه نیمې بجې پیلېږي.

افغانستان د دغو سیالیو په بي ګروپ کې له پاکستان، سریلانکا او کاناډا سره یوځای دی.

احسان الله جنت، اکرام علي خېل، کریم جنت، محمد ظاهر احمدزی، مسلم موسي، نصیر خان عمر، نوید عبید، نجات الله مسود، پروېز ملکزی، قیس حسن، سید وحید الله شفق، شمس الدین ولي خېل، طارق ستانکزی، ضیا الرحمن اکبر او ظاهر پکتین د افغانستان د ټیم لوبغاړي دي.

پاکستان تراوسه پوري د نولس کلنو د کرکټ د اتلولۍ جام دوه ځلي ګټلی دی.

د سریلانکا ټیم هم د نړۍ د نولس کلنو لوبډلو په منځ کې خورا غښتلی بلل کېږي. د کاناډا ټیم د تېزو توپونو په اچولو کې ښه نوم ګټلی دی.

خو له دې سره سره د افغانستان د نولس کلنو کیپتان احسان الله ډاډه دی چې باکستان ته ماتې ورکوي.

دی همداراز هیله لري چې افغان لوبډله به نه یوازې نیمه پایلوبې بلکې پایلوبې ته رسېږي.

احسان الله د کاناډا ټیم ته په څه سترګه نه ګوري، وايي:«زموږ اصلي هدف دا دی چې په پاکستان او سریلانکا کې یوه ته ماتې ورکړو. که مو له دغو دوو لوبډلو یوې ته ماتې ورکړه، اتومات بل پړاو ته وځو.»

5 thoughts on “د افغانستان د ۱۹ کلنو ټیم په نړیوال جام کې له پاکستان سره مخامخ دی”
  1. الله تعالی دې زموږ لوبډله راته بريالۍ لري، خدای مهربانه دی، چې پاکستان ته ماتې ورکړي، نو ځکه خو طالبانو هم د پاکستان پر نغوته د غزني په يو شمېر ولسواليو کې کرکيټ بند کړی دی.
    ظاهرا داسې ښکاري، چې طالبان دغه لوبه د اسلام له نظره ناروا بولي ، خو د کرکيټ د ملي لوبډلې د پر له پسې برياوو وروسته طالبانو دغه ګام پورته کړی دی، د کرکيټ په وسايلو هم بنديز لګولی دی، او هټيوالو ته ګوتڅنډنه کړې ده.
    د لوی الله تعالی له دربار ته لاسونه لپه کوم، چې زموږ لوبډله بريالۍ شي.

ځواب ورکول mir ajmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *