تاند- د کرکټ د نړیوال جام د اتلولیو په مسابقو کې د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرو لوبغاړو نن سکاټلند ته په درو ویکټونو ماتې ورکړه.
د کرکټ د نولس کلونو ټیمونو د نړیوال کپ سیالۍ، چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، د نړۍ د نولس کلونو غوره ټیمونه پکې ګډون لري.
نن لوبه یا بیټنګ سکاټلنډ پیل کړ. سکاټلنډ په په ۴۶ اورونو کې ۱۵۸ منډې جوړې کړې.
افغان لوبغاړو د سکاټلنډ له لوري ټاکل شوی هدف یعني ۱۵۹ منډې په ۴۱ اور کې په داسي حال کې پوره کړ چې ۳ ویکټونه یا لوبغاړي یې لا لرل.
افغانستان پرون خپله لومړۍ مسابقه پر ویسټ انډیز یا غرب الهند په ۹ ویکټونو بایللې وه.
په نننۍ مسابقه کې د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې حشمت الله شهیدي جوړې کړې. ده په ۸۷ توپونو ۶۳ منډې وکړې.
نصیر احمدزی هم ښه وځلېد. نوموړي په ۵۱ توپونو ۳۳ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.
د افغانستان ټیم به د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د بنګله دېش له ټیم سره مخامخ شي.
په نورو مسابقو کې:
پاکستان، استرالیا ته په منډو منډو ماتې ورکړه، انګلستان په ۴ ویکټونو بنګله دېش مات کړ، کاناډا په ۷۲ منډو له پاپو نیوګېنې وګټله، هند جنوبي افریقا ته په ۵ ویکټونو ماتې ورکړه، سریلانکا له نامیبیا څخه په ۳ ویکټونو وګټله، ویست انډیز وتوانېد چې نیوزیلنډ په ۶ ویکټونو مات کړي او متحده عربي اماراتو له زیمبابوې څخه په ۶ ویکټونو وګټله.
د تاند ویبپاڼی درنو مسولینو ته!
په بخښنی سره چې دا د نړیوال جام مسابقه نه بلکې، یوه دوستانه لوبه وه، د نړیوال جام اصلي سیالی به د یکشنبې په ورځ پیل کیږي، چې لومړۍ لوبه به د افغانستا د بنګله دیش سره کیږي. مننه