تاند- د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشرو لوبغاړو ټیم نن د اسیا د کرکټ شورا د نولس کلونو په کپ په سیالیو کې له سریلانکا سره مخامخ شو.

لوبه سریلانکا پیل کړه او په پنځوس اورونو کې یې ۱۹۱ منډې په داسي حال کې جوړې کړې چې ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.

افغان لوبغاړو په ۴۷ اور کې، د اوو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې هدف پوره کړ.

په دې سیالۍ کې ضیا الرحمن په لسو اورونو کې پنځه سریلانکايي لوبغاړي وسوځول. شرف الدین اشرف دوه لوبغاړي وسوځول.

شهید الله ۴۷، یونس احمدزي ۳۶، مسلم موسي ۲۹، نصیر احمدزي ۲۸ او شرف الدین ۱۵ منډې جوړې کړې. وروستي دوه لوبغاړي تر پایه ونه سوځېدل.

One thought on “د افغانستان د ۱۹ کلونو ټیم سریلانکا ته ماتې ورکړه”

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *