جمهوررييس اشرف غني د ماتې‌خوړليو دولتونو د برخې کارپوه دی. آیا هغه به وکولی شي چې خپل دولت له ټوټه کېدو څخه وژغوري؟

جورج پاکر

پښتو ژباړه: نظر محمد افغان

دوهمه برخه

غني او کورنۍ يې په ۱۹۷۷ کال کې افغانستان پرېښود او بيا تر ۱۵ کلونو پورې د افغانستان ژوند ته راستانه نه شول. هغه په کولمبيا کې د فرهنګي انسان‌پېژندنې په څانګه کې د (توليد او برلاسي: افغانستان، ۱۹۰۱-۱۷۴۷) تر سرليک لاندې له خپل پايليک څخه دفاع وکړه چې په هغه کې، په پرشاتګې اقتصادي وضعيت متمرکز دولت کې د ولسونو ستونزې څېړلي او سپړلي دي.

غني په اتيايمه لسيزه کې په برکلي او جانز هاپکينز پوهتونونو کې تدريس کړی دی او پر کال ۱۹۹۱ په واشنګټن ډي سي کې په نړيوال بانک کې يې د انسان‌پېژندونکي په توګه دنده پيل کړه. هغه چې به نيم کال يې په سفرونو کې تېراوه، په روسيه، چين او هندوستان کې د مالي چارو کارپوه ترې جوړ شوی و. د کلر لاکهارت په وينا: ((په حقيقت کې هغه يو اخلاقي هدف و؛ د واقعي افرادو د بېوزلۍ حل‌لاره. کله چې به يې پلازمېنو ته سفر کاوه، بازارونو ته به ته چې وګوري خلک د کومو توکو پېر او پلور کوي. تر دې وروسته به ښارونو او کليو ته لاړ؛ د معدن له يوه ډله کارګرو سره به يېمرکې کولې.)) د نړيوال بانک دغسې يو لوړپوړي چارواکي لپاره داسې ميداني کارونه معمولي نه ول. جېمز ولفنسون چې په ۱۹۹۵ کال کې د نړيوال بانک رييس شو، د بېوزلۍ د راکمولو په موخه بېوزلو هېوادونو ته د پورونو د ورکړې دود يې بدل کړ. نوموړي غوښتل پوه شي، سربېره پر دې چې افريقايي او د لاتيني امريکا هېوادونه د بانک ترقي‌خوښې سياستونه لري، ولې بيا هم فقير پاتې دي. ځواب يې بايد د فساد شتون، کمزوري بنسټونه او په دې اړه د ملاتړو ناسم اقدامات وای. ولفنسون امر وکړ چې د بانک پر برنامو دې له سره غور وشي چې دا مهال غني تندې نيوکې وکړې او دا کار د دې لامل شو چې د خپلو همکارانو له پامه بد شي.

نوموړي په همدې حال کې د افغانستان راتلونکي لپاره چمتووالی ونيوه. په ۱۹۹۷ کال کې چې طالبانو د هېواد پر ډېرو برخو واکمني کوله، د کولمبيا پوهنتون د ماسټرۍ يوه محصل له غني سره په نړيوال بانک کې مرکه وکړه. غني وويل:که موږ په افغانستان کې سوله راوسته، موږ به د پسونو د ښې روزنې د طريقو زده‌کړې لپاره نيوزيلېنډ ته لاړ شو، موږ سويس ته ځو او د اوبو د برېښنا پروژې څېړو.)) داسې ښکارېده چې د افغانستان –غرونه، دښتې او ناکنترول شوې فضاګانې- همېشه ارمانجنو خوب‌ليدونکو لپاره د يوې سپينې تختې په څېر و چې له دې جملې څخه د برتانيې امپريالېستان، د هيپيمساپران، کمونېستان، اسلام‌خوښي او نړيوال اصلاح‌غوښتونکي شامل دي. الکس تير چې په ۹۰يمه لسيزه کې يې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سازمان کې کار کړی دی، غني يو (غير دولتي سازمانونو د طرز انقلابي) بللی چې (ګوندې د نړيوال بانک د غړو تر منځ ستر شوی دی نه د کمونېست حزب).

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر پر ۱۱مه، غني په واشنګټن کې د خپل مېز تر شا ناست و او په لنډ وخت کې پوه شو چې په افغانستان کې هر څه د بدلون په حال کې دي. نوموړي د پراخدولت پر لور د سياسي لېږد لپاره يوه پنځه‌پړاويزه طرحه جوړه کړه چې کولی يې شو د دې هېواد بيارغونه په غاړه واخلي. هغه د بوديجې د تامين او هغو ټوپکمارو چې افغانستان يې ويجاړ کړ او طالبان يې واک ته ورسول، ګواښ وکړ. د طالبانو پر وړاندې د امریکا د جګړې په اوږدو کې، د کارپوهانو يوې کوچنۍ ډلې –لاکهارت، د افغانستان څېړونکی بارنت روبين او د الجزاير ډيپلومات لخدر براهيمي -چې وروسته افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی شو- د واشنګټن په شاوخوا کې د غني په کور کې راغونډ شول. د هماغه کال په دسمبر مياشت کې ، د دې ډلې کار د بن پر تړون -چې هدف يې د ټاکنيز حکومت پېژندل وو- تاثير وکړ. په همدې حال کې ديوه موډرن دولت لپاره د غني او د سيمه‌ييزو قدرتونو د استازو ګټې ناحل پاتې شوې.

شپږ مياشتې وروسته، کرزی د افغانستان مشـر شو. په نوي دولت کې د غني لومړۍ دنده، د بهرنيو مرستو همغږي او څارنه وه. هغه باور درلود وړاندې تر دې چې د افغانستان خلک د بهرنيو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو مهربانۍ او ګډو وډو پروګرامونو ته په طمع شي، بايد چې پراختيا لپاره خپل لومړيتوبونه ځانته وټاکي. د افغانستان ځېنې خلکو او بهرنيانو، د امريکې په متحده ايالاتو کې تر څو لسيزو ژوند وروسته يې غني ته د بېګانه په سترګه کتل. مګر هغه يو ملت‌پال (نېشنلېست) دی او کولی يې شو چې هر چېرته خپلې مطالعې وکړي. ده به په ځانګړې توګه له هغو لويديزو چارواکو سره چې د مرستو مسول ول، ډېرې پيسې او واک يې درلود خو له پوهې يا تواضع څخه به خالي ول، کينه کوله. يو ځل يې د نړيوالې پراختيا په برخه کې د امريکې پر متحده ايالاتو سختې نيوکې وکړې او هغوی يې بې کفايته وبلل. غني لومړی کس و چې د بهرنيو مرستو په اړه يې وړاندوينه وکړه. نوموړي وويل: ((د بهرنيو مرستو باران به بهرني قرارداديان شتمن او چارواکي فاسد کړي. په داسې حال کې چې د افغانستان خلکو ته به يې ډېره لږه ګټه ورسيږي.))

غني د کليو او پراختيا له وزيرحنيف اتمر سره يو ځای د ملي پيوستون پروګرام رامنځته کړ چې پر بنسټ يې، له ۲۰۰۰۰ څخه نيولې تر ۶۰۰۰۰ ډالرو پورې مالي مرستې د افغانستان ۲۳۰۰۰ کليو پورې وتړل شوې چې د بوديجې ډېره برخه يې د نړيوال بانک له خوا تمويلېده. (دا نظريه د نړيوال بانک هغې برنامې ته ورته وه چې په هند او اندونېزيا کې پلې شوې وه او غني مطالعې لاندې نيولې وه.)) د افغانستان د کليو خلک اړ ول چې له نارينه او ښځينه‌و څخه يوه شورا جوړه او په کې خپل اهداف وټاکي، لکه پلچک يا يو نوی ښوونځی، او تر هغې وروسته يې پيسې معلومې کړي. يو ځل ۳۷ کليو د نسايي ولاديروغتون لپاره خپل وړانديزونه وکړل.

دا په افغانستان کې له برياليو پروګرامونو څخه و چې د فساد کچه په کې تر ټولو راټيټه وه. له USAID سره د قرارداد په شپږمه برخه نوی ښوونځی جوړ شو. پل اوبراين، آيرلېنډی چې له غني سره يې د سلاکار په توګه کار کړی، وايي، غني پوهېده چې ((د توسعې کلي، کورني واک‌لرونکي بنسټونه دي چې کولی شي ټول لوبغاړي په خپل شاوخوا کې تنظيم کړي، له دې ډلې نړيوال اصلاح‌ګران.)) کله چې غني نړيوال چېلېنج کړل چې که د افغانستان ادارو او بنسټونو ته د پيسو او پروګرامونو واک وسپارل شي، دوی ترې څه ډول حساب کتاب غواړي، د او براين په خبره: ((هغوی له دې کاره انکار وکړ!!!))

بسپنه‌ورکوونکيو لکه USAID، د دې پر ځای چې د افغاني کانالونو له لارې سيمه‌ييزو ټولنو ته پيسې ولېږي، سترو نړيوالو شرکتونو ته يې قراردادونه ورکړل، چې هغوی په خپل وار لاس‌لاندې شريکان او امنيتي خصوصي شرکتونه رامنځته کړل او له دوی څخه هېڅ يوه يې افغانستان ته ستره ګټه نه لرله. غني په ۲۰۰۵ کال کې د ماتې‌خوړلو هېوادونو په اړه په يوه مرکه کې دغسې پروګرامونو ته د (د پرمختګ لور ته د روانو هېوادونو پر وړاندې، د پرمختللو هېوادونو د ناوړه څېرې) خطاب وکړ او زياته يې کړه: ((ټاکل شوې ده چې د ظرفيت‌لوړونې په برخه کې د هغه چا له خوا لسګونه ميليارده ډالر ولګول شي، چې خپله دوی ته ترې د ورځې ۱۵۰۰ ډالر ورکول کيږي. هغه کسان چې نوښتګر فکر نه لري او نه د کار خلک دي.))

(د همدې دلايلو له امله) د ملي پيوستون برنامې ونه شو کولی چې د افغانستان راتلونکی انځور کړي. ځېنو معلومه کړې ده چې افغانستان ته د بهرنيو مرستو د راتويېدو په کلونو کې، شريکو ډلو ته له هر ډالر څخه لس تر شل سېنټه پورې ګټه رسېدلې ده. سلګونه ميليارده ډالر ضايع شوي دي اما متحده ايالات يې په راس کې و.

کرزي د ۲۰۰۲ کال په اوړي کې، غني د ماليې د وزير په توګه وټاکه. د کورنيو چارو، دفاع او بهرنيو چارو وزارتونه د شخصي قدرتونو د لاسته راوړلو مناسب پوستونه وو، خو غني خپل ټول وخت کار ته ځانګړی کړی و. (په ژمي کې) د کارکوونکو جلسې يې هره ورځ له ۷ بجو څخه -په يوې ودانۍ کې چې پنجرې يې ماتې او د ګرمولو سېستم يې خراب و- ترسره کولې. له فساد سره د مبارزې لپاره يې خپلې برنامې معرفي کړې. د عايداتو يو نوی متمرکز سېستم يې رامنځته کړ او يو نوی مېکانېزم يې رامنځته کړل چې د پيسو دوديزې سوداګرۍ او حواله‌دارۍ د سېستمونو له خوا يې ملاتړ کېده. هغه له خپلو کارکوونکو څخه غوښتي وو چې د مخدره توکو او ځمکو هغه مافياوې راپيدا کړي چې په دولت کې ريښې لري او ويلي يې وو: ((موږ اړ يو، هغوی چې هر چېرته وي، ويې ټکوو، داسې چې شبکې جوړولو لپاره نوره فضا پيدا نه کړي.)) دا پړاو، په افغانستان کې تر طالبانو راوروسته هماغه سپينه تخته وه چې غني په کې د نوي دولت پر يوې ارزښتمنې څېرې بدل شو. د ماليې وزارت معين، جېلاني پوپل وايي: ((د کرزي زرينه دوره هغه وه چې غني په کې د ماليې وزير و. کرزی يو ولسـي سړی و او د دولت او ټولنې يووالی يې ساته، خو غني بالفعل لومړی وزير او د اصلاحاتو اصلي ماشين و!!!))

د غني خوی او خصلت، چې ممکن د معدې د سرطان له ناروغۍ څخه وي، نوموړی يې په بده توګه مشهور کړ. هغه به پر خپلو افغان کارکوونکو او خارجي سلاکارانو چيغې وهلې. زلمی خليلزاد چې وروسته په افغانستان کې د امريکا سفير شو او څو لسيزې يې له له غني سره اشنايي لرله –هغوی په بېروت کې په يوه پوهنتون کې زده‌کړې کولې- ده ته ويلي وو: ((ته ولې داسې تند خوی لرې؟)) غني ترې انکار کړی و. خليلزاد چې د ده کيسې اورېدلې وې، ده ته يې تکرار کړې او په اړه يې ورته دومره خبرې کړې وې چې غني په خپلو سوکانو باندې مېز ډباوه او په ډېرې غوسې يې چغې وهلې وې: ((زه بداخلاقه نه يم!))

د غني د رښتينولۍ او غرور له امله، د کرزي ټوله کابينه ورسره ورانه شوې وه. کله چې خبر شو، د دفاع وزير تاجک جګړه‌مار محمد فهيم خپل امتيازات د لسګونه زرو کسانو (خيالي ځواکونو) له حقونو سره يو ځای کړی دی، د فهيم بوديجه يې راکمه کړه. وروسته غني خبر شوی و چې فهيم ارګ ته تللی او کرزي ته يې ويلي چې غواړي غني ووژني. کرزي ورته ويلي وو: ((د غني د وژلو ارمانجن يو بلا دي. يو لوی کتار ولاړ دی.))

په ۲۰۰۴ کال کې، وروسته تر هغې چې کرزی د جمهور رييس په توګه وټاکل شو، د غني د وېستو غږونه يې پورته کړل. لخدربراهيمي له کرزي څخه پوښتنه کړې وه: ((تاسو له هغه څخه بل غوره کس لرئ؟)) کرزي ځواب ورکړی و چې نه! که څه هم براهيمي پوهېده چې د کابينې هېڅ غړی د هغه پلوي نه کوي خو کرزي ته يې ويلي وو چې له غني سره همکاري وکړی. براهيمي له غني څخه پوښتنه کړې وه: ((تاسو درې کاله دلته واست، خو په دې هېواد کې يو دوست هم نه لرئ؟))

علي احمد جلالي چې وروسته د کورنيو چارو وزير وټاکل شو، وايي چې غني د فهيم په څېر د کابينې له هغو غړو سره مبارزه کوله چې له شمال څخه وو، څو له جګړه‌مارو څخه واک ترلاسه کړي. ځينې نورو کسانو هم راته ويلي چې خليلزاد له غني سره د پوهنتون له وختونو په رقابت کې دی او پر کرزي د امريکا له نفوذ څخه په ګټنې يې د غني د کمزوري کولو هڅه کوله. (خليلزاد ويلي وو، هڅه يې وکړه چې کرزي رضا کړي او نظر يې وربدل کړي خو بريالی شوی نه و.) په ۲۰۰۵ کال کې غني لرې شوی و. هغه وروسته ټينګار کاوه چې استعفا يې ورکړې ده ځکه چې دولت د مخدره توکو په فساد کې ډوب شوی و.

دولت خپل هيله‌ورکوونکی کس له لاسه ورکړ. د پوپل په وينا: ((که هغه پاتې وای، اوس به افغانستان په بشپړه توګه بل ډول و.)) کرزي د خپلو پلويانو په ساتلو کې ځانګړی مهارت لاره او د غني نظرونو ته يې لېوالتيا نه ښوده. د هېواد ساتنې لپاره د خورا لږو امريکايي سرتېرو په شتون کې هم، کرزي د کورنيو زورواکو د پياوړتيا لپاره له بهرنيو مرستو څخه ګټه واخېسته چې دا کار د طالبانو د بېرته راستنېدو لامل شو.

غني لنډې مودې لپاره د کابل پوهنتون رييس شو. د هغه وخت يو محصل کيسه کوي چې غني به تل پر يوه ډله استادانو په غوسه و يا به يې داسې وعدې کولې چې ترسره کول به يې ورته ګران و. د بېلګې په توګه: د هنر يو کتابتون.کرزي څو ځله هڅه کړې وه چې غني له دې کاره وګرځوي. په ۲۰۰۸ کال کې يې غني او پوپل ارګ ته احضار کړي ول. کرزي ويلي وو: ((ما تېروتنه کړې ده. زه له پخوا څخه هم ډېر واک درکوم.)) هغه غني ته د کورنيو چارو د وزارت وړانديز کړی و، خو غني دا وړانديز نه و منلی او ويلي يې وو: ((ته يو بدبينه سړی يې. د نورو خبرې مو ومنلې او زه مو ووېستم.)) غني په يوازېتوب کې پوپل ته ويلي وو، غواړي د جمهوري رياست د نوماند په توګه له کرزي سره رقابت وکړي. هغه مهال پوپل د سيمه‌ييز حکومت يوه پياوړې برخه په واک کې لرله. نوموړي غني ته ويلي وو: ((زه په ټولو ولسواليو کې بلد يم. ستاسو چانس نشته.)) غني ټينګار کړی و چې دی کولی شي پخپلو ويناوو د افغانستان ميليونونه وګړي پر ځان راټول کړي. پوپل يې په ځواب کې ويلي وو: ((دا کار ګټه نه کوي. تاسو د روابطو جوړولو ته اړتيا لرئ.))

3 thoughts on “د افغانستان ستر تيوريسن/ جورج پاکر”
  1. ټول په هرصورت خو دا چې اوس افغانان او افغانستان څنګه وژغورو ؟ په سوچ کول پکاردي .

ځواب ورکول محمدداود ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *