ولسمشر اشرف غني د ماتې‌خوړونکو دولتونو د برخې کارپوه دی. آیا هغه کولی شي چې خپل دولت له پاشل کېدو څخه وژغوري؟

 ژباړه: نظر محمد افغان

لومړۍ برخه

د افغانستان جمهور رييس، اشرف غني هر سهار تر پنځو بجو وړاندې له خوبه پاڅيږي او له دوو تر درېيو ساعتونو پورې مطالعه کوي. هغه خپله ورځ د رسمي اسنادو له يوې پېړې بکسې سره تېروي. هغه د هرات ولايت د والي په توګه د رقابتي غوښتونکو وړانديز شوې طرحې لولي او ګټونکی په کې انتخابوي. هغه د ستر کابل د پراختيا لپاره د ۴۴ ښاري انجينرانو طرحې بررسي کوي. ويل کيږي چې غونډو لپاره هغه پخپله ځانته ويناوې ليکي او د هغه چا په اړه، چې غواړي له ده سره وګوري، څېړنې کوي. هغه د استراليا د بهرنيو چارو له وزير سره تر ليدنې وړاندې، د بهرنيو مرستو په اړه د استراليا دولت رسمي ګزارش لوستی و. هغه د سنا مجلس د اطلاعاتو د کمېټې د شکنجې ۴۰۰ مخيز ګزارش د خپرېدو پر ورځ لوسته او په بله ورځ يې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له قومندان، جنرال جان کمپبل څخه بښنه غوښتې وه؛ ځکه چې هغه لا د یاد ګزارش مطالعه پای ته نه وه رسولې. هغه؛ داروپا په ختيځ کې له سوسيالېزم څخه پانګوالۍ ته د اوښتو، زر کاله وړاندې په مرکزي اسيا کې روښنايي، موډرنې جګړې او د افغانستان د سيندونو په اړه کتابونه لولي. هغه په ارګ (په نولسمه پېړۍ کې د يوې ودانۍ په منځ کې د څو ماڼيو مجموعه، د کابل په مرکز) کې اوسيږي. هغه کتابونه چې په قلم نښه شوي دي، د مېزونو پر سر پرانستي ايښودل شوي دي.

غني دوه لسيزې وړاندې د سرطان د ناروغۍ له امله، د خپلې معدې يوه برخه وبايلله او مجبوره دی چې د خرما په څېر واړه خواړه د ورځې شپږ ځله وخوري. هغه کله کله تر خوړو وروسته وقفه اخلي، په ګل‌خانۍ ماڼۍ کې د خپل دفتر شا ته څپرې لاندې پر نازکه تخت پرېوزي او مطالعه کوي؛ يا د خپلې خوښې له کتاب سره په حرم‌سرا ماڼۍ کې د چينار د يوې ونې لاندې- هلته چې د خدای بښلي ظاهرشاه پاچا کتابتون دی- کيني. تر اشرف غني وړاندې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال، دا کتابتون د هغو قيمتي ډبرو په څېر و چې ګردونو کې پټ و. وروسته له هغه چې غني د ۲۰۱۴ زېږديز کال په سپتمبر مياشت کې جمهوري رياست ته ورسېد، سلطنتي چارې يې منظمې کړې. په داسې حال کې چې کرزي، ماڼۍ له ملاقات‌کوونکو څخه ډکه کړې وه. هغو کسانو چې عريضې يې لرلې، د ډوډۍ په وقفه کې يې ورسره ليدل. په غالب ګومان، غني يوازې ډوډۍ خوري. کرزۍ او کورنۍ يې تر دولس کلن واک وروسته، د افغانستان د خزانو او نړيوالو شتمنيو له سلګونه ميليونه ډالرو سره له ارګه بهر شول. د غني په وينا، د ده ځانګړې سرمايه شاوخوا څلور ميليونه ډالره ده. د دغې شتمنۍ ډېره برخه، د کابل په لويديز کې د نوموړي څلور جريبه کور او اووه زره ټوکه کتابونه تشکيلوي.

اشرف غني، مجرب انسان پېژندونکی دی چې کلونه يې په نړيوال بانک کې کار کړی دی. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو تر نسکورېدو وروسته، ځلونه افغانستان ته تللی او راغلی دی. د هغه اندېښنه به تل دا وه چې څنګه کېدی شي، په بېوزلو هېوادونو کې چې په جګړه کې اخته دي، مناسب بنسټونه رامنځته شي. ټول پام به يې هغو هېوادونو ته و چې د قوانينو د اجرا، د عادلانه بازارونو د رامنځته کولو، د مالياتو د راټولولو، د خدمتونو د وړاندې کولو يا خپلو ښاريانو ته د امنيت راوستو توان يې نه لاره. پر کال ۲۰۰۶ زېږديز، غنياو يو پخواني همکار يې (د کلر لاکهارت په نوم د بشـري حقونو يو بريتانيايی وکيل) په واشنګټن ډي سي کې د دولت اغېزمنتوبانستېتيوتجوړه کړه. دوه کاله وروسته هغوی د (په ناکامو دولتونو کې اصلاحات: د ورانې نړۍ د بياجوړونېچوکاټ) په نوم يو کتاب خپور کړ. په دې کتاب کې د دولتونو اصلي دندې راغلي دي او بنسټونو په جوړولو کې د ښاريانو له تخصص څخه د ګټنې (استفادې) په څېر يو شمېر وړانديزونه مطرح شوي دي. هغه مهال دا الګو نور يوازې يوه تخنيکي مسله نه وه. د سوماليې، عراق، پاکستان او افغانستان ګډوډيو د نړۍ ويجاړۍ لپاره يو ګواښ و.

د نظر خاوندان د خپلو نظرونو د عملي کولو لپاره داسې خورا لږ فرصتونه پيدا کوي. افغانستان د شوروي ښکېلاک له وخته (۱9۷۹ زېږديز) راهيسې- هغه وخت چې غني ۳۰ کلن و او کولمبيا پوهنتون کې دوکتورا ته کانديد و- په جګړو کې اخته دی.که څه هم د طالبانو ګډوډي د مخدره توکو پر يوې جنايتکارې شبکې بدله شوې ده، د څو مرکزي ولايتونو په ګډون د هېواد ډېره برخه د طالبانو تر ګواښ لاندې ده. د افغانستان د ۳۹۸ ولسواليو په ۶۰ سلنه کې، د دولت حاکميت له يوې دولتي ودانۍ او يو بازار څخه نورو ځايونو کې نشته.القاعده او اسلامي دولت په ختيز کې خپل شتون ثابت کړی دی. افغانستان نه شي کولی چې له خپلو پولو څخه ساتنه وکړي په داسې حال کې چې ګاونډيان يې ترهګرو ته ځای ورکوي او ملا يې ورتړي. (د می په مياشت کې د طالبانو مشـر ملا منصور په داسې حال کې چې د ايران له سرحدي ښار زاهدان څخه خپلې مېنې (د پاکستان کويټه ښار) ته ستنېده، د امريکايي بې‌پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې ووژل شو. د راپورونو له مخې نوموړي چې له ځان سره پاکستانی پاسپورټ لاره، په دې سفر کې يې له ايراني چارواکو سره ليدلي ول.) د افغانستان اقتصاد پر بهرنيو مرستو او ترياکو ولاړ دی. فساد په پراخېدو دی. په ۲۰۱۴ زېږديز کال کې د ۱۲۷۰۰۰ بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته، د هېواد اقتصاد وپاشل شو، بېکاري ډېره شوه او د افغانستان سلګونه زره خلکو خپل هېواد پرېښود. غني د يوه ماتې خوړلي هېواد منتخب جمهور رييس (د توافق په پايله کې) دی.

په وجود خوار، د ايره‌رنګې ږيرې او ننوتو سترګو خاوند، تر يوه بريده له ګاندي سره ورته‌والی لري، خو يو توپير يې دا دی چې هغه ارام سړی نه ښکاري. احساساتي کيږي، اوږې يې بوټې راوځي، څنګلې له بغلونو سره جوختوي. هغه په نامناسبو وختونو کې عجيبه خندا کوي. هغه نه شي کولی خپله خندا قابو کړي. په شاوخوا کې يې ځوان پلويان دي خو خپل ځواکمن متحدان يې له لاسه ورکړي دي. غني چې په ارګ کې ځانته دی، اوږده او ستړي‌کوونکي ساعتونه په کار اخته وي او ځان يې د هغو پروژو په څېړلو کې بوخت کړی دی، چې بايد لاس‌لاندې کسان يې مخ ته يوسي. د افغانستان د يوه لوړپوړي چارواکي له خولې: ((له دې امله چې نوموړی د ډېرې مودې لپاره يو پوهنتوني شخصيت و، اوس د کار هغه شېوه، چې مطالعه، سپړنې او تجزيې ته اړتيا لري، نه شي پرېښودی. که هغه د کابل ښار د خځل‌لوښو (کثافت‌دانيو) د راټولولو اړوند فايل لپاره وړانديز کوي او يو پنځه ‌سوه مخه دوسيه ترلاسه کړي، ټول په هماغه شپه لولي او يادښتونه ترې راټولوي.))

په داسې حال کې چې پخواني ولسمشـر به په ډېره لېوالتيا په ساعتونو له مېلمنو سره غورې کولې او د هغوی په خوښه به يې مجلس پای ته رساوه،خو د ده کيسه بېله ده. د نورو له خولې د ځان ستاينه له خپل شان څخه ټيټه ګڼي او ملاقات کوونکي په داسې حال کې ترې بېليږي چې يو ډول د ځان د سپکاوي او ګواښ احساس کوي. يو ځل به کابل کې، جمهور رييس د افغانستان د لويديز له ځواکمن جنګ‌سالار اسماعيل خان ليدنې ته ۱۵ دقيقې په پام کې نيسـي. د غني يوه نږدې سلاکار، جېلاني پوپل هغه ته ويلي وو: ((يا خو د هغه د خوښې مودې لپاره ورسره وګوره او يا بېخي له دې کاره تېر شه. داسې نه شي کېدی چې دې کار لپاره يوازې پنځلس دقيقې بېلې کړې.)) خو غني پر خپل نظر ټينګار وکړ: ((د هرات بې‌رحمه او فاسد امير يوازې د همدې پنخلسو دقيقو ارزښت لري.))

غني يو ځيرک تکنوکرات دی چې د خپل وخت شل راتلونکي کلونه په پام کې نيسي او په ژور فکر ځان په هغو دلايلو ستړی کوي چې د ده وطن يې وران کړی دی او يا کولی شي چې وران يې کړي. دغه لوړپوړي چارواکي وويل: ­((هغه نه تطمېع کيږي.هغه غواړي چې هېواد يې بدلون ومومي او هغه د دې کار توان لري. خو داسې ښکاري چې هر څه د نوموړي په مقابل کې ودرېدلي دي.)) غني د اصلاح‌غوښتنونکو له هغې ډلې څخه دی چې د امريکا دولت د يوه شريک په توګه، د کرزي تر بې سرو سامان حکومت وروسته د کلونو په اوږدو کې ورته اړتيا لري. په همدې حال کې هغه په بهرنيو چارو وزارت کې ډېر لږ مينه‌وال لري او د کابل مشـران هم دا خبره نه پټوي چې ده ته په درناوی نه لري. هغوی غني يو بېکاره او کبرجن مدير بولي او وايي چې هغه هېڅ نږدې دوست نه لري او له سياسي پوهې او ذهن څخه برخمن نه دی. هغوی وايي، غني د يوه خيالي او د خپل ذهن د ساختګي هېواد مشر دی. غني، د افغانستان جيمي کارتر دی.

ډېر شنونکي طمع نه لري چې غني دې د خپل حکومت دوره- چې تر ۲۰۱۹ کاله پورې دی- بشپړه کړي. د هغوی په وينا، ۲۰۱۶ کال د دې ملت د پايښت او ازموينې کال دی. سکاټ ګوګنهايم، د غني امريکايي اقتصادي سلاکار وايي:دا کال، د ژوند له خطرونو ډک کال دی. هغه به يې يا له عهدې وځي او يا نه شي وتلی.))

د ارګ ډبرين دېوالونه، د بټني دېوالونو، د تالاشۍ پوستواو وسله‌والو ساتونکو له خوا ساتل کيږي. د ارګ له ودانۍ څخه بهر، دېوالونه او اغزن سيمونه، د کابل سړکونهپه وسله‌والو کمپونووېشـي چې د افغانستان پېژندل شوې څېرې او بهرني ديپلوماتان په کې اوسيږي. خلک بايد له هغوی څخه لرې واوسي. د ښار ترافيک ډېر ځوروونکی دی. په باراني ورځو کې له خځلو ډک سېلاوونه پر سړکونو روان وي. کله چې په شمال کې جګړه ونښلي، د برېښنا مزي شکيږي او سړکونه تياره کيږي. کله کله ځانمرګی بريګر وژونکيو توکو ته انفجار ورکوي. امريکايي چارواکي نور په ښار کې د موټر چلولو خطر نه اخلي. له شنه سهاره د شپې تر تيارې، د امريکې متحده ايالاتو د سفارت پر سر چورلکې ګرځي. د دولت له کمزورۍ څخه په ګټڼې، د افغانستان سياست‌والو د غلاوو په پيسو دنګې ودانۍ جوړې کړي دي او هر يو پر دې باور دی چې بايد په ارګ کې وي. طالبان د کابل د اطراف له غرونو څو کيلو متره هاخوا پراته دي.

غني وايي: ((د پلار مور (نيا) مې پر ما ژوره اغېزه ښندلې ده. هغې به له يو ساعت مطالعې سره خپله ورځ پيلوله. اما مهم اغېز يې د زده‌کړې او روزنې و.)) موږ د ګل‌خانۍ ماڼۍ د دوه‌يم پوړ د تشـريفاتي کوټې، يوبل‌ته‌مخامخ صندلۍ کې ناست وو. دېوالونه لوړ، ستنې په شنه عقيق رنګ او دروازې نقش‌کاري شوې وې. غني موږ ته مخامخ ناست و. دوديزې تېره ايره‌رنګې جامې يې اغوستې وې او تور کوټ يې پر غاړه و. لکه د يوه اوچت مغازه‌دار ښکارېده او موږ ته يې دا پيغام راکاوه چې هغه د وطن بچی دی او خپل د اوسني ژوند او لسګونه هغو کلو په منځ کې يې ښکاره کرښه وېستې ده چې د امريکا په پوهنتونونو او نړيوالو سازمانونو کې يې تېر کړي وو.

په ۲۰۱۱ کال کې غني او لور يې مريم –هنرمنده چې په بروکلين کې اوسيږي- يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې (افغانستان: سيند (ډکشنري)) و. دا د اصلاحاتو، غبرګونونو او ګډوډيو په اړه يو کوچنی پوهنغونډ (دايرة‌المعارف)دی چې ځلونه په هېواد کې پېښ شوي دي. دا روايات له غازي امان الله خان سره پيليږي چې له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۹ پورېد افغانستان پاچا و. امان الله خان لومړی کس و چې د افغانستان موډرن کېدو لپاره يې هڅې وکړې. هغه د اساسي قانون پر ليکلو څار کاوه. تعليم او لوړو زده‌کړو ته يې وده ورکړه. د مېرمنو له آزادۍ څخه يې ملاتړ کاوه او د پلازمېنې پراختيا لپاره يې پلان‌ګزاري کړې وه. همدا راز د افغانستان د بهرني سياست د خپلواکۍ لپاره يې مبارزه وکړه. خو امان الله خان د ټولنې مهمه برخه -چې له هغې ډلې څخه روحانيون ول- په غوسه کړل او په پايله کې د يوې قبيلې د مشـرانو له خوا رانسکور شو. که څه هم امان الله پام‌وړ لاسته‌راوړنې لرلې، اما هغه ډول چې غني او مريم ليکلي دي: ((هغه په افغانستان کې د دايمي بدلونونو په راوستو کې ناکام و. نوموړی د اصلاحاتو په موخه سياسي اجماع ته د رسېدو په لاره کې، د کليوالي پاڅون‌کوونکو پر وړاندې مات شو.)) د محافظه‌کارو پاڅون‌کوونکو له لوري د رغونې د چټکتيا لغوه کېدل، ترقي غوښتونکو لپاره هم يوه نمونه وه او هم خبرداری. ((دوی څو څو ځله د نوموړي د نيمګړې پروژې د سرته رسولو هڅه وکړه خو د خپلو کمزوريو له امله تسليم شول.))

غني د پښتنو له يوې پېژندل شوې کورنۍ څخه راپورته شوی دی. نيکه يې يو نظامي قومندان و چې په ۱۹۲۹ زېږديز کال کې د امان الله تر نسکورېدو وروسته يې د نادرشاه په انتصاب کې مرسته وکړه.د غني پلار، د ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال -چې ۴۰ کاله يې واکمني وکړه- د حمل او نقل په برخه کې يو لوړپوړی چارواکی و. غني په ۱۹۴۹ زېږديز کال کې زېږېدلی دی. هغه په پخواني کابل کې لوی شوی دی او وروستۍ اونۍ او رخصتۍ يې د اسونو په سورلۍ او د نيکونو په ځمکه کې په ښکار باندې تېرې کړي دی. په ښوونځي کې په نوموړي باندې ملنډې وهل کېدې –هغه کوچنی اندام درلوده او کله کله د بوډا په څېر به يې ملا بوټه راووته- خو په ډېرې غوسې به يې خپل همزولي تر خپل تاثير لاندې راوستل. پر کال ۱۹۶۶ چې په لېسه کې يې زده‌کړې کولې، د يوه انتقالي زده‌کوونکي په توګه امريکې ته لاړ. غني په خپل نوي ښوونځي کې په (اورګاه) کې، د زده‌کوونکو د شورا څوکۍ، چې يوه بهرني زده‌کوونکي لپاره بېله شوې وه، اشغال کړه. هغه وايي: ((موږ د شورا په لومړۍ ناسته کې ساده تصميمونه ونيول او يوه اونۍ وروسته عملي شوې ځکه چې شورا پيسو ته لاس‌رسی درلوده.)) دې فکري تجربې د توسعې په اړه نوموړي ته يو بېل شکل ورکړی و: ((تاسو کولی شئ چې سره راټول شئ، څومره مو چې زړه غواړي خبرې وکړئ خو که عملي چوکاټ ونه لري، بې ګټې دی. له همدې ځايه ده چې ولسواکي ارزښت پيدا کوي.))

پر کال ۱۹۷۳ زېږديز، غني د خپلو سياسي علومو سند د بيروت له امريکايي پوهنتون څخه ترلاسه کړ. همدلته پر رولا سعاده–چې يوه مسيحي لبنانۍ وه- مين شو. هغوی د واده پرېکړه وکړه او پر ۱۹۷۴ کال چې غني په کابل کې تر تدريس وروسته راستون شو، د راتلونکې مېرمنې پلار (خسـر) يې ليدو ته ورغی. د رولا پلار ويلي وو: ((ته به آخر هم سياست ته لاړ شې او زما د لور ژوند به ورتباه کړې.)) غني ناصادقه ځواب ورکړی و: ((زه پوره ژمن يم چې يو پوهنتوني شخصيت به پاتې کېږم.)) (دا واده په ۱۹۷۵ کال کې وشو. اوس د مريم په نوم يوه لور او د طارق په نوم يو زوی لري.)

د کال1973 په جولای مياشت کې د شاه د تره زوی، داود پاچاهي نسکوره کړه او پخپله د افغانستان لومړی جمهور رييس شو. داود په لومړيو کې له کمونېستانو سره يوځای شو او د غني او د لور د مقالې پر اساس، ((هغه د نوې رغونې نيمګړی موډل له پورته څخه تحميل کړ.)) په کال ۱۹۸۷ کې کمونېستي ځواکونو، داود -په داسې حال کې چې هڅه يې کوله په ګل‌خانۍ ماڼۍ کې د يوې ستنې شاته پټ شي- په مرمۍ وويشت او ويې واژه. د ۱۹۷۹ زېږديز کال تر پايه -تر هغه مهاله چې شوروي پر افغانستان يرغل وکړ او جهاد پيل شو- په دې وطن کې وژنې او قتلونه ول. پر ارګ د خپلو وژل شويو استوګنو د ارواګانو سېوری خور دی.

3 thoughts on “د افغانستان ستر تيوريسن/ ليکوال: جورج پاکر”
  1. اخ اخ ولسمشره دوستان دى ډير اودوشمنان دى ړانده اوهلاک شه ،
    زه خوهسى خوشى چټي نه يم درباندى مين ،
    زما مينه يي ولسمشره
    راته ژوندى اوسى ،

ځواب ورکول SAFI ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *