تاند- په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د ولسمشر استازي د پاکستان پوځ ته خبرداری ورکړ چې په تورخم کې د دروازې له جوړولو لاس واخلي کنې د بدو پایلو مسوولیت به د پاکستان په غاړه وي.

ښاغلي زاخېلوال په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې پاکستان له دې سره سره چې موافقه وکړه چې د دروازې د جوړولو کار به دروي او مسله به له دیپلوماتیکې لارې هواروي، د دروازې د جوړولو کار نه دی درولی.

پرون وروسته له دې چې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز او د بهرنیو اړیکو له سلاکار سره ډاکتر زاخېلوال پر اوربند او د دروازې د نه جوړولو پر سر موافقه وکړه، پاکستان وویل چې په تورخم کې اوربند ټینګ شوی خو دوی د دروازې د جوړولو کار نه دی درولی.

زاخېلوال همداراز ویلي چې د پاکستان د پوځ له پلاوي سره یې په دې موافقه کړې وه چې پر مسلې به په لوړه کچه حبرې کېږي، د دواړو خواوو جګپوړي پلاوي به یې د خبرو له لارې هواروي او پر دروازې به تر هغو کار نه کېږي چې مسله حل شوې نه وي.

د افغانستان سفیر وايي چې د پاکستان پوځ ته په تورخم کې د دروازې پر جوړولو د کار د بیا بیلېدو په اړه لیک استول شوی او خبرداری ورکړای شوی چې د هر راز نتیجې مسوولیت به د پاکستان په غاړه وي.

ده دا هم ویلي چې مجبوره به شي چې د لانجې جزییات څرګند کړي او بیا به دې ته اړتیا پاتې نه شي چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت کار ته دوام ورکړي.

5 thoughts on “د افغانستان سفیر پاکستان ته په تورخم کې د دروازې د جوړولو په وړاندې خبرداری ورکړ”
  1. شاغلی زاخیلوال وایی چه مجبوره
    به شی چه دلانجی جزئیات نشر کی زما په گمان چه که دپردی شا ته کومه معامله نه شته باید وخلگو ته یی نشر کی اودایی حق دی چه ددی دسیسی په جزئیاتو خبر شی.

  2. موږ په خپلو سرحدی زواکونو ویاړو الله مو په هر زای کی بریالی لره او له مشرانو مو دا درخواس ده سی دی خپلو زاوکونو وینه خرسه نه کړی

  3. جناب زاخیل وال صاحب
    د پاکستان دولت هیڅکله په خپلو دیپلوماتیکو اونړیوالو ژمنو وفا نده کړی. دا د دوی تاریخی عادت دی. په دروازو زمریان نه بندیږی. پریږده چې دوی خپل مصرف وکړی . که ورځ یی راغله بیابه لکه د برلین دیوال چې د میلیونونو دالرو په مصرف جوړ شوی وو ، وران او خلک به یی خښتې له ځان سره د یادګار په توګه وړی.
    په سیاسی مسایلو کې ډیر احساساتی کیدل زمونږ په تاوان دی . تاسو د افغانستان خلکو اودولت ته ډیر محترم او د درناوی وړیاست. د امرالله صالح تبلیغات اوس دومره ځای نه نیسی

  4. Zakhilwal saheb stasi diplomatic qadamoona qabil de ehteram de kashkai wazir kharija wai kher yaw mashom rawast wazir kharija trena joor kr bayad khpal dariz bandi wadarigi ter so kar motlaq band she fakistan sara loy majboriat zamong hedwal che halta sigi yaw lar moshkelato sara ba makha makh she kho bia ham khpal watan ta ratlai she pati shwal khwara deri lari ba allah paida kri de kar sara ba yaw taraf ta fakistan mong ta waqighi doshman marifi she bal taraf ba de afghanoo tawajoo khpalmanzi na fakistan ta she allah karim de la barya pa hela aw ziat omer pa hela.

  5. زاخیل وال صیب ! ولی چپ یی هره خبره چه شته روشانه یی کړه او خپل وطنی فرض ادا کړه حا یینی باید په جهانی کچه رسوا شی .

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *