تاند- شاوخوا ۲ زره افغان دیني عالمان نن /دوشنبه/ په کابل کې راغونډ شول او د روانې جګړې خلاف یې فتوا صادره کړه.

دوی، چې د افغانستان له بېلابېو سیو دې غونډې ته راغلي ول، په خپله فتوا کې ویلي «په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده او هیڅ راز شرعي جواز نه لري.»

په فتوا کې دغه راز راغلي«د شریعت او اسلامي قوانینو له نظره هر ډول جنګ ناروا او د مسلمانانو د وینو له بهیولو پرته بل شی نه دی.»

افغان دیني عالمانو همداراز ویلي«انتحاري حملې، د خلکو د وژلو لپاره چاودنې، وسله وال مخالفتونه، راز راز فساد، غلاوې، اختطافونه او هر ډول تشدد په اسلام کې لویه ګناه شمېرل کېږي او دا ډول کارونه د خدای تعالي له حکمونو سره په ټکر کې دي.»

په داسې حال کې چې دیني عالمان د لویې جرګې په خیمه کې راغونډ شوي وو، یوه انتحاري د غونډې ځای ته نژدې ځان والوزاوه او لږترلږه ۸ ملکیان یې شهیدان کړل.

د افغانستان دغو زرګونو عالمانو همداراز ویلي چې د قرآنکریم پر اساس د مسلمانانو وژل حرام او ناروا دي.

دوی په عین حال کې پر طالبانو او حکومت ږغ وکړ چې جنګ بس کړي او سوله وکړي.

دیني عالمانو د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لپاره منځکړتوب ته تیاري هم ښودلې ده.

تېره میاشت په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا یو شمېر دیني عالمانو هم له طالبانو وغوښتل چې جنګ ودروي او سوله وکړي خو طالبانو د هغوی غوښتنه رد کړه.

2 thoughts on “د افغانستان شاوخوا ۲ زره دیني عالمانو جګړه ناروا وبلله”
  1. طالب د آی ايس آی ګوډاګی دی او تر څو پوری چی بادار يي د جنګ ودرولو امر ونکړي دا وينځه به د افغانانو د وژلو نه لاس وانخلي.

  2. د تاریخ تکرار شهید داکتر نجیب د سولي تږئ وو نني توپکیان چه اوس پر قدرت دي ده شهید به زارۍ او ننواتي ورته کولې خو هغو به ویل یا ته لیري شه او قدرت موږ ته وسپاره اوبس! موږ د جهاد ثمر په چوکی کي غواړو . او قسم مو خوړلی خپلو پنجابي بادارو ته چه دا ملک به ورانوو.
    نو اوس د سپینو لنګوتو مخلوک هم دغه چل مخ ته وړي. افغانانو موږړته مبارزه پکاره ده بله لار نسته سوله موله دوی نه مني.

ځواب ورکول فیض ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *