نګین کرګر

له څلور لسیزو جنګ نه وروسته د افغانستان د څلور نسلونو ډیره فیصدي له لوړو تحصیلاتو بې برخې شوه. افغانستان د ساینس، ټکنالوجۍ، د ترقۍ او د طبیعي زیرمو د راویستلو او څیړنو څخه بې برخې پاتې شو.

زموږ ماشومان دا حق لري چې د ساینس، طبیعت او د ژوند د مختلفو رنګونو څخه خوند واخلي. زموږ ماشومان دا حق لري چې د دریو ډي این اې نه پیدا شوی ماشوم ته کافر ونه وایې او دا د ساینسیوه لاس ته راوړنه ومني. زموږ ماشومان دا حق لري چې

مکتب ته لاړ شي او میندې یې دا حق لري چې د ماشوم مکتب ته  تګ ورته اندیښنه نه وي.

زموږ نجونې حق لري چې په خپله خوښه مسلک انتخاب کړي، کار وکړي، او بې له دې چې د سرک په غاړه د بداخلاقو سترګو ښکار شي قدم ووهي، سپورت وکړي او د ژوند له کوچنیو خوشالیو خوند واخلې.

زموږ ځوانان حق لري چې د مرګ له ویری پرته بیرته کورته ستانه شې. او د بې روزګارۍ او یوې مړۍ ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ لپاره په ایران پاکستان، سعودي او ترکیې کې مزدوري ونه کړي.

د جنګ رهبران یا جنګیالي غواړي چې انتخابات تخریب کړي.

دا د هر چا فردي حق دی چې انتخاباتو ته ځان کاندید کړي او ظرفیت په ځان کې وویني.

 د انتخاباتو په تخریب باندې زموږ وطن نه اباد شو او نه به سل کاله پس اباد شي.

په یوویشتمه پیړۍ کې د ساینس او تکنالوجۍ پرمختګ ته ضرورت دی.

 ساینس مو له ټولې دنیا سره نښلوي او د نویو څیړونو او مرضونو د تداوي لپاره لاره خلاصوي.

دا هغه وخت امکان لري چې موږ نړیوالې اړیکې ولرو.  په ګډه نر او ښځې د کار کولو وړتیا ولرو او دا هغه وخت ممکن دی چې موږ دیموکراسي قبوله کړو، او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړو د یو ودان افغانستان لپاره!

یو چا رانه وپوښتل، د روسانو په ماتې بايد موږ ووياړوو؟

روسان چېرته مات شول؟ خپل عسکر یې وایستل، وطن کې یې راته کیمیاوي وسلې تجربه کړې، زهر یې وپاشل په خپلو کې یې په جنګ واچولو، په اخر کې د سولې د نوبل جایزه ګورباچف واخیستله، او د ودکا بوتل برانډ یې هم په نوم شو.

اوس ویاړلې ته شوې که روس؟ وطن ستا په کڼدواله بدل شو که د روس؟ اسلام ته سپکې سپورې ستا ځوانان وایي او ترې تورې تورې بلا دی که روس خپلې کلیساوې ورانې کړلې؟ جوماتونه ستا وطن کې وران شول که د روس په یوه اسلامی برخه کې؟

مهاجر ته شوې او له ګلخان سره ددوه روپو مزدور شوې که روس؟ نجونې او ځوانان ستا بیسواده پاتې شوی که د روس؟ پوډری ستا ځوانان شول که دروس؟ په مدیترانه کې ستا ځوانان غرق شول که د روس؟ په لندن او یونان ترکیه کې ستا ځوانان در په دره شول که د روس؟ ځاندرځې ستا ځوانان شول که د روس او پنجابک؟

دا ویاړونه هسی خوشې د اوښ پوسکۍ دي چې مجاهد یې اچوې څه روس په تی ان تی TNT ولړو او څه دوی په سلفرو.

 کور مو وران شه دله جهالته سره. تاسو خو اوس هم مزو چرچو کې یاست بچو ته سالګرې کوئ او قیمتی شامپو مو وپیژندله، برباد د کونډی زامن شو، چې پیښور کې په ماشومو ګوتو قالینې اوبدلې او د پنجاب سپو تړیوالو ته په خپل نوم خرڅولې.

د جمرود په سر ستاسو ښځی سرتوری بیعزته شوې او که د بل چا؟ د مینابازار په رنډې خانو کې ستاسو ښځی مجبوره شوې ځان وپلوری که د بل چا؟  نړیوالو پری کتابونه لیکلې دی  خو مونږ هماغه  خپل د جهل او اګنورنس  ډول غږو.

دوه دری اونۍ دمخه یو دکان ته لاړم .چې دستکولونه پکې وو په مخکې یې د مریو  ښایسته ډیزاینونه و، دوکاندار نه می وپوښتل دا د کوم ځای دی وایې دا د هند نه راځې؟ مالی غلط یې درته ویلې دی دا هنر یواځې د افغانو میرمنو زده دی، ولې ورسره د افغانستان نوم باید ونلیکل شې؟  ځکه مونږ خپل هنر ته خپلې خاوری ته، خپلو خلکو ته ارزښت نه ورکو.

بینینسیوان  ورته ملګرو ملتونو نه راولیږو ، ډاکتر نجیب ورته واک پریښوده، دوی په چور او ورانۍ شروع وکړه عین شی لکه د مړ احمد شاه مسعود ورځ .چې لمانځې دوی دغسی وحشت کابل کې خپور کړ، مکتبونه بند شول، نجونې یې وتختولې، ښځې یې بیعزته کړې.

نور نو څه ووایې دوی مکه کې قسمونه وکړل او بیا راغلل د لیونو سپو په شان یو بل سره د قدرت په سر ونختل، نمونه یې اوس نه وینې ګلبدین چې اخطار ورکوی بیا به غره ته ځم، د پنجاب حلالیان دی دوی ته افغان او افغانستان اهمیت نلری.

خلاصه دا چې دی وطن کې هر یووچې واک کې وو خپلې مزی یې وکړی بزنسونه  یې چآلان  د کمونست زامنو عسکری تش په نامه کوله یا به یې روسیه کې مزی وې او د مجاهد لوڼو او زامنو ددوبۍ ساقی خانو کې وخت تیر شو. برباد څوک شو؟

One thought on “د افغانستان ضرورت| نګین کرګر”
  1. سلام

    تعلیم او تربیه دټولنې بنسټ او دشا هډوکی ته ورته دی که اجازه وی زه به هم دتاند له لار ې به تبصره کې ګډون وکړم
    وایی دولت پیسې نه دی قدرت نه دی قو او قبیله نه غر نه دی نوم او شهرت نه دی بلکې ددرې شیانو نو م دی لومړی علم ،دوم شرافت او دریم عبادت
    او همدا رنګه ددرې خبرو پایلې درې دی دسکوت پایله سلامت، د تقوی پایله عظمت ، او د خدمت پایله سرداری او سیادت هو! علم او پوه ښوونځی او مدرسه مسلک او ایمان

ځواب ورکول ع.شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *