دا باید په خواشینۍ سره ووایم، چې د دوي په منځ کې همغږي نه شته او نه یو دبل په منځ کې ملاتړ.
د هیواد د پوهنې او پوهنه معیاري کونې له پاره دا همغږي باید د دوی منځ کې پیدا شي او د دوی کارونو په منځ کې هم باید فکر وشي. د دې موئسسو د کارونو لار باید بدله شي پروګرامونه باید د ورځې ګټو په اساس وي او ترې د کاراخستلو په بنسټ باید سم شي.
لنډ: د دې درې مؤسسو په منځ کې باید نه ځانله همغږې پیدا شي، د دوي په مڼځ کې باید یوسم عملي کیدونکی پروګرام جوړ اوپلی شي.
دا نو باید څنګه وي؟
موږ د دوه ډوله پروګرام ټاکلوله پاره باید فکر وکړو.
لومړی:د هرې مؤسسې خپل درسي اوکاري پروګرم.
دویم: د رېواړوپه منځ کې د همغږۍ اوګډ کار پروګرام.
د پوهنتون له پاره نصاب:
دلته هم لومړي توبونه دا دي، چې استادان باید هغه د سر کسان له پوهنتون څخه و نیول شي، موخه مې هغه د پوهنی په اړخ کې یا پوهنیز( علمې) همکاران دي او دوي هم لکه څنګه دښوونځي د نصاب استادان د خپلو دوه ژبو برسیره په یوه پرمختللې ژبه ښه وپوهیږي، نږدې لکه دواړه پلې ژبې. دې خو اړتیا نه شته، چې خپلې ژبې باید په یادې راوړم، چې باید ښې یې زده وي، دا خو یو قانوني امر دۍ. د پوهنیزوهمکارانو امتیاز هم همدا دۍ،چې د لوړوزده کړو له پاره دباندنیو هیوادونوته ولیږل شي. په اړونده لوستو کې یې د پوهې سویه باید جګه شي اونوروهیوادونود درس ورکړې او کتابونو راټولولوکې هم تجربه تر لاس کړي. په دې خو پوهیږو، چې په پوهنتونکې د ښوونځي په څیر د درس له پاره کتابونه نه لیکلد کیږي، په پوهنتون پوهان یا علمي همکاران په معلوم نصاب کې په نصاب کېد یاد درس له پاره په خوښه موادراټولوي، چې دا کار هم باید درسورکونکویا پروفیسرانوزده کړی وي.
دپوهنتون د درس ورکوونکو اجوره خو ښه شوې، چې همدسې باید د ښوونځي د نصاب لیکونکو اود علومواکادمي علمي کارکوونکو له پاره هم وي.
د لکچر ورکوونکي دنده دا هم باید ي، چې متو شوي لیکچرونه د یوه کتابډوله لیکې له لارې را وباسي، تمرینونه چمتوکړي، چې هغه هم په هغه ورته ټاکلي وخت د زده کړوسره روښانه شي یا کار پرې وشي.
د مضامینو ټاکلو له پاره باید استادان په هغه روزنیز هیواد کې بلد شي او بیا د هغه هیواد او نوروهیوادونود درسي پروګرام سره پرتله کړي اود پوهنتون له پاره هغه مناسب مضامین خوښ کړي، چې په کوم سمستر کې کوم وویل شي.
د استادانو نور کارونه: استادان باید د علمي همکارانوپه مرسته لکچرنوټونه ترتیب کړي د تمرینونوسره، چې هغې ته شاګردان لاسریسی ولري.
د لکچرنوټ ترې رانیول شوي مرستندوی کتابونه باید له هر څه د مخه زده کړوته په ګوته کړي، پیداېښتي ده چې دابه هغه کتابونه وي، چې زده کړي ورته لاسرسی لرودی شي ( دا یو پیچلی کار دې،چې دا ادبیات دې نوله کومه شي؟).
دا چې کوم مضمون په اونۍ کې څو ساعته درس ورکړشي، دا به هم استادان د خپلې تجربې له مخې ټاکي، خو زه به د فزیک او شمیرپوهنې یوه يوهبیلګه له تاسوسره شریکه کړم:
فزیک ۱ او ۲ : دوه سمستره د تمرینونوسره. په اونۍ کې څلور ساعته لکچریا درس اودوه ساعته تمرینونه.
یوه پوشتنه مې داده چې دا د علومواکادیمی غړي ولی خپل القاب نه لري چې پرځانویی کیږدي ، دوی چې خارج ته ولاړشی ځانونه محقق اونور نه معرفی کوی ، برعکس پروفیسوران یي بولی ، لکه زلمی هیوادمل اوغفورلیوال اونور په دغه باره کې لږ وضاحت راکړئ
درناوی
زرین کل له اندچه
دروند زرین ګل صیب ډېره مننه. زه یو وړاندیز کوونکی یم اونور په دې هکله معلومات نه لرم. هیله ده، چې کوم کس پیدا شي اوستاسو دا پوښتنه ځواب کړي.