تاند- د طالبانو د دفتر د لوحې او بیرغ پر سر د افغانستان له سخت عکس العمل وروسته د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي قطر خپل سفر ځنډولی او امریکايی چارواکي وايي چې تراوسه پوري له طالبانو سره د امریکايی استازو د خبرو لپاره وخت او ځای نه دی ټاکل شوی.
د ولسمشر کرزی ویندوی وايي، د افغانستان د شرطونو د منل کېدو په صورت کې ممکنه ده چې افغانستان قطر ته استازي واستوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي تراوسه پوري له طالبانو سره د خبرو وخت نه دی ټاکل شوی.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت دا خبره وروسته له دې وکړه چې رسنیو وویل چې ژر به په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرې پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین پساکي په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:«د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د خبرو د ټاکل شوي وخت په اړه راپورونه دقیق نه دي، واشنګټن تراوسه پوري نه کومه نېټه ټاکلې، نه یې د خبرو لپاره ځای مالوم کړی او نه یې پر کومه غونډه سلا کړې ده.»
تر دې مخکې په ګڼو راپورونو کې ویل شوي و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې به د پنجشنبې په ورځ پیل شي.
ویاندې دا هم وویل چې حاضردمه د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډابین په واشنګټن کې دی. او لا کوم څرګند پلان نه لري چې کله به قطر ته روان شي.
تمه وه چې روانه اوونۍ د امریکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې خبرې پیل شي خو اوس داسي ښکاري چې د دوی خبرې ځنډېدلي دي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي جیمز ډوبین دوحې ته خپل سفر ځنډولی دی.
په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستل کېدو وروسته د افغانستان ولسمشر له امریکا سره پر امنیتي تړون خبرې وځنډولې او ورپسې یې اعلان وکړ چې قطر ته به د افغانستان له لوري څوک خبرو ته لاړ نه شي.
د افغانستان حکومت په دې اعتراض وکړ چې په دوحه کې د طالبانو پر دفتر د دې ډلې بیرغ رپول شوی او پر لوحه یې اسلامي امارت لیکل شوي دي.
خو وروسته له دې چې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر له ولسمشر کرزي سره خبرې وکړې د قطر حکومت د طالبانو له دفتره هم لوحه او هم بیرغ کښته کړل.
د ولسمشر کرزي ویندوی نن وویل، په هغه صورت کې چې امریکا خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کړي دي، ولسمشر کرزی غواړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي.
د کرزي یوه ویندوی فقیر واحدي وویل، کیري ژمنه کړې چې د طالبانو له دفتره به بیرغ او لوحه لېري کېږي او امریکا به رسماً د افغانستان د حکومت ملاتړ اعلانوي.
ده وویل که دا ستونزه حل شي په قطر کې له طالبانو سره د خبرو په پیلولو کې ستونزه نه ویني.
خو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي،:«موږ د افغانستان د اسلامي امارت نوم په رسمیت نه پېژنو. د باندنیو چارو وزیر جان کیري ولسمشر کرزي ته په دوو ټېلفوني خبرو کې دا موضوع په روښانه کړې ده.
To my understanding after all the United states will wily-nily have to talk to the Taliban to ensure themselves, for this reason the Karzai gov must talk too otherwise they are marginalizing themselves from US-Taliban talks as well as the political future since elections are not due to take place because of security concerns.