تاند – تمه ده چې نن د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو استازي او د امریکا استازي خبرې وکړي.

د دې خبرو نیټه یوه امریکایي چارواکي چې نوم یې لویدیځو رسنیو ته نه دی اخیستی په ډاګه کړه، خو امریکا رسما نه دې ویلي چې د جون په ۲۰ له طالبانو سره خبرې کوي. طالبانو هم په دې اړه څه اعلان نه دی کړی.

د امریکا له لورې به د دې خبرو مشري د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازي جیمز دوبینز وکړي، خو د حیرانتیا خبره دا ده چې دوبینز مخکې تر دې چې پرون قطر ته ورسیږي رسنیو ته وویل چې له طالبانو سره به خبرې هغوی ښایي کمزوري کړي، د هغوی د مشرانو په منځ کې به بیلتون پیدا کړي او د هغوی پر تبلیغاتو به منفي اغیز وکړي.

ځیني کتونکي وايي چې ممکن ښاغي روبین په دې توګه غواړي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په وړاندې د افغانستان د حکومت غوسه لږه کړي.

طالبانو چې بیا کله د سې شنبې په ورځ په دوحه کې خپل دفتر پرانیست، ویې ویل چې د دغه دفتر له لارې به له نړیوالو رسنیو سره د دوی اړیکي پیاوړي شي.

امریکایي چارواکو د سې شنبې په ورځ د قطر په مرکز کې د طالبانو د دفتر تر پرانیستلو وروسته وویل چې ډیر ژر به له طالبانو سره خبرو ته کښیني او له هغوی به واورئ چې دوی څه ویل غواړي، همداراز امریکا به هغوی ته خپل پیغام مخامخ ورسوي.

سربیره پر دې چې د کابل حکومت د طالبانو د دفترد پرانیستلو د بڼې له امله له هغوی سره د سولې په خبرو کې د ګډون خبره رد کړه او ویې ویل چې د سولې د عالي شورا پلاوی به قطر ته ولاړ نه شي، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ په برلین کې د جرمني له صداعظمې سره په ګډه خبرې غونډه کې وویل، چې ولسمشر کرزی په خپله دا مني چې سیاسي روغې جوړې ته اړتیا شته.

اوباما ټینګار وکړ چې له طالبانو سره به د سولې خبرې امریکا پرمخ یوسي.

3 thoughts on “د افغانستان له مخالفت سره سره امریکايي او طالب استازي نن خبرې کوي”
  1. zam pa nazar wasni hakomt has pa ekhteyr na lare awo laka sang che talibano wail da tul gudagen di da hago khabar sam wakhtal za ka che tula dunya shahida da ka taso gudagin na wai waliba amricayan pa khapl sar da afghanistan dasuli ki sta so na kabar taso khabra nawai amrica elan waki che da talibano sar mushkel nor na laro 11 kala di da afghanistan walas wagulawi akher bar band shwi

  2. نه اوسنی حکومت دخپل اختیاردی اونه طالبان دخپل اختیاردي، دخدای پاردی طالب وایی له امریکاسره دسولي خبري کوو خوپه افغانستان کي به جګړه روانه وي، مانا ( له امریکاسره سوله خو دافغانانودوژني ادامه) څومره ښه سوله کوي، ملاعمره خدای دي په دي دنیا په شرمونووشرموه ،کرزیه پروردګاردي تباکړه، خوچي اختیارڅوک نه درکوي یوه جانانه استعفا وړاندی کړه ، شرم نلرۍ دوه مسلمان پخپل منځ کي سوله نه سره کوي خو کافریي په منځ کي ناست دی دواړوته وایی سوله سره وکړۍ ، دوه کنداریان دی په چوکۍ نه سره جوړیږي وطن تبا کړ خدای دي ددوۍ دواړو نسب پورته تر ورنیکه اوښکته تر دکړوسي ترکړوسي پوري ختم کړي.

ځواب ورکول وطن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *