تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي دانیل فیلډمن نن په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره د انتخاباتو د بهیرپه اړه خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست د خبرپاڼې له مخې فیلډمن د انتخاباتو په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو، رای شمېرنې او تفتیش په اړه ولسمشر حامد کرزي ته معلومات ورکړل.
خبر پاڼه زیاتوي، چې ولسمشر حامد کرزي هم د انتخاباتو پروسې د ژر بشپړیدو غوښتنه وکړه څو افغانان نوی ولسمشر او حکومت ولري.
ولیسمشر وویل چې ملیونونو افغانانو په انتخاباتو کې ګډون وکړ او هغوی غواړي چې انتخابات ژر تر ژره نتیجه ورکړي او د هیواد چارې په سم ډول اداره شي.
فیلډمن د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي جیمزډابینر پر ځای ټاکمل شوی دی.
2014.07.31 دادشرم اوسپکاوی ځای ندی چې امريکای هيت زموږ جمهور ريس ته دانتخاباتو معلومات ورکوی ؟