تاند- افغانستان او یو شمېر نورو هیوادونو د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د اعلان هرکلی وکړ خو چین پرې انتقاد وکړ.

ولسمشر غني:

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې کندهار ته سفر کړی، د امریکا د نوې ستراتیژۍ په وړاندې په غبرګون کې وویل چې له ښاغلي ترمپ څخه مننه کوي.

ده همداراز وویل چې دا ستراتیژي به د افغانستان د امنیتي او اقتصادي بنسټونو د ښه کېدو لاره هواره کړي.

د ډېرو نورو افغانانو په شان ولسمشر غني ته هم د ښاغلي ټرمپ په ستراتیژۍ کې تر ټولو مهم ټکی پاکستان ته واضیح او روښان پیغام و. ده وویل«امریکا د افغانستان ګاونډي ته زغرد پیغام ورکړ چې نور ورانکارو او وژونکو ډلو ته پناه نه شي ورکولی.»

د افغانستان ولسمشر زیاته کړه، پاکستان ته د افغانستان پیغام هم دا دی چې ورسره دایمي سوله کوي، اوس پاکستان باید د افغانستان د سولې ږغ ته لبیک ووايي چې په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شي.

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړ چې د پاکستان له لوري د افغان طالبانو په شان سختدریځو ډلو ته د خوندي پناهځایونو ورکول به نور ونه زغمي.

«موږ نور د پاکستان پر پناهځایونو غلي نه شو پاتې کېدای. پاکستان په افغانستان کې زموږ په هلوځلو کې له ګډونه ډېر څه ترلاسه کولی شي. خو د تروریستانو د ملاتړ د دوام په صورت کې ډېر څه بایللی شي. ده همداراز وویل «پاکستان ډېر ځلې د ورانکارۍ، تاوتریخوالي او ترور عناصرو ته پناه ورکړې ده. »

اجرايي رييس عبدالله عبدالله

اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم د امریکا نوې ستراتیژي ستایلې او په ځانګړي ډول یې له تروریزم سره د مبارزې لپاره د مهالوېش نه ټاکل مثبت ګام بللی دی.

ولسمشر ټرمپ د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ د توضیح په ترڅ کې وویل چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو او یا افغانستان ته د لېږل کېدونکو ځواکونو د شمېر په اړه څه نه وايي ځکه چې دښمن ورڅخه ګټه اخلي.

مرستیال ولسمشر سرور دانش

د افغانستان مرستیال ولسمشر سرور دانش هم د امریکا د نوې ستراتیژۍ د هرکلي په ترڅ کې وویل«زموږ لومړی انتخاب جنګ نه دی، موږ پر تلپاتې سولې او ثبات ټینګار کوو او زموږ له نظره سوله د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره لومړنی انتخاب دی.»

وسله وال طالبان

وسله والو طالبانو په خپل عکس العمل کې ویلي چې د ډانلډ ترمپ نوې ستراتیژي د جګړې د دوام معنا لري او طالبان هم د دې ستراتیژۍ په وړاندې د جنګ لارې ته دوام ورکوي.

طالبانو دغه راز ویلي چې د ښاغلي ترمپ څرګندونې ښيي چې امریکا افغانستان ته د ځان خلاف د ګواښ په سترګه ګوري، خو حقیقت دا دی چې هیڅ هیواد د افغانستان له لوري زیان نه دی لیدلی او څه چې په دې برخه کې استخباراتي ادارې وايي تبلیغات دي.

د چین غبرګون

چین د امریکا د ستراتیژۍ پر هغې برخې نیوکه کړې چې له افغانستانه دباندې د ترهګرو خوندي پناهځایونو ته ګوته نیسي.

د پاکستان د دغه ستراتیژیک او نژدې دوست هیواد د بهرنیو چارووزارت ویندوی نن وویل«پاکستان له تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او په دې لاره کې یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.»

د پاکستان حکومت تر دې دمه د امریکا د نوې ستراتیژۍ په وړاندې غبرګون نه دی ښودلی خو ویل کېږي چې پاکستان ته د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مشر جنرال ووټل له لوري دا ستراتیژي توضیح شوې او ورته په کلکه ویل شوي چې د تروریستانو له ملاتړه لاس واخلي او کنې د امریکا له احتمالي عکس العملونو سره به مخامخ شي.

2 thoughts on “د افغانستان لپاره د امریکا پر نوې ستراتیژۍ مثبت او منفي عمکس العملونه”
  1. I don’t think that America will take strong actions against Pakistan as what is going on in Afghanistan is the shared goal of both Pakistan and USA. From the early biganing USA knew that Pakistan is supporting Taleban and they both had joint missions to flame war in Afghanistan and stimulate people against the government.

  2. ټرامپ ډیر پرځای تصمیم نیولی دی چی په ملت جوړونه او قانونواکی یی چلیپا راکش کړه. هغه پوهیږي چی اکثریت افغانان یا پخپله غله دی یا غلپالان دی. د غلو یی څه په ملت جوړونه او قانونواکی.دا ستراتیژی دی غل آغا شیرزی حزبی و نظاری غلو، ټټوکراتو غلو او ګپ کوتاه ټول بزرګوارغله امت ته مبارک وی ههههه – ژوندی او ویښ ملتونه خپله ستراتیژی په بل چا نه ټاکی(((((:::::::

ځواب ورکول اسلم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *