چاه بهار بندر

تاند- د افغانستان لپاره د هند د غنمو لومړۍ جوپه چاه بهار بندر ته ورسېده.

هندي رسنۍ وايي چې دا لومړی ځل دی چې په پراخه پیمانه د هند غنم د ایران د چاه بهار بندر له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.

د غنمو اندازه یولکو ۳۰ زره ټنه ښودل شوې ده.

د چاه بهار بندر فعالېدا د پاکستان پر کراچۍ بندر د افغانستان اتکا پای ته رسوي.

پاکستان د افغانستان او هندوستان ترمنځ سوداګري راکړې ورکړې ته لار نه ورکوي؛ له همدې کبله هند پر چاه بهار بندر شاوخوا ۱۰۰ ملیون ډالره پانګونه کوي څو دا بندر د لویو باري بېړیو لنګر اچولو ته چمتو شي.

هند د غنمو ترڅنګ یوه اندازه د لوړې انرژۍ بیسکېټ هم د چاه بهار بندر له لارې د افغانستان په لور رالېږلي څو له خوارځواکۍ سره مخامخ افغانانو ته وړیا ورکړل شي.

4 thoughts on “د افغانستان لپاره د هند لسګونه زره ټنه غنم چاه بهار بندر ته ورسېدل”
  1. ښه خبر دی. خو دا غنم دې پر هغوی حرام وي چې وایي « غریب ایندوست که ایمان نداره». او په ایخوانیانو او سیافیانو او سیافسپیانو خو دې بیخي ګوشت خوک شي ههههه. سیاف او سیافسپیانو خو یو میلیون جریبه مځکه غلا کړه، داسی فکر وکړی چې اوسنی زراعت وزیر دی ولا چې یو جریب خو شل منه غنم کوي چې ټول ۲۰ میلیون منه کیږي… خدای دې وکړې چې د تاند دا خبر افغانستان لپاره عبرت وګرځي او په لنډه راتلونکې کې تاند خبر ولولې چې افغانستان بهرته غنم صادر کړل

ځواب ورکول ياقوت خان شينواري ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *