تاند:- د افغانستان د ملي امنیت اداره خبر ورکوي چې په پلازمېنه کابل کې يې د وسله والو مخالفینو یو پراخ برید شنډ کړی او اوه تنه چې غوښتل يې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي ژوندي نیولي دي

د ملي امنیت د لوي ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه کسان تېره ورځ د کابل په چهلستون سیمه کې د عملیاتو پر مهال نیولي دي

سرچینې زیاته کړې چې د ملي امنیت د منسوبینو له لوري په ترسره شویو عملیاتو کې له بریدکوونکو سره جګړه هم شوې ده چې پکې له نیول شویو اوو تنو دوه تنه یې ټپيان شوي هم دي

د ملي امنیت په وینا یاد برید کوونکو د حقاني په شبکه پوري تړلي و او غوښتل يې د افغانستان پر ملي شورا، د ملي امنیت پر ریاست، ماليې وزارت او یا هم سرینا هوټل باندي برید وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي ځواکونو له نیول شویو کسانو څخه یوه اندازې وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي او نیول شویو کسانو په لمړنیو پلټنو کې منلې چې د وسله والو طالبانو غړي دي او د میرانشا په ټل سیمه کي يې نظامي روزنه تر لاسه کړې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه پوري د ملي امنیت د ریاست د دغې ادعا په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي .

په روان کال کې وسله والو طالبانو د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون په کابل کې پر یو شمېر مهمو کورنیو او بهرنیو اهدافو ډله ییز بریدونه ترسره کړي خو د افغانستان امنیتي اداري وايي چې څو چنده بریدونه یې تر ترسره کیدو وړاندي شنډ کړي دي

3 thoughts on “د افغانستان ملي امنیت د اوو ځانمرګو د نیولو خبر ورکړ”
  1. لیوني ته وایه چې درمند ته اور مه اچوه، مانا دا چې ولې مو کابل څو ورځې آرامه پریښودی دی. هماغه پخواني خادیستان دي، غواړي په بیکارۍ کریدت واخلي.

  2. د پخوانیو خادستانو بلا دې طالب او ټلوالې دواړو ته ور په سر شي. لږ تر لږه وطن ته خو وفادار ول دوی ته خو چې ای ایس ای هر څه وایي هغه کوي.

  3. khadistan kho da watan dapara di allah di har afghani da khadi parakum watan tha khidmat waki na laka da binamosa bi ghiratha afghanan chi da pakistan oh iran khidmat kawei bigona afghanan gatlawei oh wayi chi jahad kawom

ځواب ورکول حامد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *