د کورنیو چارو وزیرمحمد عمرداودزي پرون  لوګر ته د یوه رسمي سفر په کولو سره د دې ولایت د والي ارسلا جمال د وژنې پړه د عامې او کلیشه شوې اصطلاح مطابق «د افغانستان پردښمنانو» اچولې او دې پېښې د جدي پلټنې ژمنه یې کړې ده.

دا پېښه چارواکو په قرانکریم کې د ځای،پرځای شوو ناچاوده توکیو د چاودنې تولید ګڼلی و.

دغې پېښې د افغانستان د مختلفو سیمو او قشرونو توند غبرګونونه را وپارول.

د داسې او بلې هرې هغې پېښې،عمل او هڅې عاملانو او منسوبینو ته د افغانستان دښمن ویل پرځای خبره ده خو د افغانستان خلک یوازې خپلو دښمنانو ته په دښمن ویلو بسنه نه کوي.

نا تعریف شوی دښمن

د افغانستان د هرې ورځې بدامنۍ،بې ثباتۍ او زیانمنیدو په غبرګون کې د افغانستان د دښمنانو په نوم یو نامعلوم ادرس غندل کیږي.

دا کار د حکومت او نورو رسمي او مدني مراجعو ترڅنګ د دوی وسله وال مخالفین هم کوي،یانې د خپلو فعالیتونو د توجیه لپاره دوی هم خپل مخالف او د برید ترهدف لاندې لوری د افغانستان د دښمنانو په نامه یادوي.

د افغانستان له دښمنانو څخه نامعلوم تعریف د زیاتو ستونزو او شکونو سبب شوی او ډېر خلک نه پوهیږي چې له دښمنه هدف څوک او ولې دی؟

چاته په کوم معیار د افغانستان دښمن ویل کیدای شي او دغه معیار له کوم ادرسه په واضحو دلایلو سره اعلان شوی دی؟

له وسله والو څخه د مخالفینو تعبیر

ډېروخت د هغو پېښو په اړه هم د افغانستان د حکومت دریځ مبهم وي،چې مسولیت یې په رسمي ډول د دولت وسله والې مخالفې کړۍ پرغاړه اخلي.

له دې څخه معلومیږي،چې د دولت تعبیر د افغانستان له دښمنانو څخه اکثره وخت د دولت وسله وال مخالفین وي.

چې داسې ده بیا د خپلو وسله والو مخالفینو پروړاندې د افغان دولت پر عملي اقداماتو او نورو دریځونو زیاتې پوښتنې او نیوکې پیدا کیږي.

د افغانستان دولت له یوې خوا هره ورځ خپلو وسله والو مخالفینو ته د ورور د خطاب په کولو سره دوی د سولې بهیر او پخلاینې ته را بولي او له بلې خوا پرله پسې ورته د دښمن اصطلاح استعمالوي.

د دولت له دې دریځه افغانان سربداله شوي او نه پوهیږي،چې له داسې چلند سره دولت د افغانستان برخلیک کومې خوا ته وړل غواړي.

له دې چلند څخه عام او برحقه تحلیل د ا دی،چې له داسې مذبذبو دریځونو،څرګندونو او پرخلاف یې عملونو سره دولت د ولس د لا نورې غولونې کوشش کوي.

له دې کار څخه یو هدف دا هم کیدای شي،چې امنیتي سکتور او د دولت نورې برخې پرخپلو ناکامیو پرده اچول غواړي.

دا ضدو نقیضه موقف ګیري پردولت دا ادعا لا پیاوړې کوي او ثابتوي چې له داسې جدي او حساسو مسایلو سره هم بې پلانه او سازشي ورځینی برخورد کوي.

هغه برخورد چې په بله هره برخه کې دغه دولت کړی او پایلې يې پرله پسې د افغانستان لپاره د ګټورتوب پرځای زیان زیږونکې تمامې شوي دي.

د افغانستان دولت ته په کارده،چې د ولس سترګو ته نور د خاورې شیندلو هڅه ونه کړي،سپین ته باید په جدیت او جرئت سره نور سپین او تور ته تور وویل شي.

ولس نور پردې پوهیدل غواړي،چې دوی له انسانانو که له پېریانو سره په جګړه کې مخامخ دي،دا وضاحت ورکول دوی ته د دوی حق دی.

One thought on “د افغانستان ناتعریف شوي دښمنان/ ارشاد رغاند”
  1. Dear Arshad Raghand Salam, I like your artical about undefined enemy of Afghanistan. I agree with you that armed oppoistions are the enemy of Afghanistan but they are not the only one. The governemtn of Afghanistan sometimes call them enemy and then call them brother, this is not a clear policy. War Lords are also the eneymy of Afghanistan becuse in one hand their malfunction in the government and on the other hand thier crime in the past. These two reasons prolong the war and they are comittited to prolong the war because war lord means to continue the war and get benefit and in this way be in power. These war lords committed atrosities and still doing it they need to be punished by the Afghan nation. The Afghan nation should not tolerat them any more. The people of Afghanistan should struggle to get rid of them as soon as possible to bring peace and stibility in Afghanistan and heal the wound of the people instead of injuring and killing them. All these things are in the hand of our beloved Afghan nation. We should determin our future.

ځواب ورکول Hadi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *