تاند- د افغانستان نوی پاسپورټ به، چې تازه ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له لارې اعلان کړ، لس کلن وي او حتي یو ورځنی ماشوم به یې هم اخیستی شي.

ولسمشر غني په یوه تقنیني فرمان کې دا نوی پاسپورټ، چې ټول نړیوال معیارونه پکې په پام کې نیول شوي، اعلان کړ.

د دغه پاسپورټ بیه د لویانو لپاره ۵۵۰۰ افغانۍ او تر ۱۴ کلونو کشرانو لپاره ۳۲۵۰ افغانۍ ټاکل شوې ده خو که چا پاسپورټ ورک کړ نوی پاسپورټ به په ۱۱۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کولی شي.

د نوي قانون له مخې د پاسپورټ د اعتبار موده لس کاله ټاکل شوې او حتي د یوې ورځې ماشوم ته هم جوړېدای شي.

د ولسمشر غني په فرمان کې ویل شوي چې په جګړه کې ټپي شویو امنیتي ځواکونو ته پاسپورټ وړیا دی.

د افغانستان نوي پاسپورټونه الیکترونیکي دي او هیڅ شی پکې په لاس نه لیکل کېږي.

یو شمېر هیوادونو ویلي چې نور د افغانستان پخواني پاسپورټونه، چې د پاسپورت د خاوند نوم او نور جزییات پکې په لاس لکیل شوي، نه مني.

7 thoughts on “د افغانستان نوي پاسپورټونه به ۱۰ کلن وي او بیه یې ۵۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې”
  1. په پاسپورت کی پنځه او یا لس کاله کومه مهمه خبره نه ده، مهمه خبره د اعتبار ده چی نور هیوادونه ورته په احترام او اعتبار قایل وی. اوسنی کمپیوټری پاسپورتونو ته بعضی هیوادونه اعتبار نه ورکوی لکه امارات متحده. د افغانستان دولت باید ورسره خبری وکړی او دا مشکل حل کړی.

  2. يواځي پاسپورټ کمپيوتري سه خاص فايده نلرى تذکرى بايد برقي شي ترسو دجرمونو مخه ونيول شي

  3. . یواځی پاسپورت د نړۍ په ډیرو هیوادونو کی اعتبار نه لری که څوک له خپل هیواده بهر سفر کوی نو د پاسپورت ترڅنګ باید د هویت کارت یا تذکره اوهغه هیواد ته د تللو ویزه هم ولری.
    له کمپیوتری پاسپورتونو سره باید د افغانستان ملی هویت کارت یا تذکره هم موجوده وی او د دواړو محتوی ، معلومات او ټول علایم یو له بل سره مطابقت ولری چی که کوم وخت په چا د جعلی پاسپورت درلودنکی اشتباه وشی نو د هویت کارت یی باید ثبوت کړی چی هغه اصلی دی

  4. مونږ لپاره د اعتبار نيټه نه ده مهمه که هغه لس کلن وي او که پنځه کلن فقد مهمه داده چه بحرنيانو ته داعتبار وړ پاسپورت وي او له ولسمشير اشرف غني څخه دا غوړاړو چه په تذکرو د جدي اقدام وکړي تر سو فساد ختم شي

ځواب ورکول abdul rauof ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *