تېرې د ۱۳۹۳ کال ولسمشريزې ټاکنې بيا هم د تېر په څېر په نندريو سره تر سره شوې او انتخاباتي غوبل د افغانستان درمانده * لوټې لوخړې کړ.
تمه خو داسې وه او همداسې وشول هم چې , دغه ټاکنې به د هېواد په تاريخ کې لومړنۍ ټاکنې وي , چې په سوله ايز ډول به يو ولسمشر بل ته واک سپاري . حامد کرزي پرته له دې چې د واک پر سر دې هډوکي مات شي او وينه دې وبهيږي وروسته له ډېرو خنډونو او تاکتيکونو چې د واک د عمر د اوږدولو لپاره يې مهندسي کړي و, واک پرېښود .اوس ګران افغانستان د ” جان کېري د سټوکراسۍ ” يا د هغه په اند د ولسواکۍ پر لور يو بل باب غوړولی دی.
دا د ښکېلاک په اختاپوت کې راګير بېوزلی ولس اوس غبرګ ولسمشران لري, دوه حاکمان او دوه حکومتونه د غيرحاضرې کابينې لري. په راتلونکې کې به دوه د وزېرانو او واليانو غونډونه که خدای کول هم ولري, او موږ به ټول په لوړ غږ وايو…
” د ملي وحدت حکومت “
ولسمشيزه د واک په سر وزلوبه چې په اوړي کې پيل وه, د راتلونکي کال تر اوړي به دوام پيدا کړي. همدغه وخت دی چې طالبان به هم له سوړو راووځي او د وزلزلوبې ډګر به په جنګي پوليګون بدل کړي. خو د نيکټايي پوښو پروني ږيره ورو او نننيو اصلاحوالو او مفکرينو په منځ کې به د واک د وري پر سر ډګر لا هم تود وي.
د ملي وحدت حکومت عملآ د ملي حاکميت د وېش پيل دی ..
که د افغانستان تاريخ ته زير شو, په دې هېواد کې تل د ملي وحدت حکومتونه و. په عنعنوي ډول پښتون ددغه هېواد تقريبآ سمبوليکه مشري کړې ده, خو د دولت په امورو او اداره کې نورو ټولو وروڼو قومونو تل پراخه برخه لرلې ده.
اوسنی د “ملي وحدت حکومت” د نورو په پرتلنه کې نه شي راتللی , ځکه هغه د زور او جبر له مخې جوړيږي او يا کوښښ کيږي چې جوړ شي; او که جوړ نه شي , آيا دغه د خطر او وېرې زنګ نه دی ? آيا دغه زنګ په حقيقت کې د هېواد د ټوټې ټوټې کيدلو پيلامه نه ده?
پايله:
د ملي وحدت حکومت په قوي احتمال خپل پينځه کلنی عمر نه شي پوره کولی. ځکه هغه د بهرنيانو د پراخې مداخلې او د ځينو محدودو او په ولس کې د منفورو زورواکانو د فشار او زور په نتيجه کې جوړيږي.
راتلونکی حکومت د افغانانو هغه بې شمېره غوښتنو او هيلو ته : چې امنيت به ښه شي; اداري فساد به ورک يا کم شي;اقتصادي حالت به ښه شي, ځواب نه شي ويلی. برعکس جکړه به لا شدت پيدا کړي;اداري فساد به په اداري انفجار بدل شي; اقتصادي حالت به په يو تمام هېوادني غميزه بدل شي; او له بلې خوا به په ارګ کې د واک پر سر نندرۍ په ټکرونو بدلې شي.
د ملي وحدت حکومت په اغلب ګمان د يوه راتلونکي لنډمهاله حکومت لپاره چې, په هغه کې وسله وال مخالفين , د اوسني حکومت ځينې ځواکمنې کړۍ او په هېواد کې د ننه او بهر معتبر شخصيتونه او ګوندونه ګډون وکړي, کېدای شي يوه ښه وسيله او بديل وي. احتمالآ دا ډول “دوه واکيز” حکومت په افغنستان کې د بهرنۍ ټلوالې په لاس د همدغه هدف لپاره ډيزاين شوی وي.
څېرې بدليږي تاريخ او سياستونه تقراريږي . د شوروي اتحاد ولسمشر ګرباچوف د نوي سياسي تفکر دوکتورين چې, په نتيجه کې يې د غرب سره سړه جګړه پای ته ورسيده, او په افغانستان کې يې خپل نظامي او حربي حضور ته د پای ټکی کېښود , په افغانستان کې د متحده ايالتونو د ننني سياست سره ورته والی لري.
له بلې خوا په افغانستان کې د هغه وخت د ملي جوړې سياست , په حقيقت کې د وسله والو مخالفينو سره د واک د وېش وسيله وه ; خو په خواشينۍ سره د ځينو داخلي کړيو او خارجي جاسوسي شبکو په مټ هغه تخريب شوه او په پايله کې د افغانستان غميزې دوام وموند.
سره له دې چې هر هغه ګام چې د سولې د راتګ لپاره اخيستل کيږي د ستايلو وړ دی, خو دې وطن ته چې سياست بازانو او تاريخ ليکونکو ورته ” د امپراتوريو قبرستان ” ويلي, هر ګام بايد په پوره پام او احتياط سره واخيستل شي.
Salamoonah;
Pashto matal dey ” TOURE BA LALA WAHI, MARRIY BA aodola wahi!”
Jahaad ttol AFGHAN OLUS wakarr, ttekadaran yi 1 jahanami tenzim aw 1wa alaqadry swa!
Dari ki beyt dey; 2nafar dozd khare dozdidend—sare taksim ba ham jangidend
aan 2 budend choon garme zadokhord—dozde 3vm khareshan ra burd!!!
Zma pa nazar gatta ttola hazaragano (dozd-e 3vm) vakrra, goriy ba yi che d chien aw fars(iran) pa shetanet ba akher hazarestan jorr krri!
Tevbah KHODAYA!