خبریال: میرویس جلالزی- یوه جګپوړي بریټانیايي پوځي افسر خبرداری ورکړی چې که لوېدیځ هیوادونه او امریکا افغانستان بیا هیر کړي له دغه هیواد څخه به د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر بریدونو په څیر نور بریدونه هم ترسره شي.

جنرال ریچارد کیمپ، چې یو مهال په افغانستان کې د ټولو بریتانیايي سرتیرو مشرۍ کوله، دغه خبرداری پر داسي مهال ورکړی چې افغان امنتیي ځواکونه تر بل هر وخت ډیر سږ کال د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له بریدونو سره مخامخ دي.

دغه جنرال ویلي چې دی اوس دا محسوسوي چې په افغانستان کې یو لوی خطر پیښ شوی او که بهرني متحدان له افغان دولت سره مرستي زیاتي او دوامدارې نه کړي دا هیواد به ژر د ترهګرو په یوه خوندي ځاله واوړي.

د بریټانیا ټیلګراف ورځپاڼي راپور ورکړی چې دغه جنرال باور لري چې طالبان غواړي اوس پر افغانستان سیمه ییز واک ولري او د داعش ډله هم همدا هڅې کوي.

نوموړي ویلي کله چې بریتانیايي ځواکونو په عراق کې ماموریت پای ته ورساوه نو داعش ډلي همداسي واک ترلاسه کړ چې اوس یي دی د افغانستان لپاره په باب خبرداری ورکوي.

د ټیلګراف ورځپاڼي د راپور له مخې د امریکا ولسمشر بارک اوباما پلان لري چې په ۲۰۱۶ کال په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت سرته ورسوي او دغلته یوازي زر تنه سرتیري پریږدي.

جنرال کمپ ویلي:«کله چې له عراق څخه خارجي سرتیري ووتل او په غیر مسولانه توګه عراقي بوځیان یوازي پریښودل شول، موږ ولیدل چې په عراق کې څه پیښ شول، او که همداسي کار په افغانستان کې وکړو همداسي حالت به ووینو چې عراقیان نن سبا ورسره لاس او ګریوان دي.»

دغه بریټانیايي جنرال طالبان یوه تندلاره ډله ووبله چې پر وینا يې منځلارې نه لري او باید په واک کې شریک نه کړای شي.

هغه د داعش ډلې خطر هم ډیر محسوس بللی او ویلي چې اوس یوازې طالبان نه بلکې دغه ډله هم افغانستان ته لوی خطر دی.

هغه افغان پوځيان د وړتیا او منابعو له کبله کمزوري په ګوتو کړي او د هغوی په لیکو کې یې مالي فساد لویه ننګونه په ګوته کړې ده.

دغه بریټانوي جنرال غربي متحدینو ته ویلي چې له افغان ځواکونو سره باید له ديپلوماتیکو لارو مرستي جاري وساتل شي تر څو هغوی وکړای شي د خپل هیواد چارو ته په سمه توګه اوږه ورکړي.

One thought on “د افغانستان هیرول به د سپټمبر د یوولسمې په څیر بل ناورین وزیږوي”
  1. دافغانستان خاوره کوم چه عبدالرحمن وانګریزانو ته ورکړی وه , هغه خاوری دی بیرته افغانستان ته دوباره وګروځول شی , نه بیا جنګ وی نه جګړه اوس خو پنجابی حرامزاده دا ټول مشکلات رامنځته کړی , فقط او فقط دهمدی خاوری لپاره.

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *