د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني

په افغانستان کي د جمهوری ریاست انتخابات، چي له ډیری مودې راهیسي یې خلکو په بې صبرۍ انتظار کاوه، او ډیرو خو لا ویل چي انتخابات به بیخي ونه سي، بالاخره پای ته ورسیدل. دا چي رایه ګیري به، په عمومي صورت، څرنګه سوې وي هغه بیله خبره ده خو، د عمومي پیش بینیو په خلاف، تقریبا له وینو توییدلو پرته بشپړ سول او داسي ښکاري چي د افغانستان د خلکو  ډیر غټ اکثریت برخه هم پکښي واخیستله. انتخاباتي ټیمونه، لکه ما چي په خپل یوه تیر مضمون کي لیکلي وه، د پرنسیپونو پر اساس نه بلکي د رایو د ګټلو په منظور ترتیب سوي وه. ټیمونه چي هر ډول وه هغسي وه او خلکو د خپلي خوښي کاندیدانو ته رایی ورکړې. لا تر اوسه پوري د رایو نتایج، په بشپړه توګه معلوم نه دي، چي د ډاکټر عبدالله ټیم  د اخطارونو په صادرولو بنا وکړه.

د ډاکټر عبدالله د ټیم ویاند فضل الرحمن اوریا د طلوع نیوز سره په خبرو کي وویل« د ډاکټر صاحب اشرف غني انتخاباتي ټیم یو نامتجانسه، غیر ډیمکراټ او غیر ملي ټیم ده. وحدت عمل او وحدت نظر سره نه لري؛ او ډیر ژر ممکن سره وپاشل سي. او که دا ټیم خدای ناخواسته خدای ناخواسته قدرت ته رسیږي د افغانستان په ټولنه کي به د وینو ویالې وبهیږي. او زه باور لرم چي دغه راز یو ټیم باید د ارګ څنګ ته پرې نه ښودل سي» کله چي د طلوع نیوز خبریال له ښاغلي اوریا څخه پوښتنه کوي چي په یوه ډیمکراټیکه پروسه کي څرنګه د وینو د ویالو خبري کوي نو دی په جواب کی وایی چي دا ټیم اصلا قدرت ته رسیدلای نه سي.

د ډاکټر صاحب اشرف غني انتخاباتي ټیم قدرت ته رسیږي یا نه رسیږي هغه بیخي بیله خبره ده خو د اوریا وروستی اخطار موږ ته د کابل د ښار د وینو د ویالو هغه زړه لړزونکي خاطرې را په زړه کوي چي ډاکټر عبدالله پخپله برخه پکښي درلوده. که دا د ډاکټر عبدالله خبري وي او دا اخطارونه هغه صادر کړي وي نو د ملت دي خدای مل سي او که دا د هغه د نطاق اوریا خپلي بې مسولیته خبري وي نو باید چي همدا نن له خپلي وظیفې څخه ګوښه سي او زه خو لا وایم چي،  په دې حساسو شیبو کي په ملت کي د دهشت اچوني د تبلیغاتو په ګناه،باید لویی څارنوالی ته معرفي سي. که څه هم چي دا د یوه عادي او پر سد سړي خبري نه بلکی د یوه نشه او لیونې خبري دي خو څرنګه چي د عبدالله د ټیم د یوه مسول مقام له خولې راوزي نو په توجه ارزي او باید چي یو څه جدي وګڼلي سي.

اوریا وایی چي د ډاکټرصاحب اشرف غني انتخاباتي ټیم غیر متجانس،او غیر ډیموکراټیک او غیر ملي ټیم دی چي وحدت نظر او وحدت عمل نه سره لري. ډیموکراټیک او ملي خو به هاخواته پریږدو خود وحدت عمل او وحدت نظر برخه یې یو څه په زړه پوري ده . د ډاکټر عبدالله د ټیم په سرکي جمعیت اسلامي او حزب اسلامي ولاړ دي.

د دې دوو ګوندونو تاریخ د ګلبدین حکمتیار او احمدشاه مسعود او د هغوی د قوماندانانو ترمنځ د جنګونو او یوه بل د وژلو ویرژلی داستان دی. البته دې دوو ګوندونو یوازي د کابل د ښار په ورانولو، د بیګناه خلکو په وژلو او د پردیو په خدمت او نوکري کولو کي هم د نظر وحدت او هم د عمل وحدت درلود. که د نظر او عمل وحدت دغه وي، چي دوه ګوندونه یوازي د خپلو ښارونو په ورانولو او د خپلو خلکو په وژلو کي لاسونه سره یو کولای سي نو سړی همدغه نن ورځ د هغوی ترمنځ د قدرت او اولجو پر سر د خونړیو جنګونو د بیرته پیل کیدلو پیش بیني کولای سي او هغه خدای ناخواسته چي اوریا یې د ډاکټر اشرف غني د ټیم د بریالي کیدلو په صورت کي استعمالوي باید چي د ډاکټر عبدالله د ټیم لپاره ځکه استعمال سي چي هغوی لږترلږه څو ځله په عمل کي ثابته کړې ده چي پر خپلو اولسونو باندي هیڅ رحم نه لري او سړی ویلای سي چي که خدای ناخواسته هغوی قدرت ته ورسیږي څه به پیښیږی.

زه یقین لرم چي دا د اوریا په څیر یوه نشه او لیوني سړي خبري دي او د ډیرو زیاتو تبصرو ارزښت نه لري خو که چیري د هغه د ټیم نظر وي نو هم ویلای سم چي د افغانستان هغه اولسونه چي د خپلي ازادی او ارادې څخه د دفاع لپاره یې د پاکستان او داخلي دښمنانو د تهدیدونو پروا ونه ساتله او په بشپړه مړانه د رایو صندوقونو ته ولاړل، دومره کم عقل او بې ارادې نه دي چي د اوریا په قومانده به خپل کلي او ښارونه وسوځوي او د ده په اصطلاح د وینو ویالې به رواني کړي.

    په افغانستان کي دوه ځله نور هم د جمهوري ریاست انتخابات سوي دي او د  دواړو په نتیجه کي جمهوریس حامد کرزی قدرت ته رسیدلی او ډاکټر عبدالله میدان بایللی دی. که څه هم چي، د ملګرو ملتونو د احصاییو او ابلاغیو په اساس، په نړۍ کي دوهم یا لومړۍ درجه فاسد نظام منځته راغلی دی خو د وینو ویالې نه دي بهیدلي. دا ځل به هم ژر یا وروسته د انتخاباتو نتایج اعلان سي. یا په لومړي او یا په دوهم پړاو کي به د انتخاباتو ګټونکی ټیم معلوم سي. د نوي ټیم قدرت ته د رسیدلو پ وخت کي به حتما یو څه ستونزي رامنځته سي خو د اوریا او د هغه د ټیم د ارمان په خلاف به د وینو ویالې ونه بهیږي.

موږ له راتلونکي رژیم څخه، د هر چا په رهبري چي قدرت ته رسیږي، د بشپړي ډیموکراسی او عدالت د ټینګولو هیله نه سو کولای خو دا وروستي انتخابات او په نتیجه کی یې د قدرت سوله ایز یا نسبتا سوله ایز انتقال د ډیموکراسی او عدالت د ټینګیدلو په لاره کي د سلو ګامونو څخه یو قاطع، مخ په وړاندي، ګام بللای سو. اوسني انتخاباتي ټیمونه ټول د وخت د ضرورت او لازمو رایو د ترلاسه کولو لپاره جوړ سوی دي. دلته د تجانس، حتی پرنسیپ، خبره بیخي مطرح نه ده. تر څو چي څوک لازمي رایی ترلاسه نه کړي قدرت ته رسیدلای نه سي او چي قدرت ته ونه رسیږي نو خپل پروګرام عملي کولای نه سي.

د پرنسیپونو او ځانګړیو لارو او پروګرامونو په اساس د انتخاباتي ټیمونو جوړیدلو ته لا ډیر وخت پاته دی او ایله څلور دورې، یعني شل کاله، وروسته موږ د ګوندي انتخاباتو پر لور لومړني ګامونه پورته کړو. د افغانستان خلکو ته باید د انتخاباتو د کولو مبارکي وویله سي. راسی په ګډه د پاک خدای له دربار څخه د هغو کسانو د مخونو د توریدلو او شرمیدلو غوښتنه وکړو چي غواړي یو ځل بیا د هیواد تباهي او د وینو ویالې وویني.

8 thoughts on “د افغانستان وروستي انتخابات او لومړني اخطارونه/ عبدالباري جهاني”
  1. جهانيصا حب سلام
    ژرنده که دپلار ده هم په وار ده.موږ د افغانستان مظلوم ولس په اخطارونو،وچ سيا ست، زورواکي او فساد دې مرحلې ته ورساوه.باور وکړه دانه دموکراسي ده او نه کومه بله دسولې، ورورۍ، خواخوږي او اهليت خبره ده .دلته استعمار او ستعباد دواړه يوه سندره واېې .نو د ښاغلي ډاکتر عبدالله په کې ډيرې ګټې پرتې دي اود همدې ګتې لپاره بايد د کولاب تګلاري غوره کړي . په ډيره درناوي

  2. محترم جها نی صا حب سلامونه او نیکی هیلی
    الله ج مو روغ او جوړ لره زه اطمینان درکوم اوس ملت ویښ شوی انشا اله د وینو بهیدلو ضرورت نشته اوکه دا مفسید ین او حر فوی قا تیلان یی غواړی دی ګړچ ته او دی قر بانی ته ملت اوس اما ده ده دوی یی کوی مو نږ هم قران نه یی وهلی ددی بی غیر ته ژوند څخه د عزت مرګ زر واری بهتر ده ملت اماده ده ته مطمعن اوسه

  3. جهاني صاحب لکه څنګه چې په ادب کې زموږ اتل دی دغسې په سیاست کې هم هیڅ وخت ده غوړه مالي ونه کړه او د وطن خیر یې وغوښت. موږ داسې پښتانه لیکوال هم لرو چې د څو ټنګو او غیرانونو په خاطر یې د وطن او پښتنو د دښمنانو ملګرتیا کړې ده. تاریخ به دا ټول موارد په خپله حافظه کې خوندي ساتي او د خاین او صادق تر منځ به فرق کوي. بس دعا کوئ چې د کرزي له درغل وخته راتېر شو.

  4. جهانی صیب کچیری دنظارشوری په مقابل کی داسلامی ګوند مقاومت نه وای نوباور وکړه چی که اوس ستا په پلرنی ټاټوبی قندهارکی هم چا په پښتو ژبه خبری کړی وای اوهمدارنګه د وخت په تیریدوسره به دتا دنامه وروستاړی هم(اووف)ؤ
    ډیره ډیره مننه

    1. مدثر ګله سلامونه مې ومنی په لیکنه کې مو ډیره مبا لغه سته دغه د (اووف) توری خو ډیر خلګ د تره کې ، امین ، کارمل او نجیب ډلو دواکمنی خدای مه کړه د دوا م په صورت کې استعمالا وه. هیله ده چې خپل قضا وت دې بیر ته واخلې
      زما په خپل اند په لنډول به ووایم چې دکمونیستانو (خلقیان پرچمیان) او اخوا نیان (ګلبدین ربانې او سیا ف) که څوک ځان ته مسلمان او افغان وا یې با ید ددغو اشخا صو او ددوی دډلو ټپلو صفت ونه کړې. ځکه چې نه یې داسلام دپاره اونه یې دوطن دپا ره څه کړیدې

  5. د مدثر خان په ځواب کې باید ووایم چې کوشش وکړه د نورو جملې مه وایه خپل نظر او خپل د فکر او په پښنې سره خپل مغزو څخه کار واخله، مدثر خانه حقیقت ترخه یی تا هم لکه چې د نظار شورا او حزب له غلاوو او وژنو څخه ګټه پورته کړې ده، ښاغلی اوریا چې دی عبدالله ته د ۶ تر ۷ ډالرو باندې ویاندویی کوي هغه د پښتنو استازیتوب نه کوي، هغه مسکین خو د پیسو او امتیاز ته په انتظار نه د افغانیت نه د پښتونولي په ارزښت پوهیږي ټوله ورځ سپیره په ښار کې پلی خوشې وي نن راغلی دی د وینو تویولیو ادعا کوي، ښه که زمونږ نه وینه ځه خامخا ستاسو نه هم وینه ځی هر هغه څه مو چې په توان کې وي د افغانستان د خیر لپاره به یی کوو انشا الله پریږډئ فضل خان اوریا دې غږیږي د هغه خبرې دغسې دي لکه یو د سړک سړی چې خپل په سر لګیا وي، ما دا خبره ځکه وکړه چې هغه د افغانستان د خلکو او د افغانستان د ملي ګټو په خلاف نظر ورکړی دی، هغه دومره توریالی هم ندی چې جنګ وکړي، د د کمپنی نه هخوا تللی نشي راغلی د وینو خبری کوي. د سړلوړي افغانستان او د ملي خاینینونو د محکمې په هیله

  6. جهانی صیب بلا دی واخلم تاسی ځما ځنی ډیره تجربه ، ډیرعمر ،دنظر پراخوالی او لوړ برداشت لرۍ نو تاسی ته مالومه ،دا کسان دوینو څښلو او ورانی داسی معتاد دی لکه یو هیروینی چه د هیروینو معتاد اوسی .
    – اوس هم د امریکا د ډکو بوجیو ډالرو جار شم چه کابل کی تم دی ګنی دفهیم خبری واوری چه وایی ما به کوه بالا میشویم ، وه سړیه کینه څله غورزی دکرزی پسی دوهم سړی یی دهیواد ۸۰% سلنه اداره ستاسو واک کی ده څه در پیښه ده .
    بیا دکرزی بابا می جار کړی دهیواد غنډیانی پاته وی هغه یی هم ستاسی په اوربل کی در وزړولی شکر ادا کړی .
    او اوس چه زاړه دلالان قصابان او قاتیلانو خپلی په وینو سری او زنګ وهلی چړی یو ځل بیا له تیکو را بهر کړی دی ، نو اوریا سمه او ریښتینی خبره کوی ، هیواد کی یوازی همدا ټیم دی چه دنظر او عمل یوالی لری صرف په تکتیکونو کی یی لږ فرق وه او هغه داچه یوی مرستیالی ډلی یی سینه بریدن ،رقص مرده او میخ کوبی او دایران کاسی څټلی ، بلی مرستیالی ډلی یی جنګلک او نوری کارخانی لوټ کړ ۵۰۰۰۰ میزایل یی په یوه ورځ په کابل وتوغول اوس هم سنګر کی ناست دی هیواد ورانوی دپاکستان کرغیړنی ګټی ساتی.
    او خپله دجمیعت او نظار تپوس له ورسی جنرالانو وکړه چه یو لاس کی قران او بل لاس کی د شوروی سور بیرغ وه او دهیواد ټولی درنی وسلی یی پنجشیر او قلاب یا تاجکستان کی خرڅی کړی .
    نو په ټوله کی د دری واړو ډلو دنده یوه وه او هغه هم دهیواد ورانی او بربادی ده ، زه لدی ځنی نور متجانس او هم نظره او هم عمله ګروپ نشم موندلی . لری به نه ځو همدا اوس هم چه ټول ملت له کرزی مخ وګرځاوه او د ټاکنو مرکزونو ته په داسی جوش او جزبه لاړل لکه حاجیان چه د عرفات غونډۍ ته ځی یو دلیل یی داوه چه ولس نور له همدغه کرغیړن مثلث ځنی تر پوزی راغلی دی ،اوس به وګورو چه کرزی صیب او دټاکنو کمیسون د مصلحت په نامه نوری څمره مالګه دملت په زخمونو دوړوی.

  7. جهاني صاحب مننه .
    ستا أودنورو ملكرو تايدي ليكني مونر ته وخت نه رأ كوي جه خه به أظافه كرو صر ف دجهاني صاحب د دؤو اخروجملو به هكله بايد يوازي زه نه بلكه تول أفغانان جه دهغي جملو به ماهيت بوه شوي وي (. أمين. ) بايد وواءي أمين، أمين، أمين بيا هم أمين تر خوجه زوندي يم وإيم به جه أمين ،،أمين يا رب العالمين ؟

ځواب ورکول عبده ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *