تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې د دغه هیواد د باندنیو چارو وزیر به راتلونکې دوشنبه واشنګټن ته څېرمه د میریلنډ په کمپ ډیویډ کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه رييس عبدالله عبدالله او د افغان حکومت د یو شمېر نورو چارواکو کوربه وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اعلان سره سم دوی به د امنیتي – اقتصادي پرمختګونو او د افغانانو په مشرۍ د سولې او پخلاینې د پروسې په اړه خبرې وکړي.
له ښاغلي جان کیري سره به د متحدو ایالتونو د کابینې یو شمېر نور غړی لکه دفاع وزیر اشتن کارتر، د خزانې وزیر جاکوب لیو او نور ملګري وي.
له خبرو وروسته به ولسمشر غني له جان کیري سره او عبدالله عبدالله له اشتن کارتر سره په خبرې غونډو کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني او اجرايي رييس عبدالله د مارچ په څلرویشتمه /سې شنبه/ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.
دا به په افغانستان کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو راوروسته امریکا ته د ولسمشر غني لومړنی سفر وي.
ده او اجرايي رييس تراوسه پوري څو ځلي د ویدیو کنفرانس له لارې له بارک اوباما سره خبرې کړي دي.
اي باسوادو افغان ورونو زه لز خه بي سواده يم او يا داجه بي سواده شوي يم اويا داجه بشتو، او أفغانيت مو دلاسه وركري .
رأسره كمك وكري دا بورتني ليكل شوي متن رأته ولولي او كه شه بوه نه شولم بيا مي بوه كري .
داسي رأته شكاري جه زمونز وطن او زمونز دملت وكري به خبل واك او اختيار كي نه دي دبل جا تر لاس لاندي كار كوي او هر خه ورته دخارج خخه دكتي كيزي .او يا خارج ته غوشتل كيزي وظا يف ورته وركول كيزي.
زه خو شرميزم جه دي حالت ته جه كورم هر جا جه مر كرم ما خبل خون ور بخشلي زه خوشحاليزم جه زر مى ستركي بتي او دداسي بي شرمي خخه خلاص شم.
اي مجاهدينو كله جه روسانو وطن أشغال كر تر هغه دروس به مقابل كي وجنكيدي جه تر خو مو اخري روس له وطنه ونه ويست.
مكر نن تاسي امر يكا يان راوست تول ورته لاس به نامه ولار ءي حتي دنشان به نصبولو ورته به سينه مو بروبار او جنجال وي ي .
اوس فرق به خه كي
١/روس هم كافر او أشغال كروو.
٢/أمريكا هم كافر او أشغال كر دي .
نو مجاهده وروره دا رأته ووايه جه فرق به خه كي دي جه روس ته بد واءي صحيح ده زه هم ورته بد وايم مكر أمريكا ءي ته دلري سجده كوي او لاس وراوزدوي ،ته مسلمان او هغه دواره كأفران او ستا دخلكو او وطن دشمنان دي ..
دلته بيا زه نه بوهيزم لز مي بوه كري .