تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني په کابل او نورو سیمو کې له پر له پسې تروریستي بریدونو وروسته په یوه وینا کې وښودله چې نور یې دا ډول بریدونو ته حوصله پای ته رسېدلې، ویې ویل:«موږ به داسي بریدونو ته سر ټیټ نه کړو.»

ولسمشر غني نن په خپله تلویزیوني وینا کې پر مذهبي، سیاسي او ټولنیزو مشرانو ږغ وکړ چې تشدد وغندي.

ده د خپلې وینا په یوه برخه کې په لوړ ږغ وویل«نور بس ده.»

ولسمشر غني دا څرګندونې په داسي وخت کې وکړې چې د ناټو جنګي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته وروستۍ تیاري نیسي او طالبانو تر بل هر وخت په ښاري سیمو کې بریدونو زیات کړي دي.

یوازې پرون د طالبانو په بریدونو کې نژدې ۲۰ تنه افغانان ووژل شول.

ولسشر غني په هلمند کې د ۱۲ ماین پاکانو وژل کېدا په کلکه وغندله، ویې ویل«هغه څوک چې د کار اصلي موخه يې دا وي چې خلکو ته بشري مرستې ورسوي، خپل ژوند په خطر کې واچوي او عامو وګړو ته د تګ را تګ لارې د ماین له خطر څخه پاکې کړي او افغان بزګرانو ته دغه فرصت برابر کړي چې له کومې ویرې پرته خپلې ځمکې وکري، د هغوی وژنه په هېڅ ډول او هېڅ منطق توجیه کیدای نشي.»

ده همداراز وویل:«د دا ډول بریدونو ترسره کول د ټولو منل شویو انساني او اسلامي اصولو پرخلاف ناروا او وحشي عملونه وبلل او هغه یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار وباله چې نه غواړي افغانان په سوله کې ژوند وکړي.»

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تراوسه پوري نه پاکستان او نه طالبان په زغرده محکوم کړي دي. ګومان کېږي چې نوموړی پاکستان ته انتظار دی چې پر خپله ژمنه عمل وکړي.

پاکستاني چارواکو ظاهراً ژمنې ورکړي چې طالبان به خبرو ته حاضر کړي.

په همدې منځ کې د پاکستان د مشرانو جرګې غړي او د عوامي نشنل ګوند یوه مشر افراسیاب خټک خبرداری ورکړ چې که په افغانستان کې د طالبانو بریدونه په همدې ډول دوام وکړي ولسمشر غني به مجبوره شي چې پاکستان وغندي او په نتیجه کې به یې یو وار بیا د افغانستان او پاکستان اړیکې، چې اسلام اباد ته د ولسمشر غني له سفره وروسته ښې شوي دي، بېرته خړپړې شي.

3 thoughts on “د افغانستان ولسمشر د وروستیو حملو په وړاندې توند غبرګون وښود”
  1. ولسمشر دومره نه پوهېږي چې دا ټولې پېښې د شورای نظار او دهغوی د بهرنیو ملاتړو په طرحه او مرسته کېږي.

  2. په غندلواوغبركونونو هیڅ نه کیږي، دا تیر دیارلس کاله همدا غندل روان دي اوس دعمل وخت دی، چې څه درسره څوک کوي باید هماغه ورسره وکړې.دا خو کتابي خبره ده چې د مضر شي وژل روا دي. دا وحشي او جاهل طالبان باید همدغه شان مردار شي لکه څنګه بې ګناه افغانان شهیدانوي. غني باید غندل پریږدي او دوحشیانو دوژلو امر وکړي، دا بې ایمانه ټولو ته معلوم دي بیا به یې هيڅوک دپاکې خاورې په درشل کې ونه ویني.اوس دغندلو نه بلکه د قصاص وخت دی او يواځې همدایې دبندولو معقوله او رواه لار ده.

  3. د اشرف غنی کړی وعدی ما ته له اوله د خلګو غولول او د د هدف د ریاست چوکی و یاره افغانان چی رښتیا هم بیده په خوب پاته دی ، د اوس روانی خونړی پیشی چي ټول ددوغو دوو غلامانو د لاسه د پدی چی د کابینی پر سر نه سره جوړیګی او هیواد پاته دی د دالخورو لاس ته هره ورڅ یوه او یا ډیری پیښی دا خو یی لا سر ده ګورو به چی نور سه پیښیګی

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *