تاند- د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو دولتي چارواکو د کرکټ د ۲۰۱۵ کال نړیوالو اتلولیو ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په بریالیتوب لوبغاړو او خلکو ته مبارکي وویله.

2د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د کینیا ملي ټیم ته په دوهمه یو ورځنۍ مسابقه کې ماتې ورکړه او د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام ته یې خپله لار پرانسته.

استرالیا به د کرکټ د ۲۰۱۵ کال د نړیوال کپ د سیالیو کوربه وي.

د افغانستان د دې تاریخي بري په خاطر په کابل او ولایتونو کې خلک کوڅو او سپورتي لوبغالو ته ووتل او خوشالي یې څرګنده کړه.

په ډېرو سیمو کې تر بري مخکې خلکو په ګډه د تلویزیونو او رادیوګانو له لارې د مسابقې بهیر څاره.د کندهار په عینو مېنه کې زرګونه خلک راټول شوي ول، اتڼونه یې اچول او خوښي یې کوله. په جلال اباد او کابل کې هم د زرګونو خلکو د راوتلو راپورونه ورکړای شوي دي.

1ولسمشر کرزي د کرکټ د ملي ټیم د بري په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي: د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړو په خپلو پر له پسې هلوځلو او خواریو د ۲۰۱۵ کال په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان د ملي ټیم ګډون یقیني کړ.

ولسمشر کرزي نن ماسپښین د افغانستان د کرکټ بورډ مدیر بشیر ستانکزي ته ټېلفون وکړ، د افغانستان د ملي ټیم په بریالیتوب یې ده او ټولو لوبغاړو ته مبارکي وویله.

د پوهنې وزیر فاروق وردک هم په یوه پیغام کې د دې تاریخي کامیابۍ په ویاړ د مبارکي ویلو ترڅنګ هیله څرګنده کړې چې د افغانستان ملي ټیم به د ۲۰۱۵ کال په اتلولیو کې هم ښه وځلېږي.

دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوه سپورټي ډله یې نړیوالو اتلولیو ته بریالۍ کېږي. افغانستان تر دې مخکې یو ځل شل اوریزو نړیوالو سیالیو ته بریالی شوی.

4 thoughts on “د افغانستان ولسمشر د کرکټ اتلانو ته مبارکي وویله”
  1. د افغانستان د ملی ټیم بریالیتوب نړیوالی اتلولیو ته د زړه له کومی ټول افغان ملت ته مبارکی وړاندی کوم

  2. افغانستان به خپلی لوبی په نړیوالو اتلولیو کی له لاندنیو تیمونو سره کوی
    ۱ – بنګله دیش
    ۲ – سریلنکا
    ۳ – آسترلیا
    ۴ – نیوزیلند
    ۵ – یو له هغو ټیمونو څخه چی په نژدی راتلونکی که نړیوالو اتلولیو ته بریالی شی

  3. زه هم خپلو ملی اتلانو او دافغانستا ن ټول ملت ته مبارکی وایم، او دالله ج شکر اداکوم چی افغانانو ته یی داسی غټه بریا ور په برخه کړه، لوی رت ته دوعاکوم چی په خپل کامل قدرت سره په دی وطن کی سوله راولی او نور ناحق وینی بهیدل هم ودریږی

ځواب ورکول کریم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *