تاند- د کوچني اختر په مناسبت په خپله وینا کې د سولې د خبرو، له پاکستان سره د اړیکو او پر دې اړیکو د نیوکو په اړه څرګندونې کړي دي.
ده په پاکستان کې وروستۍ خبرې په افغانستان کې د سولې لپاره مهمې وبللې.
ده د کمکي اختر په مناسبت په خپل پیغام کې د طالبانو د مشر وروستۍ څرګندونې مثبتې بللې او ویلي یې دي چې ملاعمر په خپل پیغام کې خپلو هدفونو ته له سوله ییزو لارو د رسیدو خبره هم کړې ده او دا یو مثبت ټکی دی.
ښاغلي غني ویلي چې د نوي حکومت له جوړېدو سره سم یې له پاکستان سره د خبرو هڅه پیل او له پاکستاني چارواکو سره د پر له پسې خبرو لاره غوره کړه. د ده په وینا د خبرو په اثر اسلام اباد څو ګامونه واخیستل چې د ستاینې وړ دي.
له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو پر نژدې کېدو په تېره بیا د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پر همکاریو په افغانستان کې پخواني ولسمشر حامد کرزي انتقادونه کړي دي.
اشرف غني بې له دې چې د چا نوم واخلي، دغو انتقادونو ته په اشارې وویل:
«موږ که له طالبانو سره سوله کوو، یا له پاکستان سره، د ملي ګټو په رڼا کې به یې کوو او خپل خلک به له ټولو مسایلو خبر ساتو. ما په دې موده کې د هیواد له مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او نورو ذیدخلو طرفونو سره مشورې کړې دي او د هغوی نظر مې اخیستی دی او دا ځکه چې د واقعي سولې لپاره ملي اجماع او ملي وفاق ته ضرورت دی.»
ولسمشر غني په عین حال کې وویل چې تراوسه پوري د سولې په برخه کې پر ۹۰ فیصدو مسایلو اتفاق شته او په پاتې پنخه فیصده موضوعاتو بحث روان دی.
ده وویل تاکید کوي چې د خلکو اساسي حقونه او په تېره بیا د ښځو حقونه به په هیڅ وجه له پامه ونه غورځوي.
د ملته سره مشؤرې کوه ، د غلو او غاصبانو او قاتلانو سره مشؤره څه فايده ، هغوی د خپلو شخصي ګټو په غم کي
دي ، دا وطن خو همدغو چي ته يې د مشر او ديني عالمانو په صفت مشورې ته در غواړې وران کړی دی ، هغه د
مجازات او مکافات خبري لکه چي در څخه هيري شوې ، چي عملي ئې نه کړې دا وطن نه سې جوړولای ، غلو ته
بايد جزا ورکړل سي ، نه مشؤره اخستل ٠