تاند- د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د پخواني پوځي مشر پروېزمشرف پر څرګندونو غبرګون وښود.

پروېز مشرف له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د هند او پاکستان له لوري د نیایتي جګړې د پیلېدو په وړاندې خبرداری ورکړی و.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل چې نه به افغانستان او نه به هند د پاکستان او هند ترمنځ نیابتي جګړې ته اجازه ورکړي.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو روانه جګړه، چې ویل کېږي پاکستان یې له مالي او تسلیحاتي پلوه حمایه کوي، په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه بلل کېږي چې د افغانستان د حکومت د کمزورولو او د هند د نفوذ د کمولو لپاره دوام لري.

حامد کرزي د مشرف د دې څرګندونو په غبرګون کې چې پاکستان به په افغانستان کې د خپل نفوذ لپاره د پښتنو ملاتړ وکړي، وویل:«دا خبره چې پښتانه به د پاکستان د ګټو لپاره استعمالېږي، د افغانستان تر ټولو لوی قوم ته سپکاوی او ځوروونکې ده.»

ګڼو نورو افغانانو هم د پاکستان د پخواني دیکتاتور مشرف دا څرګندونې غندلي او ویلي یې دي چې که پاکستان یا مشرف د پښتنو دومره خواخوږی وای نو په لسګونو زره پښتانه به یې د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې نه وژل. دوی دغه راز ویلي چې د افغانستان په دیارلس کلنه جګړه کې، چې د پاکستان په ملاتړ دوام لري، یوازې پښتانه شخصیتونه، قومي مشران، مخور، ښوونکي او عام خلک وژل شوي او لا هم وژل کېږي، د دوی په باور د پاکستان د یوه منظم پلان پر اساس د تېرو دیارلس کلونو په جګړو کې د پښتنو د ماشومانو لوی اکثریت له تعلیمه محروم کړای شو .

کرزي د مشرف څرګندونې د افسوس وړ وبللې، ویې ویل:«افغانستان ۵۰۰۰ کلن تاریخ لري، د دې خبرې کول چې پښتانه به د وسیلې په توګه استعمال کړو، د افغانستان خلکو ته سپکاوی دی.»

د مشرف څرګندونې

7 thoughts on “د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د مشرف څرګندونې پښتنو ته سپکاوی دی”
  1. دا سبكاوي صرف دانن نه دي دا سبكاوي ١٣٥٧كال را به دي خوا كله جه ستاسي غوندي افغانانو باكستا نيأنو ته دغلامي كنده وو هله دافغانانو بي حرمتي مو وكره راشروع شوي ده ايا ستا متواتر سفر ونه ديو ريس جمهور به تو كه وباكستان ته هغه هم بي نيجئ او ريشخند نه دك سفر ونه زمونز دافغانانو سبكاوي خبره نه وه ته نن دغفلت له خوبه بيدار اوفكر دي وكره جه مشرف افغانانو ته سبكاوي كري كه تا به وخت اوزمان سره دندان شكنه جواب باكستان او دباكستان مشرانو ته وركري وي نن به ءي دا جرءت نه كاوه ددي تولو بد بختيو عامل ته مافيا وي ريس جمهور وي..ستاد دور فسق او فساد اختلاس او دخلكو او دولتي خمكو غصب ول هغه لوي جنايت دي جه فعلي دولت ته تا مشكلات او ميراث بري ايشي دي.

  2. BABARSHIR BIA RA WEEKH SHO,

    NAR BACHIA, DALKHWARA LEWANI SHAWY DEE, KHUDAI DE HAMDASY LEWANI LARY

    DA BEGHAIRATA PASHTANA PO JAN ACHAWY

    MONG INDIA AW DALISTAN DWARA ZAMONG GHULAMAN DEE, 300 KALA BACHAYEE MO PE KARY DA, TOKA KHU NADA

  3. ښاغلی جنرال صیب جلالزوی، راځئ چې له تېرو نه تېر شو او د نن غم وخورو. که د تېر تېروتنې په پام کې ونیسو اول باید له تاسو نه پوښتنه وشي چې ولې مو میلیونونه افغانان مجبور کړل چې پاکستان، ایران او نورې نړۍ ته وکوچېږي؟ آیا تاسو نه وئ چې په تش لمانځه مو هم افغانان اخوانیان او امپریالستان ګڼل؟ د تېر کال یوه لست خو مو وښودله چې یو سک مو هم د اخوانیت په تور پولیګون ته ور ټېل وهلی وو. د ښاغلي کرزي خبرې بېخي پرځای دي. او ستاسو له پاره دا درناوی بس دی چې د اردو د یوه جنرال په توګه مو درناوی کیږي. درناوی

  4. محترم کرزی صاحب !ایا ته ځان د پښتنو خواخوږی بولی ؟ ډیر د افسوس ځای دی دستا په وخت کی چی د پښتو او پښتنو کوم ظلم شوی دی د بشریت په تاریخ کی ساری نلری زمونږ ژبه دستا په وخت کی د کتابت څخه ولویده دستا د وزارتونو په دروازو په پښتو لیکل شوی لوحی راکوزی شوی دمعرف ۹۰٪ کتابونه په فارسو چاپیدل ایا هغه وخت له ستا سره دا عقل نه وو چی د پښتنو په هکله دی فکر کړی وایی مونږ ته او حفیظ منصور،لطیف فدرام، او سزا ټول ګوند هیڅ فرق نلرویی دا سپکاوي صرف همدانن نه دي چی مشرف یی کوی ؟دا سپكاوي ١٣٥٧كال را به دي خوا كله چی ستاسي غونډي افغانانو پاكستا نيأنو ته دغلامي سر ټیټ کړو هله دافغانانو بي حرمتي او بی عزتی مو وكړه راشروع شوي ده ايا ستا مسلسل سفر ونه پاکستان ته ديو ريس جمهور به صفت وپاكستان ته هغه هم بي نيجئ اوبی مفهومه سفر ونه زمونز دافغانانو سپكاوي خبره نه وه ته اوس دغفلت له خوبه بيدارشوی اوفكر دي وكړو چی مشرف افغانانو ته سپكاوي كړي ددي تولو بد بختيو عامل ته او دستاسو مافيا وي ګروپه دی .ستاد دور فسق او فساد اختلاس او دخلكو او دولتي خمكو غصب ول هغه لوي جنايت دي چی فعلي دولت ته تا په ميراث پري ايښي دي. زه دیو افغان په صفت نور له تا ښاغلی څخه په ډیر درنښت هیله کوم اوغواړم چی زمونږ ملک نور پریږده چی خپل راتلونکی لپاره کار وکړی او پښتانه نور مه استعماله چی بیا دستاسو د مداریتوب ښکار شی
    رحمت الله (ځلاند) ځاځی

  5. دا د ساړه جنګ یوه بله څپه ده ، کله چی بیشرف د پښتنو سپکه او بد وایی ، فکر کوم چی هیڅ پښتون به غلی پاته نه شی حتی د ښاغلی کرزی په شان مشران هم عکس العمل ښکاره کوی. د دالستان مشرانو ته بیا مځکه ځای نه ورکوی . دوی پوه شوی دی چی انشاالله افغانستان یو ملی زعیم پیدا کړی او هغه به ډیر ژر ټول افغانان سره متحد کړی او د نوی ملی وحدت د حکومت د جوړولو په صورت کی به د بیشرفانو په خوله یو دروند سوک ووهل شی او دا کږه خوله به یی ورماته کړی.
    پښتانه که هری خواته دی د یوه واحد ملت غړی دی دوی خپل خیر او شر ښه پیژنی. د پنجاب ناولو او مغرضو ملا فضلو او ملا بیشرفانو ته دلته نور د مداخلی ځای نه لری.

  6. Hehe Charsi Karzai Allah tala de tabah barbad kra takho Pakhtoon qawom buniadi tawar bandi khatam kr zmong koltoor zmong zeba zmong gherat de la khawro sra khawri kr.

    Ta os raghli ei Pakhtoon qawom gati na har gez na staso pa hokomrani ki hazaro, tajiko, uzbako aw noro aqliatono mazi wokri aw Pakhtoon qawom hom sta aw sta de mor londagano Iran pa ishara zalila kro.

    Parwaderga de hom dasi zalila kra Karzai ea.

  7. عزتمند كنديري صاحب!
    دوطن دبهبود او آبادي به خاطر لازم نه بولم جه بي مورده يو بل د تهديد او تحقير سبب وكرزو.ستا داخبره هم تأيد وم جه به تيرو بسي به نه كرزو.داهم درسته ده.مكر خه جه دي ليكلي داسي هم نه ده واقيعتونه نوردي مكر دنه ليكلو مخه دوارو رد كره.نه غوارم جه تبصره به وشي.مكر دا دبشتنو ورونو بدبختي ده داجه يو بشتون قلم را اخلي بل بشتون ورور به عوض ددي جه تشويق ءي كري، هغه ته جا كيندي او به كي غور زوي.
    ورور كله كار كول اجتماعي او مسوليتونه فردي دي ؟داجه زما به هكله هر خه لري زه ستاسي محاكمي ته به فردي او اجتماي شكل حاضر يم .مر مي كره بر مي كره.زه دخبل كار كردكي زوندي تاريخ لرم
    دكرزي خبره ما نه ده رد كري بلكه تأيد كري او تا يدوم ءي.مكر ما دده نني او بورني وضع بأندي ليكلي جه دقدرت به وخت كي ويده وي مكر بي قدرتي دغفلت له خوبه بيدار كري.لنده داجه خبري اسانه ولي عمل ءي كران دي..اي كاش جه به خبل قدرت وخت كي ده داسي دندان شكنه جواب وركري وي نن به ي د داسو خبرو جرءت نه درلوده.
    كه مي أظافه كو ءي كري وي نه بوهيرم جه رانه مشر ءي كه كشر ديو بشتون به توكه بخشنه در خخه غوارم.

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *