ايران – روسيه کومو پروژوي  جګړو ته ملا تړي؟

له افغانانو سره اوس د جګړې د يوه بل  اړخ  وېره پيدا شوې،  داسې نه ده، چې افغانستان له جګړې خوندي دى،  خو دا وار يواځې لوري بدلون کوي

امريکايي  ولسمشر بارک اوباما په  خپل  وروستي اعلان کې ايران او  روسان راويښ کړه ، چې په افغانستان کې د نا اراميو په طرحو کار وکړي.  انديښنه داده،  چې دبشار اسد د رژيم دغه دواړه خواخوږي هېوادونه  چې لا پخوا  خپلې موخې  په افغانستان کې لري،  په سوريه د امريکا د يرغل غچ به ددې  نوي کړکيچ پلمه کړي.

بارک اوباما امريکايي رسنيو ته په خپلو څرګندونو کې ويلي،  چې نور نو دافغانستان پروژه وتړل شوه او خپل ټول زور به په سوريه کې دبشار الاسد په رژيم وکاروي.

 امريکا په سوريه دپوځي يرغل لپاره دخپل چمتوالي خبر ورکړى او که ورسره کانګرس هوکړه وکړي سپينه ماڼۍ به په روانه لسيزه کې مخامخ په يو بل هېواد هم خپل پوځيان مخامخ ور ايله کړي

که  څه هم امريکايي رسنۍ دفشار دالې په ډول دا هڅې کوي، چې په سوريه کې دامريکايي مخامخ بريد لپاره د ورځئ! قومانده تونده کړي دکانګرېس ډېرى غړي هم په دې سره سلا شوي، چې دا کار دي وشي،  خو بارک اوباما دسوريي روان حالت په دوه لاري کې درولى،  داسې چې که چېرې د بشارالاسد درژيم پر وړاندې په جګړه لګيا اسلام پاله جنګيالي د اسد له پرځېدو وروسته دسوريي واکمن شي.

 دامريکا لپاره به يو بل سر خوږى وي او که دسوريي رژيم ته نور هم غلي پاتي شي امريکايي ولس او ملاتړو ته يې دنه منلو ده،  ځکه چې دغه ټکى هم له اسده د روسيي ،ايران او حزب الله ډلې ننګه په سيمه کې دسپينې ماڼۍ ګټې ګواښي.

شنونکي وايي افغانان د اوباما وروستيو څرګندونو په انديښنه کې اچولي او په دې نه پوهيږي،  چې څه ډول به دافغانستان پروژه پاى ته رسيږي،  د ډېرو په باور دا جګړه لا له مخکې په سيمه کې امريکايي پروژه ګڼل کېده، خو اوس چې اوباما په خپله خوله دافغانستان جګړه پروژه بولي، دګټې او تاوان په اړوند يې هم ډېرې پوښتنې رامخې ته کېږي.

   د افغانستان دپخواني  پوځ يو افسر ډګروال حبيب الله وايي (( موږ خو په دې پخوا پوهېدو چې دا د امريکا يوه پروژه ده ، خو چا نه منله اوس په خپله اوباما وويل چې پروژه يې پاى ته رسيږي،  اوباما بايد دا هم ويلي وى،  چې په پروژه کې يې څه لاس ته راوړه،  پروژې خو پايلې له ځان سره لري،  دلته خو موږ ته کومه څرګنده نتيجه نه ښکاري او که يې نيمايي پريږدي دا خو دتيښتې مانا لري. )) ډګروال حبيب الله وايي د سپينې ماڼۍ هغه شعار دروغجن شو،  چې وايي له افغانانو سره دمرستې لپاره راغلي يو،  دڅه مرسته ؟ دلته خو جګړه د دوى په حضور کې نوره هم وغځېده .

خو له يو شمېر نورو سره وېره داده،  چې دامريکا دغه اعلان به روسان او ايران دې ته ځير کړي، چې دخپلو موخودپاللو په خواکي په سوريه دامريکايانو دبريد په جرم افغانستان دجګړې ديوه بل اړخ ډګر وګرځوي،  ايران او روسيه به هغه ډلې غښتلې کړي،  چې ‌ظاهرا به يې امريکايي پوځې اډې موخه  او نښه وي،  خو نورې موخې به  هم ولري.

 د چارو  شنونکى سيد نعيم همدرد وايي دا شونتيا شته او په داسې حالاتو کې به ايران  ډېره  هڅه  دا وکړي  چې په  افغانستان کې مذهبي تربګنۍ تودې کړي او د شيعيه او سوني افغانانو په منځ کې به دشخړو او تاو تريخوالي  اور ته لمن ووهي،  ځکه ايران په افغانستان کې دخپلو ناوړه موخو  لپاره  ډېره پانګونه  کړې ده.

   خو ځينې نوربيا وايي:  ايران خو لا هم  په  افغانستان کې غلى نه دى پاتې او امريکا خپله پروژه لا مخکې تړلې،  د افغانستان دبشري حقونو دخپلواک کميسيون کميشنر مولوي عبدالرحمن هوتکي باور ته وويل ((زما په عقيده هغوی دا پروژه له دې وړاندی هم تړلی وه، يواځی دمحدودو ځواکونو دپاتی کېدلو او هغه ددوی د ځانګړو موخو لپاره پرېښودل يی لومړنۍ غوښتنې وي،  چی هغه هم اوس له يولړ ستونځو سره مخامخ شوی.

پاتی دايران او روسيي مداخله شوه ايران تر دی زيات څه وکړی؟ مګر پر سوريه دبريد پر مهال به ددغو دواړو هم لومړنۍ پاملرنه سوريی او ان خپل امنيت ته ډېره وي او ان دا هم شونی ده،  چی پخپل دايران پښه هم دغی جګړی ته په يو ډول را کش شی، راتلونکی ورځي به ډېرې خطرناکې او سرنوشت سازې وي))

خو د کتونکو باور دادى،  چې که امريکا داسې وکړي،  ښايي افغانستان خورا سختو ګواښونو سره مخ شي،  ځکه تر دې وړاندې امريکا له عراق سره هم داسې کړي وو،  چې اوس يې برخليک له ډېرو خونړيو حالاتو سره مخ دى او د بعداد يوه ورځ هم بې نښتې او وژنې نه تېرېږي .

له باور ورځپاڼې څخه په مننې

2 thoughts on “د افغانستان پروژه وتړل شوه او…”
  1. ! سلامونه هيوادوالو
    شه ليكنه ده مننه. له د معلوميژي چه زموژ افغانانو په نصيب ارامي او پرمختيا نشته دا دوه ليوني سپي (روس او امريكا) له كوچنديانو سره يي (ايران او پاكستان) د
    بيا يو بل ته په قهر دي. الله پاك دي داسي شر جور كي چه د افغانانو په كي خير وي. په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *