د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز
تېره اوونۍ (د ثور ۱۷مه ۱۳۹۵) د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف افغانستان ته په يوه رسمي سفر راغی او له افغان ولسمشر اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره یې وکتل.
دا سفر داسې مهال کېږي، چې له یوې خوا ایران په افغانستان کې د داعش ډلې له فعاليتونو په وېره کې دی، له افغان طالبانو سره یې اړیکې پراخې شوې دي، د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدین حکمتیار له افغان دولت سره د سولې له مذاکراتو او تړون وروسته کابل ته راغلی او له بلې خوا په سیمهییزه کچه ایران د افغانستان په تړاو د (روسیې، چین او پاکستان) بلاک ته په نږدې کېدو دی او په ایران کې به هم دوې اوونۍ وروسته ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي.
دا چې د افغانستان په بهرني سیاست کې ايران څه ډول ځای لري، د ایران په بهرني سیاست کې کابل ته څومره پاملرنه کېږي او د افغانستان په اوسني داخلي سیاست کې د دغه هېواد رول څه دی؟ هغه پوښتنې دي، چې په دې تحليل کې پرې شننه شوې ده.
له ايران سره د افغانستان اړيکې
په تاریخي توګه د افغانستان په بهرني سیاست کې ايران ته د افغانستان د نورو ګاونډیانو په پرتله له دغه هېواد څخه د یرغل د ګواښ له کبله او د یوه داسې ګاونډي په توګه، چې د ژبې او کلتور له لارې ورسره نږدې دی، ځانګړې پاملرنه شوې ده. د سړې جګړې پرمهال افغان حکومت له ایران سره نږدې اړيکې درلودې؛ په افغان-پاک اړیکو کې یې د منځګړي رول ولوباوه او د مرستو له لارې یې هم پر افغانستان اغېزه وښندله. له شوروي سره د افغان جګړې پرمهال هم، د افغان کمونستانو په حکومتونو کې له افغان مجاهدینو څخه د ایران د ملاتړ له کبله اندېښنې وې. د کورنۍ جګړې پرمهال هم، په پیل کې د استاد رباني د حکومت او ایران ترمنځ اړیکې د شیعه ډلو له کبله خرابې وې؛ خو کله چې د افغانستان په سياسي پرده طالبان راڅرګند شول، دا اړیکې بېرته تودې شوې.
له ۲۰۰۱ کال وروسته، ایران د سړې جګړې د مهال په څېر د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لرلی؛ ځکه په ایران کې بېشمېره افغان کډوال مېشت دي. د افغانستان په تېرو جګړو کې یو له مهمو لوبغاړو څخه و او د افغانستان لپاره د ترانزیټي او سوداګريزو لارو یو بدیل هم دی.
د اشرف غني له ولسمشر کېدو سره، د افغانستان د بهرني سیاست په تړاو د پنځو کړیو تګلاره وړاندې شوه، چې ايران په درېیو دغو کړیو کې ځای درلود (ګاونډیان، اسلامي نړۍ، اسیايي هېوادونه)؛ خو له دې سره سره، د ملي یووالي حکومت پرمهال له ایران سره افغان حکومت سړې اړیکې لرلې. تر شا يې عمده لاملونه له طالبانو سره د ایران اړیکې، د ایران او سعودي په تړاو د کابل تګلاره، په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور او د اوبو پر سر خبرې اترې وې.
په بل اړخ کې، له وروستیو څو لسیزو راهیسې ایران افغانستان ته د امنیتي او اقتصادي ګټو له کبله پاملرنه کړې. دغه راز په یو شمېر اقتصادي پروژو کې د ایران رقیب هم پاتې شوی (د ټاپي پروژه). تېر کال (۱۳۹۵) چې ایران او د نړۍ شپږ قدرتونه (۵+۱) د دغه هېواد د اتومي پروګرام په تړاو له اوږدو خبرو اترو وروسته، بالاخره د سرطان په ۲۳مه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې په یوه تاریخي توافق سره سلا شول، له کبله یې له ایران څخه نړیوال بندیزونه لرې شول او دغه حالت يو ځل بیا ایران ته یو شمېر نوي فرصتونه رامنځته کړل. د بېلګې په توګه په یو شمېر لویو پروژو کې کار کول، په ایران کې د بهرنیانو لهخوا پانګونې او داسې نور. همدا لامل دی، چې د چابهار بندر، پنځه-ملیتي رېل پټلۍ او اوس له افغانستانه چین ته د ایران د انرژۍ نللیکې تېرولو په تړاو هم لېوالتیا زیاتېږي.
په افغانستان کې د ایران اوسنی رول
د ملي یووالي حکومت پرمهال په افغانستان کې د ایران رول د حامد کرزي د دورې په پرتله بدلون وموند. د حامد کرزي د دورې پرمهال د ایران افغان تګلاره تر ډېره د افغان حکومت، په افغانستان کې د رسنیو، تلویزونونو، راډیوګانو، تحصیلي برسونو او نورو ابزارو له لارې د خپل نرم ځواک پر زیاتولو او په حکومت او له حکومته بېرون د شیعه ډلو پر ملاتړ راڅرخېدله؛ خو اوسمهال د ایران تګلارې د شیعه ډلو له ملاتړ پرته په نورو برخو کې تر څه حده بدلون موندلی، چې په لاندې برخو کې ورته اشاره شوې:
له داعش ډلې وېره: په منځني ختیځ کې د داعش ډلې ظهور تر ټولو زیات د ایران او ایرانپلوه ډلو او حکومتونو پرضد و. له همدې ځایه، ایران د خپلې “منځني ختیځ” تګلارې له کبله په عراق او سوریه کې له داعش ډلې سره ښکېل شو. وروسته، په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور او بیا د سُنیانو ترڅنګ په متواتر ډول د شیعهګانو په نښه کول ایران هم اندېښمن کړ. دا اندېښنه د دوو لاملونو له کبله وه:
لومړی؛ دا چې په افغانستان کې یې حلیفان په نښه کېدل؛
دویم؛ دا چې د داعش ډلې ګواښ په خپله ایران ته هم متوجه و او دی.
له افغان طالبانو سره اړیکې: د ملي یووالي حکومت پرمهال په لومړي ځل او په رسمي توګه د افغان طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې پراخې شوې. د طالبانو د قطر سیاسي دفتر غړي په ایران کې یوه اسلامي کنفرانس ته وغوښتل شول او بیا وروسته د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور هم ایران ته څو ځله سفرونه وکړل. له ایران سره د طالبانو همدا نږدې اړیکې وې، چې په تدریج سره یې له سعودي څخه لرې کړل. دا ټول د تهران او د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ترمنځ د نږدې اړیکو ښکارندوی دي؛ خو دا چې له افغان طالبانو سره د ایران اړیکې ولې نږدې شوې، دوه عمده لاملونه لري:
لومړی؛ په افغانستان کې د امریکا اوږدمهاله حضور او په سیمه کې د امریکا تته تګلاره ده چې سیمهییز هېوادونه يې اندېښمن کړي دي.
دویم؛ په افغانستان کې د داعش ډلې ظهور او په تړاو یې د دوو سازشي نظریو ظهور دی، چې له مخې یې امریکا او افغان حکومت د داعش ډلې تر شا ګڼل کېږي.
په سیمهییزو سیاستونو کې برخه اخیستل: د ملي یووالي حکومت پرمهال په سیمه کې د جیو-پولیټیکو بدلونونو له کبله د ایران حکومت هم د افغانستان د قضیې په تړاو په تدریجي توګه د روسیې، چین او پاکستان په لور روان دی. دغه حالت او وضعیت د افغان حکومت لپاره د منلو وړ نه دی. همدا لامل و، چې د مسکو پر لومړۍ ناسته یې نیوکې وکړې او د جواد ظریف په وروستي سفر کې يې هم ایران ته روښانه کړه، چې د افغانستان ثبات باید د سیمهییز رقابت قرباني نه شي.
له افغان حکومت سره سړې اړیکې: د ملي یووالي حکومت پرمهال د افغان حکومت او ایران ترمنځ اختلافي ټکي په لاندې ډول وو:
لومړی؛ د کابل او تهران ترمنځ د اوبو پر سر د خبرو اترو پيل. د افغان حکومت په اند په دې اړه پخوا تړون لاسلیک شوی؛ خو د ایران حکومت بیا ادعا کوي، چې پخوانی تړون بیا کتنې ته اړتیا لري. دا چې آیا د اوبو د وېش پر سر به بیا خبرې اترې پيل شي کنه، تراوسه معلومه نه ده؛ خو بیا به هم په ټوله کې د راتلونکو دوهاړخیزو اړیکو ښودونکې وي.
دویم؛ د افغانستان او ایران ترمنځ د ستراتېژيک تړون د لاسلیک ځنډېدل. لا تراوسه دواړو لورو د دغه تړون د مسودې چمتو کولو په تړاو کاري کمیټه نه ده معرفي کړې.
درېیم؛ په ایران کې افغان کډوال: په ایران کې پر کډوالو زیاتی، د سوریې جګړې ته یې استول او په زوره بېرته هېواد ته راستنول هغه اختلافي موضوعات دي، چې پر دوهاړخیزو اړیکو یې اغېزه ښندلې ده. اوسمهال تقریباً په ایران کې تر ۳ میلیونو پورې افغان کډوال مېشت دي.
څلورم؛ د داعش ډلې د ظهور له کبله د افغان حکومت پرځای له افغان طالبانو سره اړیکې جوړول.
کابل ته د جواد ظریف سفر او د کابل-تهران راتلونکې اړیکې
کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سفر پرمهال افغان او ایراني لوړپوړو چارواکو په یو شمېر داسې موضوعاتو خبرې اترې وکړې، چې په راتلونکو دوهاړخیزو اړیکو به ژورې اغېزې وښندي. خو په بل اړخ کې، که چېرې دوه اوونۍ وروسته په ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو له لارې د ایران د اوسني ولسمشر پرځای کوم بل څوک راغی، نو دا سفر به په یو شمېر موضوعاتو کې د افغان-ایران د اړیکو پر راتلونکي هېڅ اغېزه ونه شي ښندلای. په ټوله کې د دغه سفر پرمهال د ایران لهخوا د اوبو د وېش تړون د بیا کتنې پر اړتیا ټینګار وشو. ترڅنګ یې دواړو لورو ژر تر ژره د ستراتېژيک تړون د مسودې او متن چمتو کولو په موخه د کاري کمیټو د معرفي کولو غوښتنه وکړه.
افغان حکومت د وروستیو پرمختګونو په تړاو خپل دریځ ایران ته روښانه کړ او ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ډګرونه هم په نښه کړل. افغان ولسمشر اشرف غني د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره د کتنې پرمهال وویل: «تروریستي ډلې زموږ ګډ دښمنان دي. تروریستان په خپله غېږ کې نه نیسو او د وسیلې په توګه یې هم نه کاروو». د ده په خبره «د افغانستان روانه جګړه داخلي جګړه نه ده… د داعش پر وړاندې مو جدي اقدامات ترسره کړي… موږ ته د افغانستان ثبات او د سرحدونو امنیت ځانګړی ارزښت لري… د افغانستان ثبات باید د سیمهییز رقابت قرباني نه شي».
د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د زیاتولو په موخه افغان حکومت له ایران څخه وغوښتل، چې د اقتصادي کډوالۍ او قاچاق د مخنیوي په موخه افغان کارګرو ته د کار قانوني اجازهنامې ورکړي. د افغانستان له لارې ایران له ازبکستان او چین سره وصل شي. د چابهار بندر (ترانزیټ) رېل پټلۍ او د سرحدونو په برخه کې همکاري وشی.
په ټوله کې د کابل-تهران راتلونکې اړیکې له لاندې ټکو سره تړل شوې دي:
لومړی؛ د داعش پرضد د افغان حکومت عملیات او د سیمهییزو هېوادونو اندېښنې لرې کول، چې د دې ډلې ترشا افغان حکومت او امریکا نه دي؛
دویم؛ له افغان طالبانو سره د ایران اړیکې؛
درېیم؛ د افغانستان او سیمې په تړاو د امریکا راتلونکې تګلاره؛
څلورم؛ د یو شمېر اختلافي موضوعاتو په تړاو خبرې اترې (د بېلګې په توګه د اوبو د وېش تړون).
سلام
ستراتيزيك سياست يعني دابزار به توكه
دغه سياست د سيمي او نريوالي تكلاري نه ب دبره تيته كجه
دتاريخ اوفرهنك نه ليري هيا هو او هوس
كار اهل كار ته نه شتون
د بهرنيو افغا نانو د نه ارتباط اريكي
دمساوات عدالت برابري او اكاهي لباره د هيواد به كجه ورك او كونكه حالت
د رباني سر تمله كي ر بهرنيو جارو وزارت هغه مقدماتي برخي دي جي ترازو يي ديره كزه سكاري
مورثي حق غوشتني او د كرزي نوي رندي او تندي د قضيي بل ارخ دي ديرند شاته بله ناندري ده
دايي جاري ستراتيزيكي نه دي بلكي افواه او مجاوي دي جي زموز ولي ورسره مخ دي