تاند- پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې د دغه هیواد پوځیانو د لومړي ځل لپاره د افغانستان په خاوره کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر کمپونو یرغل کړی دی.

جیو تلویزیون نن /شنبه/ د پوځ د سرچینو په قول وویل، پاکستاني ځواکونو تېره شپه ناوخته په افغانستان کې دننه د جماعت الاحرار پر څو کمپونو برید پیل کړ.

تراوسه پوري د پاکستان یا افغانستان رسمي سرچینو د داسي کومې حملې په اړه څه نه دي ویلي. خو که تایید شي دا به په رښتیا هم د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان په خاوره کې لومړنۍ حمله وي.

جیو تلویزیون وايي، پاکستاني پوځیانو خیبر او مومند ایجنسیو ته نژدې د افغانستان په خاوره کې د جماعت الاحرار پر ۴ کمپونو یرغل کړی دی.

تلویزیون زیاتوي، ځیني راپورونه وايي چې په دې بریدونو کې د جماعت الاحرار د مرستیال قوماندان عادل باچا په شمول څو تنه وژل شوي دي.

له دې جلا د پاکستان پوځ نن ادعا وکړه چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو مخالفانو پر ضد په عملیاتو کې تر ۱۰۰ زیات مخالفان وژلي دي.

پرون د افغانستان د کونړ او ننګرهار چارواکو او اوسېدونکو تایید کړه چې پاکستاني پوځیانو پر سرحدي ولسوالیو د عامو خلکو پر کورونو د درنو وسلو ړانده ګوزارونه کړي چې له کبله یې دوه افغانان شهیدان شوي او ۲ نور ژوبل شوي دي.

3 thoughts on “د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني پوځیانو د حملو ادعا”
  1. خلص دا چی الله پاک دی دا زموږ طالبان چی د پنجابیانو غلامان دی وشرموی ګنی پاکستان چیری په موږ یرغل کړای سوی دا په نامه مجاهدین ټول پیسه خواره او غله شوی دا اوسنی طالبان

  2. زه فکر نه کوم که پنجابیان دومره جرأت ولري، که دا کار یې کړی وي نو منزوي کیدل یې ۱۰۰٪ شونې شول. مونږ د امریکا او ناټو سره د مځکنۍ بشپړتیا تړونونه لرو او امریکاخو هسې هم ورته بهانه لټوي.
    دا ټولې چاودنې ای اس ای پخپله کړي نو بیا یو او بل ته ګوته نیول یې ددې لپاره کول چې د امریکا نوې ادارې ته ځان نږدې کړي، که دا اشتباه یې کړې وي نو دا خو زمونږ په ګټه ده، وایي میږي ته چې خدای په قهر شي نو وزرې ورکړي.
    بل پاکستان چې په خپله خاوره کې دننه د کومو عملیاتو ادعا کوي هغه هم دروغ دي، مونږ د وزیرستان د عملیاتو شاهدان یو چې ترهګرو ته یې د عملیاتو نه یوه میاشت مخکې وویل چې خیبر او نورو ایجنسیو ته لاړ شي او بیا دوی د عامو خلکو کورونه اومارکیټونه ونړول او ویې ویل چې د طالبانو مرکزونه یې وران کړل. ددوی نه اوس لار ورکه ده او د یوې غلطۍ د پټولو دپاره بار بار غلطي کوي. انشاالله چې ډير زر به نابود شي.

  3. داسې فکر وکړى چې دا حملې يې تر سره کړې وي نو افغان حکومت څه کوليى سي؟ داح مالومه خبره ده چې خپله حکومت کې داسې کړئ شتون لري چې پاکىستنان ته يې تل سجده کړې اود افغان پوج ټول تجهيزات يې په همدې هېواد وپلورل او اوس هم ځآن ته دمجاهد لقب ورکوى.هن

ځواب ورکول پښتون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *