تاند-  د افغانستان د ټولګټو (فواید عامه) وزارت د هیواد په شمال کې له ختیځه تر لوېدیځه پوري د درې سوه کیلومتره اوږدې پټلۍ د جوړولو لپاره د فزیبلیټي سټډي یا سروې پرېکړه وکړه.

د اورګاډي د دې پتلۍ د سروې قرارداد په درې ملیونه او اووه لکه کاناډايي ډالره نن /دسمبر۱۱مه/ یوې کاناډايي کمپنۍ (سیسترا کنډین) او د هغې شریک اپلیټن کنسلټنګ شرکت (Appleton Consulting Inc) ته ورکړای شو چې په افغانستان کې د پروژو په منجمینټ کې تخصص لري.

دوی به په فبرورۍ کې (نژدې دوې میاشتې وروسته) سروې پیل او په ۱۲ میاشتو کې بشپړه کړي.

دا پروژه اسیايي پراختیايي بانک د سروې د بشپړېدو په صورت کې تمویلوي.

دوه مسیره وړاندیز شوي دي. دواړه د ترکمنستان له پولې پیلېږي خو یو د مزاشریف د اورګاډي له پټلۍ سره نښلي او بیا د تاجکستان لور ته غځېږي او بله تر کندوز ولایت پوري دوام کوي او د شېرخان بندر له لارې له تاجکستان سره یوځای کېږي.

دا پټلۍ به د ترکمنستان په پوله کې له اقینې بندره د جوزجان تر اندخویه پوري غځېږي او بیا به بلخ ولایت ته رسېږي.

د پروژې سروې کوونکي وايي چې دوی به معلومه کړي چې کوم مسیر غوره دی.

ایران هم لېوالتیا ښودلې چې د خپل اورګاډي پټلۍ د هرات او د افغانستان د شمالي ولایتونو له لارې له تاجکستان سره یوځای کوي.

د دې پروژې له بشپړېدو سره به د افغانستان په شمال کې او دغه راز د شمالي ولایتونو او د منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ تجارتي راکړې ورکړې زیاته وده وکړي.

One thought on “د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د اورګاډي د پټلۍ د سروې قرارداد وشو”
  1. زما له خوا نه خو صفر ده. میرعثمان ماما دې خدای وبخښي له هغه سره زمونږ د کلي سپین ږیري جلال اباد ښار ته تللي وو، د شپې د ځای په لټه کې وو چې چېرته شپه تېره کړي. میرعثمان ماما ورته ویلي وو چې راځئ دلته زما د ښینې د پرکټي کور دی هلته ورځو شپه ورسره تېروو نو دا چې اوس خبره د (د اورګاډي د پټلۍ د سروې د قرارداد) شوه زه خو وایم چې لاسونه ترې ووینځئ.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *