کابل پوهنتون

د افغانستان د غوره پوهنتونونو لیست نن خپور سو ،ځینو مهمو پاڼو هم په فېسبوک دا لیست خپور کړ، چې باوري دی یا نه، دا یوې خواته پریدو.

اوس راسي واقعیتونو ته.

د ځینو ولایتونو  د دولتي پوهنتونونو له استادانو او محصلینو سره زه کله کله ګورم او خبري ورسره کوم. انجینري، کمپیوترساینس او ځیني نوري پوهنځیو محصلینو نه مې پوښتنې کړي یا مي ددوي مهارتونه، درسي مواد لیدلي، له یوي اندازي پرته، نور ډیر د قناعت وړ نه وو.

 کابل پوهنتون تر دي بتر دی، په ټولو کي د  نوښت او کارآفریني او نوري نوي خبري مي بیخي ندي اوریدلي. په دولتي پوهنتون کي بله ستونزه داده چې ډیری محصلین په سمیزو مسایلو لکه قوم، ژبه، سمت، ګوند او دیته ورته مسایلو اخته دي. خو په کابل کي ځیني شخصي پوهنتونونو ښه سیسټم لري، زه کله کله ورځم، زما دوه ملګري هم په دي شخصي پوهنتونو کي استادان دي، دوي په څو نورو پوهنتونونو کي هم تدریس کړي. هغوي هم راته وایې چې دلته د مارکیټ برابر څه تدریس کیږي، خو داسې شخصي پوهنتونو سته چې یوازي په نوم پوهنتونونو دي.

خداي مه کړه زما منظور دا ندی چې زه دي د کوم پوهنتون اعتبار ته زیان اړوم، خو واقعیت دادی چې زموږ دولتي پوهنتونونه تر شخصي ډیر امکانات لري، اکاډومیک کدرونه او بهرني پوهنتونونو ملاتړ هم له ځان سره لري، نو  اصلاً باید دولتي پوهنتون له شخصي سره د مقایسی وړ نه واي.

 زه خپله چې دولتي پوهنتون مي دادی خلاص کړي، خو سیستم سیستم ندي، نه کریکولم د مارکیټ برابر دي، نه نوښت او کارآفریني څوک پیژني، نه فیډبک اخیستل کیږي، نه څوک د استاد مهارتونو، میتود او د تدریس موادو ته پام کوي، د مدیریت کچه خو تاسو ته تر ما ښه معلومه ده.

په نړیوالو پوهنتونو کي د کال په زرګونو اختراعات کیږي. هلته محصل ته پراخ امکانات سته، محصل یې محصل دي،کتابتون یي تل د محصلینو په مخ پرانستي دي، لابراتوار هم پرانسي وي. د کارآفریني لپاره په مفکورو کار کیږي، استادان یي له محصلینو سره ډیره مرسته کوي، انګیزه ورکوي، که په پوهنتون کي حاضر نه وي نو به انلاین بڼه هم له محصلینو سره مرسته کوي، او محصل یې هم د ۲۴ ساعتونو لپاره محصل دی، استادان یې څیړنې کوي، خپلي ځیړنۍ خپروي.

 خو زموږ د سهار له اتو د غرمي تر دولسو محصل محصل دي، به دي څلورو ساعتونو کي هم ډیری محصلین  یوازي په فزیکه بڼه په ټولګي کي وي، فکر یې بل چیرته وي، یوه اندازه استادانو پرته ډیری په دوه کاله کي یوه څیړنیزه مقاله هم نه لیکي. د پوهنتون له هغه شته لابراتوار او امکاناتو څخه هم ګټه نه اخیستل کیږي، یوازې خبره د نمبرو او دندي ده.

نو کله چې په ۲۴ ساعته کي دي محصل د څلورو ساعتونو لپاره محصل وي، سیستم، استاد، اداره دي په دي ډول وی نو  د هاروډ او اکسفود پوهنتون توقع هم مه لرئ. دلته بیا د ګوګل ، فېسبوک او مایکروسافټ مفکورې هم نه رامنځته کیږي.

په نړیواله سطحه په رینکننګ کي خو زموږ په دولتي پوهنتونو څوک فوټبال هم نه کوي.

زموږ اوسنی کانکور که څه هم شفاف دی خو د استعداد د تشخیص هیڅ وړتیا نلري. دا سیسټم ډیری وخت هغه څوک چې ټولینزو علوم ته جوړ وی، هغه یې طبعی علوم ته لیږلي او څوک چې طبعی علومو ته جوړ دی هغه یي اجتماعی علومو ته لیږلي. نو موږ باید په دي فکر وکړو چې څنګه داسې سیستم رامنځته کړو چې  استعدادونو تشخیص کړي او بیایې پوهنتونونو ته واستوو، ترڅو له پوهنتونونو د فارغینو په ځای مهارین ټولنۍ ته وړاندي کړو، اوس نړۍ په مهارتونو پرمختګ کړي، نه په ډیپلومونو.

2 thoughts on “د افغانستان پوهنتونونه | اغا ملوک سهار”
  1. په زړه پوری مکاله او او ډېر معقوله اړخونو ته مو اشاره کړي دی ـ ریښتیا هم یوه ټولنه او هیواد پرمختګ په زدهکړي او پوهنتونو باندي بسیه وی ـ زمونږ بدمرغي هم دغه دي چې تدریس او
    ښوونکي دواړه بي کفایته دي ـ زه شاید یم داسې کسان چې پرون پورې انګلیسي استادان ول چې
    انګلیسي پوهیدل په خپله کوم علم نه شو ، او هسی ډیګري او یا ډيپلوم نه لري ـ د کرزي په اوله کې شخصي پوهنتونونه جوړ کړل ـ يعنې د علم په ډګر کې هم افراتیت او فساد ته یې کار وویل ـ اعتبار وکړی چې اغا ملوک سهار خو دولتې او شخصي پوهنتونو باندي پرده اچولي دی خو خقیقت هم دغه دی چې افغانستان نوی نسل تباهي طرف ته روان دی ـ ما په خپله زده کړې افغانستان نه بهر کړی دي ـ بهتره یې فرق کولی شم ـ مطلب مې نا هيلي خپورل هم نه دي خو.باید ریښتیا وویل شې ـ

  2. سلام
    له بده مرغه په افغا نستا ن کې زده کړې د ځینو لا ملو نو تر اغېزې لاندې دی د زده کړو فر هنګ له ستر کړ کېچ سره مخ شو او هغه دا چې دزده کړو کچه په کمی او کیفی لحا ظ ډیره ټیټه شوه مخکی د چې دهغې په نصاب وغږېږو.
    تعلیم او تر بیه په یوه ټولنه دهغې ټولنې د شا هډوکو حیثیت لری چې ټول بدن څومره پیا وړی ساتی کو مو ټکو ته چی لیکوال ګوته نیولې دا ټولې سمی دی خو مونږ مخکی له پوهنتون څخه په خپله د پوهنتون د جوړیدو ، دسپلین ،ضرورت ، موجودیت په اداری او مسلکی لحا ظ وپېژنو پوهنتون دسند لپاره نه بلکې د هغو زده کړو لپاره چې په ټولنه کی یی عملی کړای شو
    داسمه ده چی یو شمیر ستونزې شته خو زمونږ ټولنه کې ځینې کسا ن په غټو القا بو پسی ځانونه وژنی بل زمونږ فرهنګ د زده کړو په برخ کې بې با که بریښی
    علم او عرفان سوچ جهان بینی او بشپړه امانت داری غواړی

ځواب ورکول ع شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *